نظــر

د تركيې كودتا او په كې د بهرنيو لاسونو د دخالت احتمالات

ف، فايض

په تركيه كې د چنګاښ پر پنځه ويشتمه شپه (۱۳۹۵) د يوې ناكامې كودتا هڅه وشوه، كه څه هم چې ولسمشر اردوغان په ډېر بېړه ددې كودتا مسؤول امريكا ميشتى ترك روحاني فتح الله ګولن وباله او هغه هم دغه كودتا محكومه كړه او خپل لاس لرل يې په كې رد كړل چې د ګولن ترڅنګ د كمالي سيكولرستانو نوم هم په كې اخستل كېده خو وروسته معلومه شوه چې هغوى هم د كودتا مخالف وو، خو زه فكر كوم چې هم به اردوغان هغه بهرنى لاس چې په دې كودتا كې دخيل و، پېژني او هم به په ناكامه كودتا كې دخيل كسان حتماً د تحقيقاتو په نتيجه كې پردې اعتراف وكړي چې ددوى ترشا د چا لاس و.

په دې كې شك نشته چې يو څه خو به په دې پېښه كې كورنى عوامل هم وو ځكه په اوسنۍ زمانه كې هېڅ حكومت نشته چې خپل يو لړ كورنۍ ستونزې ونه لري، خو ددغسې پېښو ډېر عوامل بهرني وي، په دې كې به سيمه ييز قوتونه هم لاس لري او د نړۍ لوى هېوادونه هم. موږ د مصر په كودتا كې وليدل (۲۰۱۳) چې دوو سيمه ييزو عربي هېوادو د مصر د دفاع وزير جنرال عبدالفتاح السيسي ته د ډالر پنډونه ور په شا كړل او پر شا يې وټپاوه چې پر ډاكټر مرسي كودتا وكړي. هغه دا كار وكړ خو هر څوك پردې پوهېدل چې دا د امريكا، اسرائيلو، اويا د عربي هيوادو ګډه پورژه وه چې تطبيق يې كړه. په لويديزه نړۍ كې د كودتا فرهنګ نشته، هلته چې حكومت ناكام شي پخپله له واكه ګوښه كيږي لكه دا اوس چې د بريتانيا صدراعظم ګورډن براون له وركه ګوښه شو؛ ځكه هغه غوښتل چې هيواد يې په اروپايي اتحاديه كې پاتې شي، خو ولس يې په دېر لږ اكثريت سره له اتحاديې نه د وتلو پريكړه وكړه؛ نو ځكه براون له خپلې دندې استعفا وركړه. كه څه هم تركيه تر ډېره يو اروپايي هېواد دى خو دا چې له آسيا سره پر پوله پروت دى او څه برخه يې اسياسي هم ده؛ نو ځكه هلته ختيز فرهنګ حاكم دى او كودتا يې هم د ختيز فرهنګ يوه برخه ګڼلاى شو. تركيه په سيمه كې يو داسې هېواد پاتې شوى چې امپراتورۍ يې لرلي دي چې ډيره مهمه يې عثماني امپراتوري وه چې په عثماني خلافت يې شهرت درلود، ولي د لويديز استعمار خصوصاً انګليس د توطيو په نتيجه كې مصطفي كمال تر لومړي نړيوال جنګ وروسته هلته يوه كودتا وكړه او سلطنتي رژيم ته يې د پاى ټكي كېښود؛ خو تركيه تر هغې را وروسته هم د څو كودتا ګانو شاهده وه چې وروستۍ يې په ۱۹۷۹ كې وشوه. په ۱۹۸۳ كې په تركيه كې انتخابات وشول او يو ملكي حكومت رامنځته شو خو بيا د جنرال اورن حكومت د دوو كالو لپاره تثبيت كړاى شو.

البته د تركيې اوسنۍ كودتا چې لا هم نه ده اعلان شوې چې په كور دننه د چا په رهبرۍ تر سره كېده په هغه هېواد كې د بحران د پاى په معنا نه شي تعبيريداى او كيداى شي د زلزلې وروستي ټكانونه لا پاتې وي. وروستنۍ احصائيې ښيي چې د اردوغان حكومت تر اوسه پورې تر شپيتو زرو پوري كسان په كودتا كې د لاس لرلو په شك نيولي دي چې له دې دومره خلكو تحقيق او حقايق معلومول څه اسانه او د لنډو ورځو خبره هم نه ده. تر كومه چې په كودتا كې د فتح الله ګولن د لاسلرلو خبره ده كه څه هم د اردوغان حكومت ادعا كړې او ګولن دا ادعا رد كړې ده، خو د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كرى له ترك حكومت نه ثبوت غوښتى دى چې د تركيې د بهرنيو چارو وزير وويل چې د امريكا حكومت ته يې د خپلې ادعا په اړه اسناد سپارلي دي، خو امريكا تر اوسه پورې چوپه ده او لا يې د اسنادو د كره توب او نه كره توب خبره نه ده كړې، له يوې خوا تركيه د ناټو غړې ده او له بلې خوا ګولن د امريكا ميلمه دى، په دې منځ كې يو معقوله خبره دا وشوه او دا د تركيې اوسني صدراعظم وكړه چې كله په ۲۰۰۱ كې امريكا د سپتمبر د پيښو تور پر اسامه بن لادن پورې كړ، نو امريكا پخپله چاته ددې خبرې اسناد وسپارل؟ ريښتيا نن امريكا هم له همغسې يوه حالت سره مخ ده او له ترك حكومت نه د اسنادو غوښتل په دې معنا كيداى شي چې امريكا غواړي له يو ستر مسؤوليت نه ولي خالي كړي، كه چېرې ګولن ريښتيا هم په دې كودتا كې لاس لرلى وي؛ نو شك نشته چې د امريكا حكومت هم پرې خبر دى او د هغوى مشوره به هم ورسره ملګرې وي چې كه ګولن اوس ترك حكومت ته سپارې، ښكاره ده چې د تحقيقاتو په نتيجه كې هر څه بربنډيږي او كه دا خبره د اسنادو له مخې ځرګنده شي چې امريكا په دې كودتا كې په يوه ډول نه يوه ډول لاس لرلى دى، بيا خو امريكا ته په نړيواله كچه هېڅ اعتبار نه پاتې كيږي كه څه هم استعماري هېوادونه، هغه د ((زه چې نه شرميږم؛ ما به څوك وشرموي)) په مصداق له دې نه، نه شرميږي، امريكا چې په اسلامي نړۍ كې كومې لوبې وكړې هغه له هيچا نه هم پټې نه دي، له عراق، ليبيا، سوريې او مصر نه را واخله تر افغانستان پورې دا ټولې پېښې ډاګيزي دي، كه چېرې ايران ورسره د پردې تر شا جوړجاړى نه واى كړاى، نو شونې وه چې ايران هم د منځني ختيځ عربى هېوادو ته په ورته برخليك اخته شوى واى، خو ايران ډېره ماهرانه لوبه وكړه هم يې ځان د امريكا له څپېړې بچ كړ او هم يې ځان له نړيوال سپكاوي سره مخ نه كړ، ايران نه دا چې يواځې د ځان په اړه معامله وكړه؛ بلكې هڅه يې دا وه چې امريكا دې ته راماته كړي چې دا ځل په تشيع پانګونه وكړي، تاسې وګورئ ايران د لبنان د حزب الله ملاتړ كوي، د يمن د حوثي زيدى شيعه ګانو ملاتړ كوي، د فلسطين د مبارزينو ملاتړ كوي، دا چې ايران په دې مساله كې څومره په حقه دى يا نه دى دا خو جلا بحث دى، خو په ښكاره خو امريكا پردې نه ده خوښه چې ايران په دې ټوله سيمه كې د تشيع دغومره پراخ او ښكاره ملاتړ وكړي.

تاسې وګورئ همدا اوس ايران په زرګونو افغان شعيه جنګيالى په يمن كې د حوثيانو ملاتړ ته استولي دي او دا د څه انكار خبره نه ده؛ همدا راز يې د بشار الاسد ملاتړ ته واستول دغه جنګيالى هلته ووژل شول، د ايران مذهبي مشر خامنه يي د وژل شويو شعيه افغانانو له غمجنو كورنيو سره وكتل او هغوى ته يې تسليت ووايه، خو دلته دا خبره هم بايد هيره نه كړو چې ايران هغه د يك تير و دو فاخته كيسه وكړه، هم يې د حوثى مليشو او بشارالاسد ملاتړ وكړ او هم به سبا ته همدغه جنګيالي د ضرورت پر مهال په افغانستان  كې هم استخداموي چې اوسنى افغان حكومت بايد دې مسألى ته متوجه اوسي. په هر حال نن چې په درېيمه نړۍ كې څه تېريږي، خامخا به هم په يوه ډول نه يوه ډول په كې د امريكا لاس وي. امريكا چې ولسمشرانو ته د مرګ ګواښ كولاى شي بيا نو هلته د كوم ګام اخستل ورته ګران دي. د پانامې ولسمشر جنرال نوريګايې لاس تړلى امريكا ته رانه وست؟

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x