نظــر

د ملک فيصل نړيواله جايزه

ژباړه: محب الله حنيف

دغه جایزه هرکال په پنځه مختلفو برخو کې ځانګړو کسانو ته ورکول کيږي چې په دغو برخو کې  د پام وړ لاسته راوړنې ولري. په کال (1397هق=1977م)يعنى له نن څخه 38 کال د مخه د سعودي عربستان پادشاه – شاه فيصل بن عبدالعزيز آل سعود نوموړې جايزه رامنځ ته کړې ده.

تر ننه پورې ټولټال (247 ) تنه د(43) مختلفو مليتونو ، هيوادونو  او مختلفو برخو کې دغه جايزه تر لاسه کړې ده. د لوىې غونډې په دايرولو سره د جايزې هيئت په وړاندې لاندې برخو کې جايزه ويشل کيږي.

1)اسلام ته خدمت برخه کې.

2)اسلامى زدکړى(علومو)برخه کې.

3)دعربى ژبى ادبياتو برخهکې.

4)د طب برخه کې.

5)دساينسى علومو برخه کې.

طب او ساينسي علومو(فزيک،کيميا،بيولوژى،رياضياتو) کې هم هغو اشخاصوته دغه جايزه ورکول کيږي چې په دغو برخو کې زيار ټوله نړۍ ښيګڼې ولري .

د جايزې جوړښت برخې

1)ستاينليک ، د ګټونکي نوم ، هغه برخې ياد چې شخص دغه جايزې ته ورپيژندل شوي.

2)د سرو زرو مډال چې وزن يې(24قيراط=200ګرامه) دى.

3)نقدې پيسې(750,000)سعودي ريال.

د بيلګې ډول د څوتنو نومونه چې دغه جايزه يې (خدمة الاسلام) برخه کې ترلاسه کړې .

په کال 1979م ابولاعلى مودودي

په کال 1980م ابوالحسن الندوي(هند)

په کال 1985م عبدالرب رسول سياف(افغان)

په کال 1986م احمد ديدات(افريقا)

په کال 1994م محمد صالح بن العثيمين(سعودى)

په کال 2000م الازهرالشريف(مصر)

په کال 2010م رجب طيب اردغان(ترکى)

په کال 2015م ډاکټرذاکرنايک(هند)

ا ولاندې هغه څو نومونه يادوم چې د اسلامى علومو برخه کې جايزه ترلاسه کړې.

کال1994م السيد سابق(مصرى)

کال1994م ډاکټريوسف قرضاوى(قطرى)

کال1997م ډاکټرعبدالکريم زيدان(عراقى)

کال1999م محدث محمد ناصرالدين البانى (السورى)

منبع:king faisal international prize

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x