شعـــــرونه

سوله به څنګه راشي؟

شریف الله شیرین

لاس تر ګریوانه یو موږ بیا، سوله به څنګه راشي؟
چې ته ما وژنې او زه تا، سوله به څنګه راشی؟

ګوره نن بیا یې مسلمان ورور ته کمین نیولی
ګوره پرې جوړه ی کړه غوغا، سوله به څنګه راشي؟

هم ته افغان یې همداته مې خرڅوي په نورو
ودې کړه زما د سر سودا، سوله به څنګه راشي؟

تاته پراته دي بې مانا داسي بلا کارونه
ماته پرته ده جنازه، سوله به څنګه راشي؟

تاته په لس دقو کې سل قسمه خواړه رسیږي
زه وم نهره تر بیګا، سوله به څنګه راشي؟

دیو بیرغ د یو اسلام لاندې ټول یو افغان وو
تا په قومونه کړل جلا، سوله به څنګه راشي؟

په پارلمان کې زموږ غدار غدار مشرانو ناست یئ
چې سپینه نه کوئ وینا، سوله به څنګه راشي؟

سوله اسلام کې شریعت کې او قران کې سوله
چې قانون نه وې د الله، سوله به څنګه راشي؟

کافر هیڅکله هم بری د مسلمان نه غواړي
تر څو چې وي دا امریکا، سوله به څنګه راشي؟

شیرین ویل ماته قلم او کتابچه پکار ده
چې ستا ټوپک وي ای کاکا سوله به څنګه راشي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x