شعـــــرونه

غزل: خالق یار احمدزی

خالق یار احمدزی
راځه په غاړه اچوؤ لاسونه
د رقیب ضد پورته کوؤ لاسونه

راځه چې مات کړو دچنګیز لښکرې
راځه چې یو شو لکه ښه لاسونه

مونږه فتنه په خپل ځواک ماته کړله
مونږه ورک کړي دي سپیره لاسونه

مونږه نکریزي په لاس ندي ایښي
مونږ د ظالم په وینو سره لاسونه

مونږ ته تاریخ دی دنیکونو پاتې
داچې ځلیږو ځلوؤ لاسونه

مونږ خالقیاره د دوستۍ خلک یو
که چا لاس را کړ ورکوو لاسونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x