افغانستان

طالبانو د هلمند لپاره خپل د والي وژل رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۲مه ۱۳۹۵ل):د هلمند د والي له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د دې ولايت لپاره د طالبانو والي په هوايي بريد کې په نښه شوی.

اعلاميه زياتوي په بريد کې د طالبانو والي ملا عبدالرحيم او قوماندان مستقيم چې د جنګ عمومي قوماندان و د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې د بې پيلوټه الوتکي بريد کې په نښه شوي.

طالب ويندوی قاري يوسف احمدي د هلمند د والي وژل کېدا ردوي.

احمدي زياتوي : د والي په اړه خپاره شوي خبرونه کاملاً دروغ او شوې ادعاء کوم حقيقت نلري ، نوموړی په خپلو جهادي فعاليتونو بوخت او جوړ دی .

نن ټکي آسيا ته د نوم نه ښودو په شرط يوې سرچيني ويلي له نوموړي والي سره ږغيږه مرکه شوې او په لنډه موده کې به خپره شي.

بايد ووايو ډېر ځله حکومتي چارواکو د طالب مشرانو د وژل کېدا خبرونه نشر کړي خو وروسته ناسم ثابت شوي.

د يادوني ده چې نادعلي ولسوالي له تيرو څو ورځو راهيسي د سختو نښتو شاهده ده ، حکومت او طالبان يو بل ته د درنو مرګ ژوبلو خبرونه خپروي .

تېره ورځ امنيه قومندان اقانور کېتوز وويل په ياده ولسوالي کې ددوی لسګونه امنيتي سرتيري لادرکه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x