
فارياب : د خواجه سبزپوش ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۲مه ۱۳۹۵ل):د فارياب ولايت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د امنيه قومندان پر موټر د ماين چاودنه شوې.
په چاودنه کې امنيه قومندان او د نوموړي ټانګ چلوونکی وژل شوي .
د يادي ولسوالۍ ولسوال عبدالله معصومي وايي امنيه قومندان سخي داد عثماني تېره شپه هغه مهال ووژل شوکله چې د بلي پوستې عسکرو ته د ملاتړ په موخه روان وو.
نوموړی زياتوي په سيمه کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ نښتي شوي.
طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد منلې چې امنيه قومندان سخي داد عثماني د دوی له لوري د يو ځای پر ځای کړل شوي ماين په چاودنه کې له خپل موټروان سره وژل شوی او بل ساتونکی ټپي شوی.