fbpx

غزل: رحمت الله منيب

تیره توره تیز خدنګ و سره ولاړو
یو بادشاه او یو ملنګ و سره ولاړو

د دوستۍ انداز یې دومره ګړندی و
چې هر وخت به څنګ په څنګ و سره ولاړو

د ګلاب او د چنار ونو ته ګوره
یو وړوکی و بل دنګ و سره ولاړو

چې له یوه نه سرایت تر بله کاندي
د یوې داسې مینې رنګ و سره ولاړو

د رقیب بخیل نظر یې ژوند خزان کړ
یو ډېوه او یو پتنګ و سره ولاړو

له سرونو یوه او بل ته سره تېر وو
دا یې دود دا یې فرهنګ و سره ولاړو

زه منیب چې یې دا ټینګ عزم را یاد کړم
هر دښمن ورنه په تنګ و سره ولاړو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د