ذهني ناجوړتیا د ځوان قشر تدریجي وژنه

سیف الرحمن منګل/خوست

شاه وخوا درې درېنیمو لېسیزو دربدریو، جنګ جګړو، د ګاونډیانو ناانډواله سیاست، د بهرنیو په مرسته او اشاره په کور دننه د سړې مطبوعاتي جګړې دوام د افغان ځوان په رګ، رګ کې د نفاق او پردیتوب، او بل پالنې حس  پیاوړی کړی دی، او د خپلو ملي ارزښتونو او ویاړلي فرهنګ نه پلل او پر وړاندې یې بې تفاوتي هغه څه دي؛ چې د یو موټي افغان متدین ولس ترمنځ یې واټن ایجاد کړی؛ او د افغاني اقوامو ترمنځ یې د بې اتفاقۍ تخم شیندلی ځکه دوی پدې پوهیږي چې که دا اقوام سره یو ځای شي او په یو غږ او د یو افغان، نام او نښان ترسیوري لاندې سره راټول شي یو قدرت ترې جوړیږي چې بیا ددې قدرت له منځه وړل ناشونی کار دی؛ نو په همدې هدف یو لړ پرديپال په کور دننه په یو نه یو ډول د ذهنونو د مشوش کېدو او پاشل کېدو په هڅه کې دي؛ چې له بده بخته دا کار په ډېرې چټکۍ سره دوام لري.

نړیوالو سیاستونو او تېرو تجربو دا ثابته کړې ده چې په یوهیواد او ځای کې خپل هدف ته رسیدل یوازې د مستقیمې جګړې کار نه دی بلکې دادې یو نه اعلان شوې او پلان شوي غېرې مستقیمې لارې څخه په استفادې د هدف ترمنزله تلل دي.

اوس نو د جګړې لوري تغیر کړی په غېرې مستقیم ډول دې وژني او ځان هدف ته رسوي. نو په مسئولیت سره باید مسئولانه چلند وکړو یعنې پدې معنا چې په اوسني عصر کې په هېڅ صورت شونې نه ده چې موږ ته دې ناټو چې په راز کې یې امریکا ده سوله، ثبات راولي او یا د پدې تمه پاتې شو چې ګاونډي هیوادونه به افغانستان سره په رښتیني ډول صادقانه چلند وکړي او یا به د تروریزم په ځپلو کې خپل قاطعیت څرګند کړي دا هسې د یو خوب لیدل دي.

نو زه پدې باور یم،چې تر څو چې په ذهني رغونې کار ونه شي او ذاتاً مو ذهنونه جوړ نه شي زموږ جوړیدل او په پښو دریدل امکان نه لري موږ د نړۍ له هر وګړي ډېر استعداد لرو، موږ ددې توانیو لرو، چې خپلو پښو ودریږو، موږ هرڅه لرو خو متسفانه  ذهني او فکري تووازون مو بایللای دی چې دا مستقیما زموږ د سرنوشت زیږنده دی.

نړۍ اوس مهال په همدې کار روان دی او دا ټوله لوبه همداسې کوي چې له بده مرغه تر بل هرچا یې زیاته د پردیپالنې، او نیږدې که ووایم د ورور وژنې روحیه د افغانانو په وینه کې اغږل کړې ده چې په تقریبي ډول اتیا سلنه وګړو مو ذهني ناروغان دي او ذهني توازون یې له لاسه ورکړی شل فیصده بیا داسې وګړي لرو چې ممکن فکري او ذهني ناجوړتیا ونه لري.

اوس نو زه دا وایم چې دا شل فیصده او یا تر دې کم شمېر هغه ځوانان چې  فطرت یې پردیتوب نه مني او وجداناً دا مسئولیت لري چې د هغه شمېر ځوانانو او د راتلونکي قشر باندې هغه تورې تیارې چې لا یې هم ددوی ذهن مستعماره او اشغال کړی دی پدې پوهوي چې ته افغان یې ته ددې خاورې بچای یې، ایا تاته د یو افغان د ویني تویل ارزښت نه لري ایا ته له دې نه یې خبر چې پردې سپېڅلي خاوره سپېڅلو ککریو خپل سرونه ورکړي، او دغه خاوره یې د خپل سر په بیه ساتلي ده نو بیا څنګه درته وجدان دا اجازه درکوي چې ددې خاورې عزت لوټ کړې، څنګه دې دا ذهن مني چې خپل دردیدلي خو غیور او میړاني ولس پر زخم مالګې ودوړاوې.

لکه څرنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه مطبوعات په ټولنه کې ژورې ریښې لري تاسو ولیدل چې د ترکیه په اوسني نظام  د چپه کېدو او کودتا هڅه وشوه همغه وه چې د ترکیه ولسمشر د مطبوعاتو له لارې پر ملت غږ وکړ چې لارو کوڅو او واټونو ته راووځئ او د کودتا مخه ونیسئ هغه وه چې ملت یې پر وړاندې راپورته شو او کودتا یې ناکامه کړه نو اوس موږ باید پر دوو ټکو تمرکز وکړو لومړۍ دا چې مطبوعات مو د پردیتوب وژغورو،او د غه مهمه څلورمه قوه د هیواد په نفا وڅرخوو دوهم دا چې افغان ملت په طول د تاریخ کې دا ثابته کړې ده چې دا ملت ډېر څه کولای ددې ملت په ګډه اډانه کې باید پر فرد، فرد کار وشي له ذهني کړکېچ او فکري ګډوډۍ څخه یې خلاص کړای شي او یوازې پدې پوه شي چې زه یو افغان یم او دا مې نوم دا مې نښان، دی او ترڅو مې چې د وجود په رګ، رګ کې د افغاني مور وینه  او شېدې وي زه به د خپل سر په بیه په هيڅ صورت پردي ته ددې اجازه ورنه کړم خاورې ته مې یو قدم هم راتېر شي او دا ووایي چې دې افغان ملت پر لویشت خاوره برید پر ټول هیواد برید دی؛چې پر وړاندې به یې لکه سپر داسې ودریږو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د