ادبي لیکني

تعويذ « ادبي ټوټه»

حميدالله حيدرخېل 

بایسکل یې په لاندنۍ پښه وداروه،له خولې راتاو کړی څادر یې خلاص کړ او د بایسکل پر زین یې واچوه،لاړ مخامخ خړه لرګینه دړه یې ټګ ټک کړه. شیبه وروسته دړه خلاصه شوه او ملا راووت،له روغ بړ وروسته ځوان ورته وویل: غوا مو لنګه شوې ده، خو دا څو ورځې کیږي چې په غولانځه یې دغمه راجګه ده.

ملا وویل:بس پوه شوم ته همدلته ودرېږه زه زر راووځم.

ځوان دیواله ته تکیه وهله څو دقیقي وروسته ملا راووت، په لاس کې یې تاو شوی کاغذ ؤ،ځوان ته یې وویل: دا تعویذ به لومړی په دریو سرو پاکو رنجو(تکه) کې ونغاړئ او بیا به یې د غوا په ښکر وتړئ، انشاء الله پر غولانځه به یې دغمه ورکه شي.

ځوان جیب ته لاس کړ دوه لوټونه یې راواخیستل او ملا ته یې ورونیول په بل لاس یې له ملا تعویذ راواخیست او پر بایسکل یې پښه واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ادبي ټوټه ګی سپین ږیري حاجي اکا ته د کلي د سپین سرو میرمنو ډېره عقیده کیده، کله به چې د چا غوا لغتې وهلې او یا به یې په ډکه غولانځه پی وچې شوې نو حاجي اکا ته به راتللې چې یو څه توری تاویز ورته وکړي. حاجي اکا به ورته یوه ټوټه ډوډی دم کړه او ورته کړه به یې چې دا ډوډی مو غوا ته ورکړی که خدای کول (ان شاالله) ښه به شي، سپین سرې به په نشت اقتصاد کې په جیب کې لاس واهه تر څو څلور قاته تاو کړی شلګون شکرانه ورکړي. حاجي اکا… نور لوستل »

اسدالله

یاره که د ادبي ټوټو کاروبار مې کولی په دې لاندې تبصره کې د غوربندي صاحب په ادبي ټوټو ددې پورته ادبي ټوټې په شان دوره دری سوې دانې ورکولې خو چې چا داسې یوه ښایسته ادبي ټوټه پرې راکړی وای.
دا بیا نود بخت او طالع کیسه ده چې چا ټوټه په متن او د چا په تبصره کې راځي.

غوربندی

مننه اسدالله صاحب جي زما تبصري خوند دركري د حيدر صاحب كيسه هم بده نه ده كه نه يي واي ليكلي خدايزده جي ما به له زانه سه ليكلي واي.

بيا هم مننه

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx