کور پاڼه / نادري ناولده / تاجکستان : سخت لغات کاروونکي خبريالان سل ډالر جرمانه کيږي

تاجکستان : سخت لغات کاروونکي خبريالان سل ډالر جرمانه کيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۲مه ۱۳۹۵ل):د تاجکستان حکومت اعلان کړی چې له دې وروسته به هغه خبريالان سل ډالر جريمه ورکوي کوم چې په خبرونو کې سخت لغات کاروي.

له سخت لغات نه مطلب هغه لغات دي چې لوستونکي په يوه آسانه نشي پرې پوهېدای.

وړاندي د تاجکستان حکومت بنديز لګولی وو چې پر ماشومان دي بهرني نومونه نه ايښودل کيږي.

د دې هيواد د ترمينالوژۍ د کمېټې رئيس ګوهر شريف زاده ويلي : ځيني خبريالان په خبرونو کې نژدې لس داسي لغات کاروي چې د عادي لوستونکو ، ليدونکو او اورېدونکو لپاره سخت تماميږي.

پرون روسي رسنيو خبر ورکړ چې تاجکستاني حکومت د سخت لغات په کاروني سره پر خبريالانو باندي له ۷۵ نه تر ۱۰۰ ډالره پوري جريمه ايښې.

همدا راز د سخت لغات پر کاروني د حکومت له لوري پر کمپنۍ باندي له يونيم سل نه تر دوه سوه ډالرو پوري د جريمې پرېکړه شوې.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. محمد نعیم سادات

    نوموړی جریمه د سختو لغاتونو د کارولو لپاره نه ده ټاکل شوی بلکی دا جریمه د مطبوعاتو لخوا د تاجیکی ژبی پر ځای د ایرانی اصطلاحاتو د استعمال لپاره ټاکل شوی . تر څو د تاجیکستان حکومت پدی ‌‌‌‌‌‌ډول وکولای شی چی د ایران د فرهنګی یرغل مخه په تاجیکستان کی ‌‌‌‌‌‌ډب کړی . بدبختانه زموږ په هیواد کی داسی څوګ نشته چی د ایرانی فرهنګی یرغل مخه زموږ په هیواد کی ور ‌‌‌‌‌‌ډب کړی . زموږ په مطبوعاتو کی ایرانی اصطلاحات په پراخ ‌‌‌‌‌‌ډول کاریږی