نظــر

د عدالت ناره باید له باميانو را پيل شي

 عصمت خان عدالتخواه

په افغانستان کې  غل هم د عدالت غواړي او مل يي هم، قاتل هم وايي عدالت او مقتول هم نه پوهيږم دلته به عدالت هم لکه شته قوانين يوازې شعار وي ځکه که شعار نه وی د ظالم له خولې د عدالت ناره پورته کيدل پر عدالت او عدالتخواهي ملنډې دي

په کابل کې د هزاره ګانو د سیاسي، نژادي، قومي او  نورو په لمسون په شوي لاریون کې د ټولنیز عدالت،مساواتو او حق اخيستو خبره ډيره مطرح کیده له دې سره سره چې ډيرو ته دا ناره يو ډول تکراري او سولیدلې ښکاریده ولې بیا هم نورو قومونو ددې لپاره چې په دموکراتيکه ټولنه کې هرڅوک د څه ويلو لپاره يو شی ولري ددې غږ پر وړاندې خپل غږ پورته نکړ  او پوره یوه اونۍ ولس او افغان سرتيرو دومره سختې شپې او ورځې تيرې کړې چې په شپږ ميليوني ښار کابل کې يي هيڅ ساری نه وو.

خو اوس چې خبره د عدالت ده غوښتنې هم باید عادلانه وي او د عدالت ناره چې بې عدالتۍ له ادرسه پورته شوه نو  عدالت باید له بامیانو را پیل شي ځکه په باميانو کې له نورو قومونو سره چې کوم زیاتی شوی، ځمکې يي غصب شوي دي،بې کوره شو ي او حتی د باميانو په ځايي اداره کې د بل قوم يوازې يو تن هم نشته او که وي هم په ډير مجبوریت به هلته شپې او ورځې تيروي دې ټولو ته باید عدالت ورکول شي او  په بامیانو کې ۴۰ سلنه محروم ولس نور له محروميتونو را و ويستل شي.

د عدالت لپاره ناره په بهسودو کې د اکثريت پر ضد د خلیلي خيمې وهل،د محمد محقق اربکي سازي،په نړۍ واله کچه افغاني ارزښتونواو مشرانو ته توهین او په يولسمه حوزه کې د ايراني ديپلومات ډالرې نه دي بلکه عدالت او مساوات د ټولو ټولنیزو نزاکتونو په پام کې نيولو ته وايي کله چې په باميانو کې چې د افغانستان يو ولايت دی او اقليت شيعه پکې ژوند کوي سنيان جومات ونلري،څلويښت سلنه ولس يي په ولسي جرګه کې استازی ونلري، غږ يي نه اوریدل کيږي او کوچان په هزاره جات  او بهسودو کې له خپلو څړځايونو او مېلو شړل شوي وي په کابل کې د عدالت تر نوم لاندې نارې او سورې، له نورو پيسې اخيستل،د سوريي، یمن او عراق بدۍ افغانستان ته راوړل او بیا ایران ته جاسوسي  کول عدالت نه بلکه بې عدالتي او ظلم ده.

هزاره ولس له دې سره سره چې د نورو قومونو ډير زړه سوی له ځان سره لري، په زرګونو خلکو وینې ورکړې پر دوی شوی برید که څه په غندلو نه ارزیده وغندل شو، ملي ماتم اعلان شو او په هر ولايت کې يي د قومي او استخباراتي غوښتنو قربانیانو ته دعاوې او ختمونه وشول ولې دوی بیا هم په ټولنیزو پاڼو او رسنیو کې پر مشخص قوم باندې له نيوکو دا ثابته کړه چې دوی به په هيڅ ډول زړه سوي راخپل نه شي او زه د يو افغان په توګه دې پردي پالي او ځان پالي قوم ته په ورکړې وينه دومره خپه يم لکه د اچين، کوټ او بدخشان قاتلين  چې زما په ورکړې وينه تغذیه شوي وي ځکه زړه سوی له هغه چا سره په کار وي چې دوی زړه سوی لري.

د همدې بې عدالتۍ له امله چې هزاره يي کوي او ددوی شل زره وروڼه او زامن په سوریه کې د بشارالاسد، ایران او شيعه ایزم په ننګه جګړه کوي، سوریان وژني، کورونه يي لوټې لوټې کوي نن د داعش بدي افغانستان ته راغله او بیا هم لومړني قرباني پښتانه دي.

په اچين، کوټ،کونړ، نورستان، بدخشان او….. کې چې نن داعش کوم وحشتونه کوي، کورونه لوټي، جوماتونه په بمونو الوزي، انسانان په بمونو کينوي،د خلکو ناموسونه برمته کوي دا د افغاني شيعه ګانو هغه  مذهبي حماقت او بې عدالتي ده چې په سوریه کې کې يي کوي که شيعه ګان ځانونه افغانان بولي، افغاني امتيازات اخلي، وزارتونه، ولايتونه او استازیتوب غواړي او باالاخره د ترهګرۍ پر ضد رښتيا هم د مبارزې زړه لري نو تر سوريي په افغانستان کې تروريزم ډیر دی او دوی باید دلته قرباني ورکړي خو د افغانستان په ټول تاريخ کې د هیواد په ننګه د هزاره ولس او قومي ټيکه دارانو د يوې بیلګې  څرک هم نشته دی.

هزاره باید پوی شي چې دلته نور د عدالت په نوم بې عدالتي او د حق په نوم د نورو پر ستوني پښې کيښودل نه عدالت ته زمينه برابرول دي او نه د يو ملت په توګه له نورو قومونو سره ګډ ژوند ته وايي ما به د هزاره وو عدالت هغه وخت منلی وی چې دوی سنيان او خصوصا پښتانه په خپلو سیمو کې داسې منلي وی لکه پښتنو چې دوی په هلمند، کندهار،لوګر،غزني،کابل، پروان او ان خوست او ننګرهار کې تحمل کړي دي، عدالت دا نه دی چې د ایران له سفارته دې بهزاد ته پيسې راشي او دلته دې قومي لاریون په لاره واچول شي، لارې دې بندي وي،قومي شعارونه دې ورکول کيږي، فيسبوکي او ټويټر سپانسر پاڼې دې عقده من تبليغات کوي بل هيڅ قوم دې پکې نه وي او  چې کيسه يي له خپل منځه خرابه شي او په خپلو منځونو کې سره وخوري بیا د عدالت نارې وهو.

هزاره د افغان ولس ريښتونولی داسې وشرمول چې د دوی د حق غوښتونکي او په لندن کې افغاني ارزښتونو او ولسمشر ته توهين کونکي يي  د لاریون او  استخباراتي غوښتنو په اړه څو لیکنې وکړې او له هغو پټو رازونو يي پرده پورته کړه چې دې قوم غوښتل د نورو په لمسون مرکزي حکومت له يو نوي ناورین سره مخ کړي.

نور باید ټول شته قومونه د هزاره د قومي او نژادي حماقت پر وړاندې خپله چوپتيا ماته کړي په تیرو ۱۵ کلونو کې د دوی هر مشر له هرې شونې لارې تغذیه شوی، زرګونو ځوانانو يي د جعل او تذوير له لارې لوړې زده کړې کړي دي، په بامیانو کې د هوټلونو، پروژو،سړکونو،هوايی ډګر او ور ماتو ميلمنو هيڅ ډول کمی نشته دی نو د عدالت ناره به د بې عدالتی له مرکز بامیانو پورته کيږي او هلته د ټولو محرومو  ولسونو حق به ورکول کيږي که داسې ونه شي د دوی د قومي غوښتنو په لړ کې يي هرې نارې ته لبیک و ويل شي او د ایران پیسې يي تر شاه وي نو ډاریږم داسې نه چې دلته د مذهبي او نژادي نښتو په لړ کې يو وار بیا موږ د يوې تباه کونکې کورنۍ جګړې لوري ته ولاړ شو.

هزاره وو خپل نژادي حماقت اوس ثاتب کړی دی کله چې په تورخم پاکستان يرغل وکړ ولسونه او سرتيري قربانۍ تيار شول او په نښته کې يو پاکستانی هزاره جنرال و وژل شو ډيرو له افغانستان څخه د هغه په مرګ د خواشينۍ پيغامونه خپاره کړل که دلته خبره د هیواد او هیوادنیو ارزښتونو وی نو د يو پاکستاني جنرال پر مرګ خپګان څرګندونکي نن باید په زندان کې و ځکه پر تورخم بريد پر قوم يا سیمه نه بلکه پر افغانستان او افغان ملت بريد وو.

پښتانه چې د تروريزم لومړني قربان دي نه ښونځي لري او نه يي په سيمو کې ټيکاو شته، نه يي د برښنا لپاره شخصي لاریون کړی دی او نه يي کله شخصي غوښتني مطرح کړي دي که خبره په پښتون ميشتو سیمو کې د تروریزم د ډيروالي شي او پړه يي پر پښتنو ور اچول کيږي نو نور قومونه باید پوی شي چې پښتانه تل د نورو بدۍ پر سر وړي لکه څنګه چې په سوریه کې جګړه هزاره کوي او ګټه پکې ایران کوي ولې په اچين او کوټ کې داعش غچ له همدې مظلوم ولس څخه اخلي.

پر هزاره وو د بريد په خاطر دوی ته د دې دومره ډيرو امتيازاتو په ورکولو سره د کوټ، اچين، هلمند او بدخشان خلک هم افغانان دي او باید له قرباني سره سم ورته امتيازات ورکول شي او چې کله دې ټولو ته خپل حق ورکول شو  بیا د عدالت داعيه په سمه مانا شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x