
لسم نمبر محصل شهید
د وردګو ولایت د جغتو ولسوالی کی محمد انور د اتم صنف محصل د اختر خیلو باباخیلو لسم کس محصل دی چی پرون د امنیتي چارواکو لخوا په بی رحمی سره په شهادت ورسید ددغي بیرحمانه لړی د بندلو په خاطر نن د غازی محمد جان په لیسه کی ګڼ شمیر محصلینو او د هغوی اولیاوو قومی مخورو یو پریکړه لیک ولوست چی پنځه مادي یی درلودی:
۱- په جغتو کی به ټول تعلیمي مراکز تر هغه بند وي ترڅو چارواکی د تنکیو محصلینو د خوندیتوب ډاډ ورنکړی.
۲- د جغتو د ولسوالی بی بند او باره او سفاک چارواکی له خپلو دندو باید ګوښه او لدي ولسوالي په چټکی ووزی.
۳- د شا او خوا نه زرو محصلینو د تهدید لا ملونه باید برطرف او حکومت باید جدی توجه ورته وکړی.
۴- د شهید محمد انور او د نورو محصلینو شهیدانو قاتلین باید مجازات شی.
۵- که پورتنی غوښتنی ونه منل شي د جغتو اوسیدونکي به هڅه وکړي چي په خپلو مټو د خپلو مشروعو غوښتنو تعمیل یقیني کړي.
دغه پریکړه لیک نن د غازی محمد جان په لیسه کی د یوي لویي غونډي په ترڅ کی ولوستل شو.
ولي الله شاهین