ټولنیزه برخه

د نورو د بریا راز په څه کې دی؟

ژباړه: محمداکبر حقمل

(چارلز ګارفیلد) په خپله څېړنیزه پروژه کې د «اوج ته سفر» په نامه یو جالب او په زړه پورې کشف(موندنې) ته لاسرسی پیدا کړ. ده هغه وګړي تر خپلې څېړنې لاندې ونیول، چې له ډېرو کلونو وروسته برابرو یا منځنیو سطحو ته رسېدلي وو او بیا وروسته په ناڅاپي ډول باندې لویو بریاوو ته رسېدلي دي. دده لاسته راوړنه دا وه، چې په وینا یې ټول هغه کسان کوم، چې بریالي دي د خیال یا فکر کولو په وخت په داسې څه لګیا وو، چې نوم یې «د شین اسمان فکر» وو.

تاسو د خپل ځان لپاره په «شین آسمان فکر کولو» کې د ټولو څیزونو او کړنو په اړ د ممکنۍ یا شونتیا فکر کوئ. دا یو غوره مثال دی، چې کله تاسو د «شین اسمان په اوج» یعنې لوړه سطحه کې پرته له کوم محدودیت څخه څرګند شئ نو په همدې ترتیب سره به په خپلو فکرونو کې ډوب وئ، په پرمختللو کلونو کې به ژوند وکړئ او ټول څیزونه به په غوره او پوره ډول سره درته ښکاري. په هغه وخت کې به له ځان څخه وپوښتئ، چې دا څه وشول یا دا کوم دلیل دی چې زه تر دې سطحې راورسېدم؟

وروسته په هغه ځای کې، چې قرار لرئ د لا غوره کېدو په اړه به نور فکر هم وکړئ او بیا به له ځان څخه وپوښتئ، چې کوم کارونه باید ترسره کړم ترڅو داسې ورځ راورسېږي، چې خپلو ټولو شومو موخو ته مې ورسېږم؟

له ډېرو بریالیو وګړو څخه، چې د خپلې بریا په اړه وپوښتئ نو دوی تل دا وایي، چې زموږ بریا یواځې زموږ له خپلو مثبتو فکرونو سرچینه اخیستې ده موږ مثبت فکر کړی دی، چې خپلو مثبتو فکرونو ته رسېدلي یو او زموږ فکر کول زموږ په بریا کې مستقیمه ونډه لوبولای شي.

ټول بریالي کسان خپلو مثبتو فکرونو بریالي کړي دي.

مثبت فکر کول موخو ته د رسېدول لومړنۍ لاره ده.

مثبت فکر وکړئ ترڅو مثبته راتلونکې ولرئ!

مثبت واوسئ ترڅو مثبتو موخو ته مو ورسېږئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

حقمل صاحب ! ستاسی لیکنه می د عنوان له مخی خوښه او ومی لوستله ، مګر لیکنه کی می هغه څه ونه موندل چه ستاسی د نوم سره ورته والی یا پورته والی ولری . زه نه وایم چه د غیر مسلمو ټولو خبرو کی په ګټه یا وزن شتون نه لری ، هغه څه چه یی د ساینس او تکنالوژی برخه کی ترسره کړی له وسلو او نظامی وسیلو غیره د ستاینی وړ دی ، مګر چاپیریال کی چه ټولنیز ژوند او چاری مطرح کیږی ، د دوی څرګندونی له استثماری منابعو سرچشمه نیسی ، کفر په لغت کی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x