افغانستان

طالبانو د هلمند لپاره خپل نومول شوي والي سره مرکه خپره کړه

نن ټکی اسیا (چارشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): په دې وروستیو کې د هلمند لپاره د طالبانو له لوري د نومول شوي والي ملا عبدالمنان د وژل کېدو ادعاوي وشوې.

د تیري دوشنبې په ورځ د هلمند ځايي چارواکو د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ادعا وکړه چې ګواکي د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحیم (د ملا عبدالمنان اصل نوم) او قومندان مستقیم د بې پلوټه الوتکي په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملا عبدالرحیم طالبانو والي دی، او مستقیم د همدې ولایت لپاره د طالبانو د جګړې قومندان دی.
طالبان په خپلو تشکیلاتو کې د افغانستان د ټولو ولایتونو لپاره خپل والیان نومولي، دغه والیان په عین حال کې د جګړې قومندانان هم وي، چې یو له هغو څخه یې هم ملا عبدالرحیم دی. چې په دې وروستیو کې د هلمند په جګړو کې ډیر نوم کړی، څو ځله یې حکومت د وژل کېدو ادعا کړې او همدومره ځله ورسره د طالبانو رسمي خبري سایټ «الاماره» مرکه کړې ده.
د طالبانو الاماره ویب پاڼي تېره ورځ د نوموړي د وژل کېدو راپورونه یو ځل بیا رد کړه او د هلمند د روان وضعیت په اړه یې د هغه سره غږیږه مرکه کړې ده.

دغه مرکه د طالبانو پر ویب پاڼه الاماره او همداسي پر فیسبوک او نورو شبکو په پراخه کچه نشر شوې چې په لاندي ډول ده:

د هلمند له والي محترم ملا عبدالمنان اخند سره دالاماره ویب پاڼي مرکه

Posted by ‎اسد بری‎ on Tuesday, August 2, 2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x