شعـــــرونه

غزل/ مسرور درمل

مسرور درمل

څومره خوند کړي توره شپه او د غره څوکه
لـه اوبـو ډکـه چــیــنه او د غره څوکه

چې سپوږمۍ وي پاس په سر راته ولاړه
چې سپوږمۍ کوي قیصه او د غره څوکه

ډېوه مړه وي او د لمر وزر ورټول وي
زما او ستا سترګه رڼه او دغره څوکه

مسافر یو له ګودره لېري لېري
ستا باڼه په ګرد سپېره او د غره څوکه

چې نعرې راته یو چا کړې سوې سوې
هغه شپه زه وم مورچه او د غره څوکه

چې ” مسـرور ” یوه غــزل راته ویله
شــوه رایاده ها شیبه او دغره څوکه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x