افغانستان

د بلخ په دولتي ادارو د برېښنا شرکت ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پور پاتې دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې د بلخ ولایت دولتي ادارې د دغه شرکت ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پور وړي دي.

په بلخ کې د برېښنا شرکت رییس محمدنسیم ګنجي نن خبریالانو ته ویلي چې د بلخ دوه سوه دولتي ادارې د دغه شرکت قرضدارې دي او تر دې دمه یې خپل بیلونه نه دي تحویل کړي.

هغه زیاته کړې چې د مالي وزیر ورته ډاډ ورکړی چې دغه دولتي ادراو ته د بودیجې د ورکړې پر مهال به د دغو ادارو له بودیجو پیسې برېښنا شرکت ته ورکړي.

ېوازې بلخ هغه ولایت نه دی چې دولتي ادارې پکې د برېښنا پوروړې دي، بلکې د ننګرهار او کابل په ګدون ډېر ولایتونه او وزارتونه هم شته چې د برېښنا لګښتونه پرې پور پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x