ټولنیزه برخه

دانټرنټ داستعمال په اړه ديوه عالم خپل زوى ته څو نصيحتونه

رالېږونکی: قاري توريالی تائب

☜ګرانه ځویه! ټولنیزې شبکې لکه: ګوګل، ټویټر، فېسبوک، واټساپ دا داسې بحرونه دي چې د خلکو اخلاق یې ډوب کړل، د ځوانانو عقلونه یې له ستر فکری بحران سره مخامخ کړل ، ان ډېر با حیا او با عفته خلک یې یې په سپکو سپک کړل نو ددې شبکو له افراطي کارونې څخه ځان وساته ، کله دې چې د کارولو اراده وکړه نو بیا ځان څخه د شاتو مچۍ جوړه کړه! په ګل ګل شیانو ګرځه! له بدو نشراتو غلطو پاڼو، او اړیکو ځان وساته!!

☜ ګرانه ځویه!! چې کله دې نیټ استعمالاوو نو ځان څخه مچ مه جوړوه! چې په ښو او بدو دواړو ګرځي چې په ځان خبر هم نه وي او مرضونه له ځان سره انتقالوي.

☜ ګرانه ځویه!! انټرنټ د یو لوی بازار پڅیر دی څوک پکې وړیا څه شی نه خرڅوي خامخا یې بیه غواړی څوک غواړی چې ستا اخلاق خراب کړی، څوک غواړی چې ستا فکر او نظر خراب کړی، څوک د بیا شهرت تږی دي، خو څوک بر عکس بیا ښه خلک وی ستا اصلاح او رغونه غواړی نو هر چا سره ښه په سوچ او فکر سودا کوه!!

☜ګرانه ځویه!! څه چې خپروې که پوسټونه وي یا تبصرې نو له خپرولو یې وړاندې شرعی حیثیت وګوره هسې نه چې د الله جل جلاله د قهر سبب ونه ګرځی.

☜ګرانه ځویه!! له مستعارو نومونو ځان وساته ځکه دوی پخپلو ځانونو باور نلري څه به خلک باور ورباندې وکړی له خلکو به پټ شې له الله عزوجل نه به څنګه پټ شې هغه په پټو او ښکارؤ شیانو باندې پوهه لري

☜ ګرانه ځویه! زه په تا ډېر ویریږم هسې نه د انټرنیټ بحر دې غرق نکړي او د حرامو، شهوانی ویډیو ګانو په کتلو روږدی نشې! که دې حالت ته ورسیدې نو بیا د انټرنیټ له نړۍ څخه داسې وتښته لکه د زمری د حملې له ویرې چې خلک تښتي، کنه نو بیا به دې ځای جهنم وي او الله جل جلاله ته به شرمنده وې!

☜ ګرانه ځویه!! د شیطان دوه ډېر مضره دامونه دي یو غفلت بل شهوت او د انټرنیټ د افراطی کارولو پایله په همدې دواړو مرضونو تمامیږی نو پوه شه! چې انټرنیټ ستا د خدمت لپاره دی نه د غفلت لپاره نو کوښښ وکوه چې ته انټرنیټ وکاروې نه دا چې انټرنیټ تا وکاروي، باید تا اباد کړې نه دا چې تا ونړوي، د ځان لپاره یې دلیل جوړ کړه داسې نه چې ستا په خلاف حجت او دلیل وګرځي یا الله ته شاهد اوسه! چې ما خپل مسؤلیت اداء کړ، وما علی الاالبلاغ المبین . پای .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x