افغانستان

امریکا به افغان ځواکونو ته ۱۶۷۳ «همفي» موټر ورکړي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): امریکا غواړي تر راتلونکي کال ۲۰۱۷ پوري د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ۱۶۷۳ پوځي موټر (همفي) ورکړي.

د امریکايي پوځي همفي موټر جوړونکې شرکت (ای ایم جنرال) ویلي چې دوی د امریکا د حکومت سره د ۳۵۶ ملیون ډالرو په لګښت عقد امضا کړی، تر څو د یوه کال په موده کې ۱۶۷۳ موټر جوړ کړي او د میلادي کال ۲۰۱۷، جولاي میاشتي تر ۲۹مي نیټې پوري افغان ځواکونو ته وسپاري.

ددې تر مخه ناټو اعلان کړی وو چې د کال ۲۰۱۶ د جګړې په موسم کې افغان ځواکونو ته دوی هم ۱۰۰ پوځي موټر ورکوي.

بل لوري ته د امریکا دفاع وزارت د یوه بل شرکت سره د ۵۵ ضربتي ټانګونو جوړولو عقد امضا کړی چې افغان ځواکونو ته به سپارل کیږي.

په دې وروستیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې زیاتي شوي چې له امله یې دواړه لوري یو بل ته د درندو تلفاتو اړولو خبر ورکوي.

د امنیتي چارو کارپوهان وايي چې ددې موټرو ترلاسه کولو وروسته به د دولتي ځواکونو تلفات را ټیټ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x