fbpx

د حنیف اتمر فیسبوکي ټلواله

جیلاني پښتون

له کله چې اشرف غني او عبدالله حکومتي واک په لاس کې اخیستې له هماغې لومړۍ ورځې  دا خبره ښکاره ده چې د ع او غ تر څنګ یو بل څوک هم شته چې د واک په حساسو شریانونو غلی دی او د نظام په منځ کې د عقل فعال په حیث له بې جلبه اختیاراتو سره د موازي ځواک په حیث  واک چلوي.

دغه کس حنیف اتمر دی، د حنیف اتمر حسب او نسب تر اوسه سم روښانه نه دی، په خټه کمونیست او د کمونیستي رژیم د خاد پخوانی شکنجه ګر پاته شوی، د پخواني جهاد په مهال یي له مجاهدینو سره په جنګ کې پښه غوڅه شوې، وروسته پيښور ته دهجرت په مهال له انګلیسي استخباراتو سره پیل شوی او په این کي او ګانو کې یي په لوړو پوسټونو کار کړی،اتمر په سیاسي چاپیریال کې د کرزي په دوره کې د سمارق غوندې راوبوټېد، د انکشاف دهات او ملي پیوستون د ملیاردونو ډالرو د بودیجې واک ورکړل شو، ورپسې د معارف او کورنیو چارو وزارت په شان په حساسو څوکیو کیناست او کله چې واک له کرزي څخه اشرف غني ته نقل شو، د حنیف اتمر صلاحیتونه او د واک ساحه نوره هم پراخه شوه، له امریکا سره تر ټولو مهم سند ( امنیتي تړون) همده امضاء کړ، له هماغې ورځې چې د ملي امنیت د شورا د مشر په حیث ټاکل شوی،په امنیتي او دفاعي قلمرو کې یي داسې واکمني چلولې چې ښایي اشرف غني هم داسې په خلاص لاس دومره اختیارات نه وي کارولي.

دا چې د دوستم په شان د ولسمشر مرستیال اود تاج محمد جاهد په شان د کورنیو چارو وزیران د حنیف اتمر له کړنو په  شکایت دي خو په وړاندې یي هیڅ نه شي کولی،په پکتیکا او ننګرهار کې دداعش د ملاتړ اسناد ورباندې وموندل شول او حتی د ظاهر قدیر لخوا ورباندې رسما دعوا قائمه شوه مګر چا ورته چپ هم ونه کتلای شوای. له دې معلومیږي چې حنیف اتمر د ګډوله نظام په منځ کې د کوم بهرني ځواکمن استخباراتي لاس تر ټولو درنه او اساسي مهره ده،چې ظاهرا د امنیت شورا په نوم یو منصب ورسپارل شوی خو په حقیقت کې په افغانستان کې د بهرنیانو د پوځي شتون، پټو ستراتیژیو او  استخباراتي پروګرامونو د پرمخ بیولو مسؤلیت په غاړ ه لري، د خارجیانو فوق العاده ملاتړ ورته حاصل دی نو ځکه د نظام دننه د سټبلیشمنټ په حیث رول لوبوي، امنیتي او دفاعي ستراتیژۍ ټاکي، له چین ، هند او روس سره مذاکرات او مراودې کوي، له ناټو سره چنې وهي او دداعش غوندې د حساسې لوبې د کنټرول تر ټولو زیات شک پرې کیږي.

خو د حنیف اتمر له چتې وتلي تصرفات یوازې په امنیتي او دفاعي برخه کې محدود نه دي، نوموړي د میډیا او رسنیو په برخه کې هم خپله ټلواله لري، له هماغه ورځې چې حنیف اتمر ته د امنیت شورا په نوم منصب او اختیارات سپارل شوي داسې معلومیږي چې د حکومت د نورو ادارو خلاف له کومې نامحدودې او فوق العاده بودیجې هم برخمن وي،نوموړي د کار له پیل سره سم په کابل کې ګڼ شمیر خبریالان او قلموال را غونډ کړل او د پراخې بودیجې په مصرف یي د سرخط په نوم ورځپاڼه راوایسته، دا ورځپاڼه چې د کابل د نورو چاپي رسنیو په نسبت تر ټولو په اعلی کاغذ چاپیږي د تیراژ او توزیع ارقام یي هم خورا لوړ دي او د چلولو لپاره یي د حبیب الله رفیع، عبدالغفور لیوال،ذبیح الله احساس، محمد یار یار،مجید قرار،سید شاه سقیم، نعمان دوست، شهرت ننګیال،عیسی مومند،عبدالغفور پیروز،اباسین بریال،نقیب احمد عزیزي او ځینو نور په شمول لیکوالان او خبریالان کرایه کړای شول تر څو یي په خپلو متمایزو او د ادب له چوکاټه په وتلیو لیکنو سره مشهوره او د یوې جنجالي رسنۍ په حیث مطرح کړي.

د حنیف اتمر ورځپاڼه چې اوس تازه یې لومړنی خپرنیز کال پوره شوی شاید د افغانستان د مطبوعاتو په تاریخ کې تر ټولو سپکه،لویدلې،دروغجنه او قلم شرموونکي نشریه وبلل شي،ددې ورځپاڼې چلوونکو په تیر یوه کال کې یوازې ښکنځلې،لوڅې او بې حیاء خبرې او هغه څه خپاره کړي چې قلم او ژبه یي له یادولو حیاء کوي.

د ورځپاڼې ترڅنګ حنیف اتمر د خپل ویاند او د ارتباطاتو د مسؤل تواب غورځنګ په توسط وتوانید چې په فیسبوک کې هم د فعالیت لپاره یوه ورته ډله رامنځته او په کار وګماري. د حنیف اتمر لپاره فیسبوک له هغه وروسته ډیر مهم شو کله چې  د تیر کال د اګست په میاشت کې د کابل ټکسي په نوم یوې فیسبوکي پاڼې د( ګروه سرود  اتمر) تر عنوان لاندې د امنیت شورا د ۲۷ تنو اعضاوو هویت افشاء کړ، چې په تعقیب یي اتمر په یادې فیسبوکي پاڼه بندیز ولګاوو.

د حنیف اتمر ویاند تواب غورځنګ د رسنیو په کار کې اوږده تجربه لري، نوموړی کلونه وړاندې په خوست کې د امریکا غږ راډیو خبریال و او له هغه وروسته یي د محلي اورګانونو د ویاندۍ تر څنګ په ګڼو رسنیزو ادارو کې کار کړی دی. د حنیف اتمر ویاند تواب غورځنګ په پښتو برخه کې  د فیسبوکي فعالیت لپاره د ۱۶ تنو یوه ډله جوړه کړه او د امنیت شورا د اړیکو په څانګه کې یي رسمیت ورکړ. دغه ډله چې په فیسبوک  کې د شخصي  یامستعارو اکاونټونو، مختلو پیجونو یا نورو طریقو څخه په استفاده د حنیف اتمر لپاره تبلیغاتي کمپاین چلوي په دې وروستیو کې یي یو لست رسنیو ته لیک شوی دی.

پورته سند د لیکوال په غوښتنه په لیکنه کې ځای پر ځای شوی، حتمي نه ده چې نن ټکی اسیا ته به هم د اعتبار وړ وي.

پورته سند د لیکوال په غوښتنه په لیکنه کې ځای پر ځای شوی، حتمي نه ده چې نن ټکی اسیا ته به هم د اعتبار وړ وي.

په دې لست کې راغلي کسان په ترتیب سره فهیمه، شاهدالله، نور ولي سعید، ارشاد رغاند،غازي عابد ، جلال یعقوبي،رویید همت، حسن ولي زاده،جاوید غفور، جاوید همیم کاکړ، وجیهه رسولي، میرویس عمرخیل، سقیم، غلام سرور، نعمان دوست او امید زهیر مل دي چې  هر یوه ته د میاشتې له ۱۸ څخه تر ۳۰ زرو افغانیو معاش ورکول کیږي.

که څه هم دغه لست په کوم رسمي پیډ نه دی لیکل شوی او نه هم ټاپه یا مهر لري،چې شاید په قانوني لحاظ مدرک یا سند ونه بلل شي، اما که د یادو کسانو د وروستي کال فیسبوکي فعالیت او د اتمر د ځانګړو ستراتیژیو په ګټه یو اړخیز تبلیغات  یي وکتل شي ددغه سند رښتیاوالی ترې جوت ثابتیږي.

مثلا په دې لست کې داسې کسان شته چې د سابقې په لحاظ د اتمر په مخالف قطب کې باید وشمیر ل شي، لکه نعمان دوست  چې د اتمر غوندې کمونیستانو له لاسه یي کورنۍ د پنجاب تر دښتو رسیدلې وه، مګر دا چې په دې وروستیو کې د اتمر په ښکنځلنامه کې کالم چلوي یا په فیسبوک باندې شپه او ورځ د اسلامي فکر په خلاف لیکنې کوي له دغه کمساري چلند څخه یي ثابتیږي چې حق الزحمه یي خوړلې ده.

هر نظام دنده لري چې د ځان په ګټه تبلیغات وکړي او خلک دتبلیغاتو لپاره وګماري، اما دا ځای د دقت وړ دی چې د حنیف اتمر تبلیغات هیڅکله د افغانستان د کوم نظام یا د افغانستان او افغانیت د ګټو تبلیغات نه دي، حنیف اتمر یوه استخباراتي مهره ده، هغه د امریکا د نړیوالو ګټو د تحقق په لاره کې د افغانستان د قرباني کولو او په دې خاوره د بهرنیو اډو او روانې جګړې د تمدید په برخه کې تر ټولو مهم مجرم پیژندل کیږي. حنیف اتمر هغه استثنایي بې افغانیته افغان دی چې امریکا ته یې د افغانستان د خرڅلاو قباله ور امضاء کړه او زموږ ملت یې دپردیو ګټې د جګړې ګرداب ته وغورځاوو. حنیف اتمر د امریکا د غلیمانو د ویرولو لپاره د داعش فتنه را وپنځوله،حنیف اتمر د خپلو رسنیزو تبلیغاتو په توسط دلته  د دیني ارزښتونو، افغاني درنښت او ټولنیزو قراردادونو په خلاف یوه سپکه جګړه پیل کړې چې د سرخط چرندیات یي تر ټولو ښه مثالونه دي.

په دې وروستیو کې چې په فیسبوک په ډول ډول مستعارو نومونو  اکاونټونه او پیجونه رابرسره شوي، هغه چې شپه ورځ دیني او افغاني ارزښتونه غندي، دا هم د حنیف اتمر د همدې فیسبوکې ټلوالې کارنامه ده چې څو روپیو نغدولو لپاره د یوه کمونیست او استخباراتي لوبغاړي دین ضد او ملت ضد جګړې ته پوکی ورکوي.

افغانان باید ددغه مرموز استخباراتي شخص تبلیغاتي اجیران او د هغوی تبلیغاتي کړنې په دقت سره وڅاري تر څو خدای مکړه د یوې نوې تبلیغاتي فیسبوکي جګړې قرباني نه شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
wali khan
میلمه
wali khan

هههههههههه هرڅه به یو څه سم وی خو تا خپله دومره درواغ لیلکی چی حا جی ظا هر اسناد وړندی کړل حا جی ظا هر خبله داچین په ولسوالی کی دپوډرو کارخانی لرلی چی هغی نه به ورته دورځی له لکونو ډالر راتلل، حا چی ظا هر خو دهر چا په وړاند استاد ښکاره کوی چی ددی شخصی ملکیت یا کاروبار او یا ما فیا کړیوته تاوان ورسوی. به سل هااو ټیلره وړه به یی دپا کستان نه بی ما لی وړاندی کول، بل حا جی ظاهر ته طالب او داعش څه فرق لری که طا لب دی هغه ننګرهاریان… نور لوستل »