نظــر

اتحاد علماء افغانستان، دسیاف وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې

دتیرې سنبلې میاشتې په ۱۸ نېټه دشمالي ټلوالې دوژل شوي مشر احمدشاه مسعودپه یاد غونډ کې استاد عبدالرب رسول سیاف وینا وکړه ،نوموړي په خپله وینا کې وویل،په افغانستان کې دامریکا او کابل حکومت خلاف مقاومت کوونکي کسان مجاهدین نه بلکې دپردیو استخباراتي کړیو مزدوران او غلامان دي، نوموړي ویل په افغانستان کې اوس مهال جهاد نه بلکې فساد دی.

داستاد سیاف دا ډول غیر متوقع وینا دمختلفو جهتونو ،جهادي حرکتونو او اسلامي ټولنو حساسیتونه راوپارول او داډول څرګندونې یې دقراني نصوصو او شرعي احکامو سره په ټکر کې وبللې .

دنوموړي وروستیو څرګندونو ته داتحاد علماء افغانستان شوری کلک غبرګون ښوولی او سیاف یې سخت ننګولی.

څو ورځې وړاندې دافغانستان دمشهور دیني عالم مولوی عبدالله ذاکري اغاصاحب په مشرۍ داتحاد علماء افغانستان شوری دسیاف درووستیو څرګندونو په اړه علمي مجلس دائر کړاو یوشمیر پرېکړې یې صادرې کړې ، ددې پرېکړو متن یې دیوې اعلامیې په شکل رسنیو ته لیږلی.

په اعلامیه کې په صراحت ویل شوي، اوس مهال په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو او دهغوئ دملاتړ کوونکو پرضد جهاد فرض عین دي، اعلامیه وړاندې لیکي،داچې په دوه زره یو(۲۰۰۱) ميلادي کال کې امريکا پر افغانستان بريد وکړ، د افغانستان طبيعي شتمنۍ يې لوټ کړې، له اسلام څخه د افغانانو د اړولو هلې ځلې يې پيل کړى، قرآنکريم يې وسوځاوه، د اسلام د سپيڅلي پيغمبر سپکاوی يې وکړ، چې په دې حالت کې د هغوى سره جهاد کول پر مسلمانانو فرض عين دي.

اعلامیه کې دځینو هغو مشهورو څهرو او علماو چې دافغانستان په حکومت کې په مختلفو پوستونو په دنده بوخت دي یادونه شوې او زیاتوي (د دې جناياتو باوجود د افغانستان د پخواني جهاد په نامه اکثره مشران د دې متجاوز کافر سره ولاړ دي، حتى دفاع او مرسته يې فرض بولي، او هغه کسان د پرديو مزدوران بولي چې د کفارو پر ضد په جهاد بوخت دي.

د مثال په ډول سياف پر ١٨ د سنبلې ١٣٩٢هـ ش د احمد شاه مسعود په سالګره کې اعلان کوي چي د امريکا خلاف مجاهدين د پرديو مزدوران دي او فرض عين جهاد ته يې فساد وويل، دغه راز سياف، کشاف وغيره د ځينو ملکونو لکه سعودي عرب، مصر، هند، ايران او نورو د يو څو درباري علماؤ په شمول په کابل کي غونډه وکړه، د افغانستان د اسلامي فرض عين جهاد د بنديدلو غوښتنه يې وکړه، د اسلام د مقدس قانون مطابق د سنت استخفاف کفر دى)

په اعلامیه کې ویل شوي په افغانستان کې روانه جګړه فرض عین جهاد دي ، هغه کسان چې دامریکایانو او دهغوئ دحمایت کوونکو په خلاف دجګړې مخالف دي او ناروا یې بللې ، دشرعي دلایلو په وړاندې کولو سره یې په کلکه غندنه کړې ،اعلامیه وړاندي لیکي: (اتحاد علماء د افغانستان جهاد فرض عين بولي، وخت په وخت يې مکررې فتواګانې صادرې کړي او نشر کړي دي؛ خو سياف او درباري ملايان يې فساد بولي، د اختلاف په وخت کي دالله جل شانه حکم دى چي کتاب الله او سنت رسول الله ته دې رجوع وشي، د اتحاد علماء افغانستان له طرفه سياف او ملګرو ته يې اعلان دى چي بايد د الله جل شانه پورته حکم عملي کړو، د هند د ديوبند علماؤ يا د نړۍ عالمانو ته به دا موضوع وړاندې کړو، څو حق او باطل  ښکاره شي)

په اعلامیه کې پرامریکا ږغ شوي چې ژر تر ژر دي خپل پوځونه له افغانستان نه وباسي ، خپل شکست دي ومنئ او په دې ناروا یرغل کې افغانانو ته داوښتو ځاني او مالي زیانونو تاوان دي ورکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x