نظــر

افغانستان د جرگو كور دى

“ د افغانستان د خلكو د اجتماعي ژوندانه د تاريخ په مطالعه دا په ډاگه كيږي، چې پخوانيو آريايانو د آمو درياب په جنوبي سيمو كې د اجتماعي نظام له ټينگښت وروسته د ټولنيزو سازمانونو پر جوړښت لاس پورې كړ او د بلخ يا بخدي ښار يې د تهذيب او ټولنيز ژوندانه مركز وگرځاوه. تر دې، چې د نفوسو د زياتوالي، د استوگنې د ځاى د تنگيدو او د څارويو د ژوند د پراختيا له كبله يې د ۸ او ۵ زرو له ميلاده مخكې كلونو په شاوخوا كې يې په مهاجرتونو لاس پورې كړ او د اويستا د رواياتو له مخې د وخت په تېريدو يې د كهوليز ژوندانه څخه قبيلوي ژوندانه ته ترقي وكړه او په دښتو او بيدياوو كې گرځيدنې خپل ځاى كليوال ژوندانه او ښاري استوگنې ته پريښود او د بلخ ښار د ټولنيز ژوندانه د ستر مركز په توگه له لوړو بيرغونو او ټينگو كلاگانو سره رامنځته شو او ټولنيز ژوندانه نور هم د تكامل پر لوري گام پورته كړ او د كهوليز گډوډ ژوندانه ځاى يې ونيو.

د وخت په تېريدو او د تكاملي ژوندانه گړندي تاريخي حركت ورځ تر بلې د دغه نظام ټينگښت نور هم زياتاوه. تر دې، چې په ټولنيز ژوندانه كې د ارباب النوع نفوذ خپل ځاى انساني افرادوته پريښود. هغه انسان ته، چې د قبيلوي ژوندانه له منځه يې سر راپورته كړى او سياسي ټولنيز نظام څاري. په دغه توگه د لومړي ځل لپاره د آريانا په خاوره يا پخواني افغانستان كې سياسي نظام په طبيعي توگه په كهوليز كوچني مركز كې د پلارولۍ له آمريت څخه پيل او د قبيلوي ژوندانه د پړاوونو له وهلو وروسته بشپړتيا مومي، چې د يادې دورې دغه سياسي اجتماعي ژوندون په بشپړه توگه د ديموكراسۍ د ژوندانه له مزيتونو برخمن وگرځيد؛ ځكه هغه لوى رييس، چې پخوا په سياسي لحاظ د ټولنې واكمن گڼل كيده په ټوله معنا له رعيتونو او د قبايلو او عشايرو له رييسانو او عمومي مشرانو او ملكانو سره په مهربانه توگه كړنه كوله او لكه، چې له ويدي سرودونو څخه، چې د باختري آريايانو د ټولنيز ژوند ډېره ستره سرچينه او تاريخ گڼل شوى؛ په ډاگه كيږي.

دغه سياسي نظام د خلكو په غوښتنه او د وخت له اقتضا سره سم را منځته كيږي او پخپله پاچا هم ټاكل كيده، د قبايلو پوهان، د كليو او ملي مجلسونو مشرانو د شاه په ټاكنه او د دغه نظام په ټپنگښت كې اغېزناك رول درلود.

د پخوانيو آريايانو د ټولنيز ژوندانه په پراختيا او د سياسي نظام(دولت) په ټينگښت د عمومي گټو تاءمين او د ملي ديمو كراتيكو ځواكونو د جوړښت اړتياوې له پخوا زياتې احساس شوې او دا كار د دې سبب شو، چې د ټولنيز جوړښت زمينه زياته پراخه شي او همدا علت و، چې د سبها(عوامو) او سيمتي(اعيانو) محلي جرگې، چې نه يوازې په سيمه ييز ژوندانه كې د ټولنيز ژوندانه زڼى(زړى) بلل كيده، بلكې د وخت له اړتيا سره سم يې په ملي ژوندانه كې ارزښتناك او تاريخي نقش درلود، رامنځته شوې. دغو جرگو او ملي غونډو د لرغوني افغانستان د ټولنې د سياسي او ټولنيز ژوندانه په پراختيا كې ارزښتناك ملي نقش درلود ، چې دغه ارزښتناكه عنعنه تر ننه زمونږ په ټولنه كې سياسي او ټولنيز نقش لري؛ ځكه جرگه په افغان ټولنه كې مهمه غونډه ده ، چې د قومي مشورو د عملي كولو لپاره جوړيږي”.[ مهربان،عبدالله، تاريخ جرگه هاى ملى در افغانستان- د لومړي څپركي د يوې برخې ژباړه(قتيل خوږياڼى)].

لكه، چې وويل شول جرگه، مركه او لويه جرگه په افغانستان كې اوږده سابقه لري.

ارواښاد پوهاند رشاد صاحب وايي، چې:

(( په افغانستان كې لويه جرگه معلومه ده؛ هغه د كنشكا د زمانې ده او كنشكا د افغانستان لوى پاچا و، چې په دوه يمه ميلادي پېړۍ كې تېر شوى. په ژمي كې به په پېښوركې و او د دوبي به په كابل او بگرام كې اوسيده . يو وخت، چې پېښورته ولاړ هلته د بودايي مذهب عالمانو لويه جرگه جوړه كړې وه او په هغې كې 500 كسانو گډون كړى و)).

د افغانستان ستر مورخ ارواښاد احمد علي كهزاد د (تاريخ قديم افغانستان) د دوه يم ټوك په ۲۵۲ مخ كې ليكي:

“د آريايانو د واكمنۍ پر مسند د كنشكا په كښېناستو زمونږ په هېواد كې د بودايى مذهب د پراختيا او ودې لپاره نوې او بې سارې دوره پيل شوه او د گندهارا او كاپيسى(كاپيسا) د عالمانو په تجويز د دغه مذهب د پخوانيو اصولو د تعديل او اصلاح آوازې پورته شوې او د دغو نظرياتو د عملي كولو لپاره د كنشكا په امر د كوشاني امپراطورۍ د ژمنۍ پلازمېنې په اړوند كشمېر ښار كې ستره مذهبي غونډه جوړه شوه، چې دغه اقدام د پخواني پاچا(ساكياموني بودا) د مړينې د څلور سوم كال سره سم و.

دغه لويه جرگه، چې سترو مذهبي عالمانو او مخورو په كې گډون كړى و د وازوميترا (Vasoumitra ( تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه. وازوميترا په فلسفي او مذهبي علومو كې د گندهارا له نومياليو پوهانو څخه و. په دې سترې مذهبي لويه جرگه كې پارسوا (Paresova ( چې د كنشكا د دربار مذهبي مشاور و او د امپراطورۍ په ټولو سيمو كې له پاچا سره ملگرى او مصاحب و او هغه ته يې په ټولو مذهبي چارو كې مشورې وركولې، هم گډون درلود. دغه راز د كنشكا د عصر نوميالى اديب او ليكوال، چې(اسواكوسا) نوميده هم په دې جرگه كې شامل و او د امپراطورۍ له هدايت سره سم د لويې جرگې بشپړ رپوټ او پرېكړې د ده په قلم راټولې او تدوين شوې دي“.

د دغې لويې جرگې، چې يوه مذهبي اوتاريخي لويه جرگه وه د بحث مهمه موضوع د پري پتيكا د محتوياتو سم تاليف و، چې بايد په دغه سيمه كې يې صورت موندلى واى او دغه تاريخي لويه جرگه، چې د آريانا مهمه جرگه وه له اوږدو او زياتو بحثونو وروسته، چې البته(د تري پتيكا) د يوې برخې په باره كې وه په لاندې توگه ترتيب او تركيب شول:

د اوپيديشاسترا (Upadesastra) سل زره بندونه يا پراگرافونه د سوتراپيتاكا(Sutrapitaka) ويناياوبهاساسوترا(Vinayavibhashasutra) د سل زره بندونو يا پراگرافونو د ويناياپيتاكا(Vinayapitaka) او دغه راز ابهيد هار ماو يبها شا سا سترا (Aphidharmavibhadasastra) په سل زره بندونو يا پراگرافونو كې د ابهيدارماپتيكا د تشريح لپاره، چې ټولې ۹۶۰۰۰۰- نهه سوه شپېته زره وې، چې وروسته بيا دغه تصويبونه او مواد د كنشكا په امر په مسي لوحو كې وليكل شول او د ډبرو په صندوقونو كې يې د هغو ساتنه كوله او دهغو د ذخيرې لپاره يې ستره ستوپه ودانه كړه او پاچا يو مشر او عالم راهب، چې يكساس Yaksas نوميده دهغو د ساتلو او څارنې لپاره وټاكه او دا د بوديزم د تعليم په برخه كې د كنشكا يو جدي او گټور اقدام و، چې د خلكو ذهنونه پرې روښانه شي [زندگي نامۀ هيوان تسنگ،۷۲-۷۱ مخونه۱۹۵۹ م].

دا بايد وويل شي، چې دې سترې مذهبي جرگې د اوږدو بحثونو او مشاجرو په پايله كې د مهاياناMahayana په نامه نوې طريقه، چې معنا يې ده(د نجات ستره لار) د كوچنۍ لارې په وړاندې را منځته كړه او څنگه، چې اصلي محركان يې د آريانا مذهبي پوهان په تېره گندهارايي او كاپيسايي عالمان ول، د جنوبي طريقې په ځاى يې د شمال طريقې نوم پرې كېښود.

د نوموړې لويې جرگې د تصويبونو له لارې د بوديزم د فلسفې د تعليمونو او تشريح لپاره نوې مدرسه، چې د مهايانا د طريقې له روح څخه يې استازيتوب كاوه د سروساتيوادين(Srvsativadin) په نامه جوړه شوه، چې اصطلاحي مفهوم يې(ټول شيان په كې موجود دي) دى. يادې مدرسې ټولې پخوانۍ تنگ نظرۍ يوې خواته كړې او د بودايي مذهب مفاهيم يې په ډېر پراخه مفهوم ومنل او په دغه توگه يې په دربار كې د بودايي فلسفې او مذهب تعليماتو د پراختيا په لاره د لوى كنشكا په همت او حمايت د لويې مذهبي جرگې په جوړولو ستر گام پورته كړ، چې د افغانستان په ټولنيز تاريخ كې زيات ارزښت لري.

د دغې لويې جرگې په اړه ارواښاد پوهاند رشاد داسې ليكي:

(( دا معلومه لومړنۍ لويه جرگه ده، چې څه د پاسه ۱۸۰۰ كاله دمخه د وخت په افغانستان كې جوړه شوې ده او له هغه وروسته؛ نو بيا لويه جرگه د ميرويس خان(نيكه) له وخت څخه په مونږ كې مروجه ده. د ميرويس خان (نيكه) لويه جرگه د كندهار په مانجه او وچه ونه كې وشوه. په دې جرگه كې ميرويس نيكه(افغان روح) جرگې ته وينا وكړه او د خپلو خبرو په يوه برخه كې يې وويل:

(( كه په تاسې كې داسې وگړي هم وي، چې د آزادۍ په دې لوى نعمت چې لوى څښتن راپه نصيب كړى خوشحاله نه وي؛ نو هغوى دې ځانونه څرگند كړي، هيڅوك به ور سره غرض نه كوي. داسې خلك به بې له شكه د دې آزاد رياست له پولو بهر د پرديو د مظالمو او غلامۍ زنځير په غاړه اچولى شي)).

په دې توگه د لومړنۍ ملي يا لويې جرگې طرح د افغانستان د اتلسمې پېړۍ په تاريخ كې كېښودل شوه او د دغې سترې ملي جرگې لومړنۍ غونډه په ۱۷۰۸م كال په كوكران كې، چې د كندهار ښار د لويديځ په شپږ كروهۍ كې دى جوړه شوه او په دغه توگه په ۱۷۰۹م كال په افغانستان كې د ملي قبيلوي حكومت بنسټ كېښودل شو، چې دغه دولت تر ۱۷۳۸م كاله دوام وكړ.

بله لويه جرگه په ۱۷۴۷م كال په اكتوبر د شيرسرخ د مزار په انگړ كې د نادرآباد د پوځي كلا دننه جوړه شوه او نهه ورځې پرله پسې ښكاره غونډې وشوې؛ خو په دغو غونډو كې د پاچا په توگه د چا په ټاكلو اتفاق نه راته او هر ځواكمن خان غوښتل، چې پاچا دې د دوى له قبيلې وي او هر چا د ځان په گټه خبرې كولې. كوم چا، چې په دې جرگه كې د ځان په گټه خبرې نه كولې هغه ابدالى احمد خان و؛ ځكه، چې د ده قبيله د كميت له مخې كمزورې وه، خو د جرگې نهمه ورځ ډېره حساسه او تاريخي ورځ وه.

په دغه ورځ ابدالى احمد خان د صابر شاه كابلي لخوا، چې يو روحاني سړى او احمد خان ته له نږدې مصاحبينو څخه و او د جرگې د غړيو لخوا دنده ورسپارل شوې وه، چې د افغان قومونو او خېلونو د رياست لپاره يو څوك وټاكي، د افغانستان د پاچا په توگه وټاكل شو او په همدې جرگه كې پير صابر شاه كابلي د غنمو وږى د دود په توگه د شاهي تاج په بڼه د احمد شاه پر سر كېښود، چې تر اوسه د ملي سمبول په توگه خوندي دى.

په جرگه كې شاملو اشخاصو احمد خان ابدالى( افغان ځان) د پاچا په توگه ومانه او دا جرگه په هېواد كې د يو ځواكمن دولت د جوړيدو سبب شوه.

د ۱۷۴۷م كال لويې جرگې د افغانستان په سياسي او ټولنيز ژوندانه كې تاريخي اغېزمن نقش ولوباوه او ابدالي(سدوزي) دولت تر ۱۸۴۳م كال پورې ۹۶ كاله دوام وكړ.

دغه راز د امير دوست محمد خان له مړينې وروسته د هغه زوى امير شيرعلي خان د افغانستان د چارو واگې په لاس كې واخيستې. د افغانستان نوي امير د خپلې پادشاهۍ په پيل كې د كورنۍ له سخت بحران سره مخ شو؛ ځكه، چې افغانستان د محمدزيو وروڼو د تسلط او واكمنۍ په وخت كې د ده تر واكمنۍ پورې د ملوك الطوايفۍ تر يوې ادارې لاندې له نيمې پېړۍ ډېر وټكول شو او بزگران د ځمكوالو تر گواښ لاندې ول او سخت ځورول كيدل، چې دغو عواملو د كورنيو گډوډيو او د قومي او قبيلوي اخ و ډب زمينه برابره كړې وه. همدغو شخړيو او كورنيو جنگونو مركزي دولت له سختو گډوډيو او تزلزل سره مخ كړى و. كوم شي، چې له ټولو زيات په لومړي پړاو كې د امير شيرعلي خان پام ځانته واړاوه، هغه په هېواد كې د امنيت تامين او د دولت په چارو كې د ملت د ټولو طبقو برخې اخيستو ته زمينه برابرول او د ملي واكمنۍ خوندي كول دي.

همدا لامل و، چې په ۱۸۶۵م كال كې يې لويه جرگه جوړه كړه، چې د ملت د ټولو طبقو ۲۰۰۰كسانو په كې برخه واخيسته.

دې لويې جرگې د افغانستان د ملي ژوندانه د ۱۹ پېړۍ په تاريخ كې بشپړ ارزښت درلود، چې پخپله د اميرشېرعلي خان تر مشرۍ لاندې په آزاده فضا كې د ملي مسووليتونو په پوهيدو گټورې او پراخې پرېكړې وكړې، چې ټولې ستونزې حل او د امير شېرعلي خان د سلطنت په ټينگولو كې يې اغېزمن رول و لوباوه او امير بريالى شو، چې د وروڼو تر منځ اختلافات ليرې او د ملت د استازو په همكارۍ د ټولو مخالفينو په دفع كولو كې په زړه پورې كار وكړي.

د ۱۸۶۵م كال ملي او سلا مشورتي لويې جرگې نه يوازې له امير سره د خپلو رقيبو وروڼو په وړاندې مرسته وكړه، بلكې امير په دې بريالى شو، چې د خلكو د استازو له دوه زره كسانو څخه د ډېرو، چې د كابل په ښار كې د استوگنو تركو، تاجكو، پښتنو او هزاره وو بيعت د شهزاده عبدالله لپاره هم واخلي.

شمس النهار، چې هغه وخت د افغانستان رسمي جريده وه د شهزاده عبدالله جان د وليعهدۍ د بيعت د ۱۸۶۵م كال په دوه يمه گڼه كې داسې خپره كړې:

همدا، چې امير شېرعلي خان په ۱۸۶۵م كال كې ملي لويه جرگه راوغوښته؛ نو شاوخوا دوه زره استازي كابل ته راغلل او د وليعهد د جشن د نمانځلو لپاره يې د مرنجان تپه وټاكله او په څراغونو روښانه شوه. د وليعهدۍ د بيعت غونډې جوړيدل د كوچني اختر له لومړۍ ورځې سره سمه او د خلكو پر انتخابي وكيلانو سربېره د اختر د لمانځه د اداكولو لپاره په لكونو خلك ( څه نا څه اته نهه لكه خلك به ول)راغلي ول.

دوى د مرنجان د تپې په بيخ كې د اختر د لمانځه د ادا كولو لپاره راټول او پوځي ځانگړي ترتيبات نيول شوي ول او لمونځ په پرتمينو مراسمو ادا شو.

دوه قطعې وثيقې يوه د ملت د استازو لخوا او بله پخپله د امير شېرعلي خان لخوا د وليعهد د تائيد او تعين لپاره په لاندې توگه ترتيب او د قاضي حافظ محمد امين لخوا، چې يو متبحر عالم و خلكو ته داسې واورول شوې:

(( مونږ د كابل ټول عالمان او لويان د ځان لخوا اصالتاً او زما تر مشرۍ لاندې زما د رعيت لخوا وكالتاً اقرار كوو، چې د وليعهد صاحب دغه مقرريدل زمونږ د ټول رعيت، اراكينو،خوانينو، سوداگرو او ملايانو په تجويز او خوښه د دغې خداى راكړې سلطې په راى او تجويز ټاكل شوى دى. مونږ ټول حاضر او غايب خلك، چې د هغوى لخوا مطلق وكيلان يو اقرار كوو، چې دغه وليعهد مونږ ته منظور دى، د وليعهد له خدمت څخه هيڅ ډول تقصير نه كوو او كه مو د سر ويښته هومره له دې عهد مخالفت وكړ خداى او رسول دې زمونږ د ځان دښمن اوسي او په نورو دولتونو كې دې د نړۍ په ټولو خلكو كې بدنام اوسو)).

عهد نامه تقريباً دوه زرو تنو مهر كړه( د ملت د وكيلانو او استازو د مهر ځاى).

د مرنجان تپه درې شپې او ورځې څراغان وه او د خوښۍ او خوشحالۍ جشن په كې ونمانځل شو.

بله لويه جرگه د امير حبيب الله خان په وخت كې د شنبې په ورځ د۱۳۳۲قمري كال د ذيقيدة الحرام د مياشتې په ۱۲ نېټه جوړه شوه او ۵۴۰ كسانو په كې گډون كړى و. دغه لويه جرگه د كابل په ښار كې د امير حبيب الله خان په مشرۍ تشكيل شوه او هدف يې په دوه يمه نړيواله جگړه كې د افغانستان بې طرفه پاتې كيدل ول. هماغه و، چې د انگليس په ضد جگړه كې بې طرفه پاتې شو.

جرگه، سلا او مشوره قرآني امر دى، چې احسن الخالقين دالشورى د مباركې سورې په ۳۸ مبارك آيت كې فرمايي(( وامرهم شوراى بينهم)) هغه كسان، چې خپلمنځۍ چارې په مشوره سرته رسوي. په بل مبارك آيت كې فرمايي: ” وشاور هم فى الامر” . دغه راز كله، چې سيدالمرسلين حضرت محمد مصطفى(ص) له دنيا رحلت وكړ صحابه وو كرامو وپتيله: تر هغې، چې د دغه مبارك په ځاى بل صحابي نه وي ټاكل شوى، دغه مبارك دې خاورو ته نه سپارل كيږي. هماغه و ، چې صحابه كرام جرگه شول؛ نو د بنى ساعده په سقيفه(صوفه يا د ناستې سر پټى لوړ ځاى) كې د مسلمانانو جرگې پرېكړه وكړه، چې له ابوبكر صديق(رض) سره دې بيعت وشي او د مسلمانانو د مبارك رهنما په ځاى دې، چې د رسول الله(ص) لومړى يار و، وټاكل شي. د جرگې له فيصلې سره سم صديق اكبر وټاكل شو او له دغې پرېكړې وروسته هغه مبارك خاورو ته وسپارل شو.

ارواښاد پروفيسورعبدالرسول امين د لويې جرگې په اړه داسې نظريه لري:

په ولس كې د لويې جرگې خلك معلوم دي. دا د ټولو افغانانو وظيفه ده، چې د ټوپكوالو او رشوتخورو په مقابل كې ودريږي او پرينږدي، چې رشوت خواره او ټوپكوال د دوى استازي شي.

د لويې جرگې د تدويركميسيون او د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي همدا وظيفه لري، چې د افغان ټولنې د بېلابېلو اقشارو، سيمو او قومونو رښتيني استازي لويې جرگې ته راوليږي.

پوهاند دوكتور محمد حسن كاكړ وايي:

د لويې جرگې د غړيو غوره كول په اصل كې د افغان ولس له خوښې سره تړاو لري. د لويې جرگې اغېزمنتوب د هغې د غړيو د غوره كولو پرڅرنگوالي اړه لري، چې په كې د حكومتونو رول ډېر مهم دى. كه نړيواله ټولنه د دغه واقعيت په نظر كې نيولو سره غواړي د لويې جرگې له لارې يو اغېزمن او ټولمنلى حكومت را منځته شي؛ بايد ولس پريږدي، چې د لويې جرگې لپاره غړي په آزاد ډول معرفي كړي. كه داسې ونه شي؛ نو راتلونكې لويه جرگه به هسې بې اغېزې وي.

ارواښاد ډاكټرعبدالصمد حامد په دې ټينگار كړى، چې:

((جرگې په عمومي توگه زمونږ د ولس له هغو غوره دودونو يو دود دى، چې ډېر اوږد تاريخ لري او په يوې سيمې او قام پورې منحصرې نه دي. زمونږ د ټولنيز ژوندانه په مختلفو ساحو كې د ډېرو معضلو د حل لپاره له جرگو استفاده كيده او كيږي. په دې وجه د دې موسسې بلا انقطاع او عام چلښت د يوه منل شوي ښه دود په توگه هم د شرعې په سطح او هم د افغانستان د حقوقي نظامونو په سطح (د تعاملي حقونو په توگه) يوه نافذه حقوقي موسسه گڼل كيدى شي. كه څه هم تر اوسه په دغه برخه كې لازمې او دقيقي څېړنې نه دي شوي؛ خو زمونږ د تاريخ په اوږدو كې په خاصو حياتي سياسي بحرانونو او حالاتو كې جرگې دايرې شوې دي او اكثره د دې جرگو د مناسبو پرېكړو او د هغو د تطبيق په واسطه زمونږ د تاريخ مجرا په مثبته توگه تثبيت شوې هم ده؛ داسې جرگې معمولاً د ملي جرگو په نامه ياديږي)).

اوس، چې زمونږ هېواد د ځينو معلوم الحاله كړيو له لاسه له زياتو لانجو سره مخ شوى؛ راتلونكې لويه جرگه، چې د افغان ملت رښتيني اشخاص به په كې گډون كوي؛ دې پرېكړې ته به رسيږو، چې زموږ ملي هويت او ماهيت له هر راز خود غرضۍ خوندي پاتې شي او افغانستان به له ټوټې ټوټې كيدو وژغورل شي. دې مهم هدف ته به هغه لويه جرگه رسيږي، چې د گډونوالو او برخوالو لاسونه يي د بېوزلو افغانانو پر وينو نه وي ككړ شوي او له څنگلو يې د هغه افغان ويني نه څاڅي، چې پر ځمكه سيورى او په آسمان كې ستورى نه لري( كه خداى كول).

عبدالروف قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x