quetta fc

د افغاني بندیانو د خلاصون په اړه د پاکستان دوه مخې

نن ټکی آسیا- سرمقاله: دتیرې میاشتې په ۲۱ نیټه  یوشمیر رسنیو د پاکستاني امنیتي سر چینو په حواله  د دې هیواد له زندان څخه  د طالبانو  د دوهم نمبر مشر ملا عبد الغني برادر  د خلاصون  خبر ورکړ .

که څه هم چې له یادې نیټې راهیسې تر ننه پوري په دوام داره توګه کورنیو او بهرنیو رسنیو د ملا برادر د خلاصون په اړه خبرونه  نشرول خو طالبانو له خپل لوري څخه  په رسمي توګه  د هغه خلاصون  نه و تائید کړی .

نن  په لومړي ځل طالبانو له پاکستاني زندان څخه  دملابرادر نه خلاصون د یوې رسمې اعلامیې په ترڅ کې  اعلان او له پاکستاني چارواکو څخه یې په ټینګه وغوښتل چې دهغه نامناسب  روغتیايي وضعیت ته په کتو سره دي د انساني اواسلامي خواخوږۍ له مخې  هغه  له زندان څخه  ازاد کړي .

دا لومړی ځل نه دی چې د افغاني بندیانو په اړه پاکستاني مقامات له داسې دوه مخې تګلارې کار اخلې ؛  له یوې خوا دبندیانو رهايي اعلانوي او له بلې خوا بیا هغوئ نورهم  د نارغې په حال کې د زندان په نامناسبو حالاتوکي ساتي .

پاکستاني لوړ  پوړو چارواکو  په رسمي ډول   د ملا برادر دخلاصون په اړه په څو ځله  رسنیوته  توضیحات ورکړل او حتی دایې وویل چې هغوئ به  له خلاصون وروسته  مکمله آزادي لري او هرچیرته چې اوسیدل غواړی هلته به  پوره  خپلواکۍ  کې اوسي ، خو اوس چې دپاکستاني مقاماتو  د وینا برخلاف  ملا برادر لاهم   د شدیدې ناروغۍ په حال کې په زندان کې ساتل کیږي  دا په حقیقت کې  دپاکستاني چارواکو  دهغې دوه مخې تګلارې ښکارندوینه کوي  چې دافغان زندانیانو په اړه یې غوره کړې او  د دوئ  سیاسي مصداقیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی .

په دې علاوه پاکستاني چارواکو  پوره دری کاله ملا عبد الغني برادر  په ډیرو ناوړه حالاتو کې  په داسې ډول په اسارت کې وساتو چې په هغه باندې هیڅ داسې ثابت نشوای کړای چې یوه ورځ دي دهغه د توقیف او اسارت لامل وګرځي .

  ترملابرادر له مخه  دطالبانوبل  مشر  ملا عبید الله  اخوند  دهغوئ لخوا  داسارت  په مهال کې  شهید کړای شو ، پاکستاني چارواکو  له ملا عبید الله سره  داسارت په مهال کې  له داسې غیر انساني او غیر اخلاقي رويې څخه کار واخیست چې حتی دهغه تر شهادت وروسته  یې دهغه  جسد هم   له ځانه سره بندي وساتو او دهغه کورنۍ ته یې نه وسپاره .

له  افغاني بندیانو سره  دپاکستاني چارواکو دغه  نا اخلاقي رویه  په حقیقت کې  دبشري  حقونو له ټولو مقرراتو څخه  سرغړاوی  بلل کیږي او یو مهال به پاکستاني چارواکي  د دغه  تخلف  په سر  خامخا تر قانوني مؤاخذې لاندې نیول کیږي .

اوس چې  افغانستان  دامریکایانو تر اشغال لاندې او افغانان  له سختو ستونزو سره مخ دی  پاکستاني چارواکو ته دانساني  او اخلاقي تعامل له مخې دا په کار ده  چې دمظلو مو افغانانو له  دغو ستونزمنو او نامناسبو شرائطو څخه ناوړه  استفاده ونه کړي .  بلکې   له هغوئ سره  باید داسي معامله وکړي  چې د دواړو  وروڼو هیوادونو ترمنځ یې  دګاونډیتوب  اوحسن تعایش    تعامل  ایجابوي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د