نظــر

هغه وستایئ چې دین مو ساتي‎/ رشيد حبیب زی

رشيد حبيب زی

له دې حقیقته سترګی پټول ناشوني دي  چې په ګران هېواد افغانستان کې د صلیبي اشغالګرو مقصد یوازې او یوازې داسلام سپیڅلی دین له منځه وړل، د مسلمانانو عزت لوټل او په ځای يې د کفری دیموکراسی په نامه د مسلمانانو دین، هېواد، کلتور ته زیان اړول او بې حیايي خپرول دي.په ۲۰۰۱ میلادی کال کې چې کله د وخت فرعون جارج بوش زمونږ په ګران هېواد یرغل راووړ، نو خپلو فوځیانو ته یې وینا کې ويلي وه : دا یو صلیبی جنګ دی، د اسلام او مسلمانانو تر ځپلو به جاري وي.

د امریکی په مشرئ د ناټو ۵۰ هېوادونو د خپلو باطلو نظریو او ګمانونو په منظور او په دی خوش باورئ چې ډیر زر به اسلام او مسلمانان له منځه ویسي  د نړۍ پر مخ په کامله معنی اسلامی هېواد افغانستان  یرغل راووړ ترڅو خپل شوم پلانونه د افغانستان په مظلومو مسلمانانو ومني، دوی د ټولو دنیوي قوانینو په ماتولو سره په نوي تاریخ کې د وحشت او دهشت نوی باب پرانیست او ټولې  ممکن او نا ممکنه لاری یې پر کار واچولې د جنګی اصولو پر خلاف یی د نظامی وګړو سربیره  هر هغه څوک یا وواژه او یا يې د زندان تورو پنجرو ته واچوه  چې د طالبانو اسلامی تحریک کې یې دنده اجراء کړی وه  د بمونو باران سربیره یې د ډالرو باران هم وکه چې له امله یې ځینی مجبور او یا غولیدلی هېوادوال په خپلو لومو کې راوستل ټوپک يې ورپه غاړه او د خپلو هغو وروڼو مقابل ته یې د جنګ کرښی ته ولیږل چې کفری قانون پلی کولو کې خنډ جوړیدل.

افغانان چې دنیا میشته ملتونو تر منځ په خپل دین دقربانۍ د اشغال ، ظلم او وحشت له منځه وړلو  کې ځانګړی مقام لری یو  وار بیا يې د خپل بابا  په پل قدم کیښود او داسلامی امارت تر قیادت لاندې  د اشغال مقابلی ته په داسی حال کې سینه سپر ودریدل چې د نړیوالو په اصطلاح ځمکی له اسمان سره ډغره وهل وو. د طیارو او زغره وال ټانګونو مقابله یې د لا یکلف الله نفسا الا وسعها پر اساس  په موټر سائیکل او کلاشنکوف شروع کړه  تر څو خپله اسلامی او  ملی فریضه اداء او د متعال رب دی حکم ته چې:  ( والذین جاهدو فینا لنهدینهم سیلنا  الایة ) ځان جوړ کړی.

پرون د یو ملګری په واسطه خبر شوم چې طالبان په خپلو اداری تشکیلاتو کې  مدرسو او مکتبونو د پاره ځانګړې کمیسیون او اداره لری  نو د خوښئ نه په جامو کې نه ځائیږم چې طالبان  په داسی  بې انتهاء سختو شرائطو کې قرار لری هر وخت د مرګ او زندان له خطر سره مخ وی د کرایه شوو رسنیو لخوا ملت او دنیا والو ته مکتب ورانوکی ښودل کیږی  خو هغوئ  د دی ټولو خطرو څخه بی پرواه  الهی حکم او خپل ملی احساس ته په ژمنتیا د یرغلګرو مذمومی ارادي له صفر سره ضرب  او په ډیری بیدارئ خپلی عملی چاري پر مخ وړی  .

دینی مدرسی او جوماتونه د اسلامی چاپېریال هغه پیاوړی مرکزونه دی  چې  له برکته یې زمونږ دین او کلتور خوندي ساتل شوي او نوې نسل مو  په اسلامی روحیه سمبال دی.دا چې دین او کلتور مو مدرسی او جومات پوری تړلی دی یرغلګر او غلامان یې راته له منځه وړی او طالبان ورته په داسی حساسو شرائطو کې هم ځانګړي تشکیلات لری.نو لازمه ده چې هغه وستايو چې  دین راته  ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x