پسرلنۍ مېلې او مشاعرې – لیکوال: خليل الله قتيل زوى خوږياڼى

moshaehra

د  افغان پسرلي ځانگړيو بدلونونو نه يوازې افغانان مېلې، غونډو او مشاعرې ته هڅولي، بلكې د ملگروملتونو يونسکو يا تعليمي کولتوري اداره يې هم هڅولې، چې په ١٣٧٨ل کال پخپله دېرشمه کاليزه کې درايو په اتفاق د وري يا حمل لومړۍ نېټه د شعرنړيواله ورځ  ونوموي.

دغه راز ملگرو ملتونو په(٢٠٠٨ع) كال د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونوموله،

چې په دې توگه د شعرلفظي او معنوي بنسټ(ژبه) د ودې، پراختيا او هڅونې نړيواله غوښتنه شوه.

يونسکود دې لپاره دا ورځ د شعرنړيواله ورځ نومولې، چې په ملي، سيمه ييزو او نړيوالو شعري خوزښتونو او نهضتونو کې د شعرله لارې د ژبو د تنوع  او ډول ډول والي ملاتړوشي.

په هره توگه شعرله ژبې سره د شاعرملي مطابقت څرگندوي. يعنې شاعرځان، ټولنيزشتون او چاپېريال ته ښكلې اغېزمنه ژبه بخښي.

د يونسکو عمومي رييس ويلي، چې:

ژبې د انسانانو د ژوندانه مهم ميراث گڼل کېږي، خو په شپږزره اووه سوه موجودو ژبوکې نيمايي يې د له منځه تگ له خطرسره مخ دي او اټکل کېږي، چې په دغو ژبو کې، چې ښايي له منځه لاړې شي په سلو کې پرې شپږ نوي يا د نړۍ د ټول نفوس څلورفيصده خلک خبرې کوي.

لنډه دا، چې ژبه د ليكوالو او شاعرانو په بركت بډايه او د نورو د زده كړې وړكيږي.

شاعر او د هغه شعري پنځونې د مورنۍ ژبې د لومړيتوبونو په خونديتوب كې بنسټيزارزښتونه پالي او له مرگه يې ژغوري.

همدا لامل دى ، چې زمونږ د هېواد منورو شاعرانو د ولسي شاعرانو په ملاتړ د پسرلي هنگامې او نندارې څرگندې كړي او د پسرلي زيرى يې په گډو ناستو كې د خپل كلي، ښار، ولايت او سيمې خلكو ته رسولى دى.

له نيكه مرغه، چې د نيمې پېړۍ په تېريدو دا هڅې نه يوازې افغان شموله شوي، بلكې نړيواله هڅه  هم ور په برخه شوې ده.

د پسرپنيو مېلو نمانځل د تاريخي، فرهنگي او ژبنۍ  بډاینې ځانگړي ارزښتونه راسپړي او د ودې لورى خپلوي.

پسرلنۍ فرهنگي او ادبي مشاعرې د نويو راټوکېدلو شاعرانو د هڅونې او هغو ته د ودې وربخښلو غوره او آسانه لار ده. شاعران نه يوازې ملي، حماسي او رزمي شاعري وړاندې كوي؛ بلكې د طبعيت او چاپېريال ښكلاايزه ننداره په رښتيني توگه هم انځوروي.

که شاعران یا د مشاعرو مشران ليكوال وکولى شي د دغو مشاعرو؛ غوره شعرونه د یوه کمیسیون له لارې د جایزې وړ وپېژني او بیا وروسته ټاکل شوي شعرونه د هرشاعر له لنډ ژوند لیک سره د یوې شعري ټولگې په بڼه چاپ او خپاره شي؛ نو د شاعرانو خواري به هسې په اوبو لاهو شوې نه وي او راتلونکي ادبي او فرهنگي نسل ته به لږ تر لږه یو څه فرهنگي توکي  ورزیات شي.

د شعراو شاعرۍ د څرگندونو دا دودېزې مېلې او مشاعرې په افغانستان کې ډېره اوږده مخیینه لري، چې له نمانځلو او يادونو برخمنې شوې دي.

دلته به يې د نومونو او نمانځلو په اړه څه نا څه څرگندونې وړاندې وكړو:

له نن څخه پوره پنځوس کاله وړاندې په پراخه بڼه په۱۳۴۰ لمریز کال کې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت له خوا د هېواد په ځینو ولایتونو کې په ملي کچه یو شمېر پسرلنۍ مېلې په رسمي بڼه د هغه مهال د دولت لخوا و پېژندل شوې او د نمانځنې اجازه ورکړشوه.

په دغو پېژندل شویو مېلو کې د بلخ ولایت د« گل سرخ» مېله ده، چې د وري د میاشتې په لومړې نېټه پيل كيږي او څلوېښت ورځې روانه وي.

د وري په پېنځلسمه د فاریاب ولایت په اندخوی کې د «قره قل» مېله، د ننگرهار د «نارنج گل» میله، په جوزجان کې د غالۍ اوبدلو مېله، د کاپیسا په تگاب کې د بې دانه« انارگل» مېله، د پروان په چاريکارو کې د «ارغوان» مېله، په ميدان وردگو كې د «مڼې گل» مېله، په زابل كې د «بادام گل»مېله، په لوگر كې «سينځل گل» مېله او داسې نورې مېلې د يادونې او نمانځنې وړ دي، چې له ياده مو داسې خبروو:

نارنج گل مېله:

نارنج گل مېله او مشاعره د هميشه بهارننگرهارد گڼو شنو نارنج ونو په ښاركې نمانځل كيږي او شاعران يې له خپلو خوندورو شعرونو سره د هرکال په پرتله توده وي، چې د اوریدونکيو شور او زوږ د هرشعرپه اوریدلو نورهم څپانده كيږي.

په دې دودېزه مېله او مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه پر راغلیو سلگونو شاعرانو او لیکوالانو، سربېره د کوزې پښتونخوا شاعران او لیکوال هم گډون کوي.

د ننگرهارسږنۍ مېله او مشاعره له وخت مخكې د تېرو دېرش کلونو په شان د چارواکو د سانسور تر تیغ لاندې راغله؛ ځكه سرخلاصه نه وه او شاعرانو په كې زړه تش نه كړ.

شاعرانو  ویل، چې :

ولې دا میله دولتي شوه؟

لكه ، چې څرگنده ده پخوا دا د خلکو میله وه؛ نه د چارواکو، چې په ماڼۍ کې ونمانځل شي.

يو شاعر ويلي:

نغمـــــــو ته ضرورت لرو، وږمو ته ضرورت دی

انسان ته ضرورت دی، ښو سړو ته ضرورت دی

د هرات د هريوا په لمن كې مېله:

د ۱۳۹۰ هجري لمریز کال د وري یا حمل د میاشتي په اتلسمه، چي د ۲۰۱۱ ع کال د اپریل له ۷ نېټې سره برابره وه، د سپینې ادې د ادبي، علمي او کولتوري ټولنې له لوري د لرغوني هرات «د هریوا »پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه، چي پرهرات او شا و خوا سیمو سربېره د هېواد له ځینو نورو ولایتونو څخه هم په سلگونه شاعران، لیکوال، ژورنالیستان او د شعرمینه وال راغلي وه. په مشاعره کي د شاعرانو وروڼو ترڅنگ په زیات شمېر خويندوهم برخه اخیستې وه.

د سپیني ادې ادبي او کولتوري ټولني مشر ډاکټرحمیدالله نیازي  له راغليو ادیبانواو د ادب له مینه والو مننه وکړه. ښاغلي نيازي وویل: دا ډول مشاعرې او ادبي ناستې د ژبي او ملي ادبیاتو د ودې او پراختيا لپاره گټورې دي، چې «د هریوا» پښتوستره پسرلنۍ مشاعره د ډېرو بریاوو زیری را په برخه کوي.

په غالب گمان دهرات په ټول تاریخ کي دغه مشاعره د پښتنو لپاره ستره مشاعره وه. په مشاعره کي څه نا څه ۴۵ شاعرانو خپل شعرونه واورول او دغه شعري ناسته ماښام مهال پاى ته ورسيده.

د بادام گل مېلې:

د زابل ولایت په مرکز کلات ښارکې د بادام گل دودیزه کلنۍ مشاعره د دې ولایت د میشتو ادبي کړیو په نوښت جوړيږي، چې په کې شاعران، لیکوال او د ادب و فرهنگ مینه وال برخه اخلي.

له بادام گل مېلې موخه داوي، چې شاعران د قلم او بيان په زورپه هېواد کې د سمسورتيا، سولې ، پت پالنې، خپلواكۍ ساتنې او پرمختگ هڅونې وکړي.

شاعر د ټولو هغو هڅو ملاتړى دى، چې کولتوري پرمختگونه پرې رامنځته کیږي او د ځوانانو تر منځ  یووالى او فكري همغږي پيداكوي.

په بادام گل مشاعره کې پرزابل سربېره دكندهار، روزگان، غزني، پکتیا، خوست، لوگر، کابل او ننگرهار ولایتونو لسگونه شاعران او لیکوال گډون کوي.

زابل په خپله غیږه کې د تورې او قلم ميړنى اميركروړ روزلى او شاعران هم له اوسني نسل څخه د ميړانې هیله لري، چې  د پوهې او علم  په برخه کې ځان د نورو سیال کړي.

دلرغوني بلخ د بخدي ترانې :

له څو كلونو را پديخوا د بلخ ادبي خوزښت د سلگونه تنو په گډون دغه پسرلنۍ مشاعره جوړوي.

دغه مشاعره، چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې جوړيږي؛ پر بلخي ځوانانو او مشرانو سربېره د کابل، ننگرهار او غزني یو شمېر فرهنگیان هم په كې برخه اخلي.

د دغې پسرلنۍ مشاعرې موخه د ځوانانو هر اړخيزه روزنه او په عملي چارو كې د برخې لرنې وده منل شوې ده.

د بېلگې په توگه د بلخ ادبي خوزښت د ۱۳۸۹ل کال په اوږدو کې د بلخي فرهنگیانو د روزنې لپاره د پښتو لیکلو ښوونیز ورکشاپ په لاره واچاوه، چې اوس يې هم لړۍ روانه ده.

دغه ادبي خوزښت د پرخې او پسرلي مجلې هم هېوادوالو ته وړاندې كوي.

په ۱۳۹۰ل کال کې ددغه ادبي خوځښت یوه څانگه ام البلاد ادبي بهیر پریوې مهالنۍ خپرونې  سربېره د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یو عامه کتابتون د جوړولو زيرى هم څرگند کړي، چې زرگونه ټوکه کتابونه به ولري.

دغه ځوانان د مشرانو ملاتړ ته سخت ضرورت لري او ښایي، چې مشران ورسره ډېره مرسته وکړي او خپلې هڅې نورې هم پراخه كړي.

دغه راز په مزار شریف ښار کې د مومند بابا ادبي بهیر، په چمتال کې د چمتال، په چاربولک کې د بلهیکا او شولگر ولسوالۍ کې د شولگرادبي بهیر د دغه خوځښت د څانگو په توگه ښوونيز و روزنيز کارکوي.

د جرمني په مونشن كې نارنج گل مېله:

د لومړی ځل لپاره په ۲۰۰۱ع كال کې د نارنج گل دودیزه مېله د مونشن ښارپه گویټ انسټیټیوټ کې له ټنگ ټکور سره ونمانځل شوه او د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز بنسټوال استاذ الحاج امام الدين ساپي يې د لوستل شويو شعرونو ټولگه چاپ او خپره كړه.

د۲۰۱۱ع کال د نارنج گل دودیزه میله د شنبی ورځ د مازدیگرپه ۵ بجو د اپریل د میاشتی په ۲ نېټه د ښاغلي صدیق الله فدایي ادبي او کولتوري ټولنې د کنفرانسونو په تالار کې د يو شمېر ښاغليو او پیاوړيو شاعرانو او لیکوالانو په گډون ونمانځل شوه.

د نارنج گل د دودیزی میلی ترتیب شوی پروگرام آغلې وياندې سهیلا اصغري وردگ په هڅو تر سره شوى دى.

د كال اوږده(د څېلې) شپه:

تېركال د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښارکې د لسگونه ځوانانو او مشرانو په گډون د مرغومي لومړۍ شپه د کال د اوږدې شپې په توگه په لومړي ځل ونمانځل شوه.

په دغه شاعرانه بنډارکې د مشاعرې ترڅنگ د رباب زړه راكښونکې نغمې، اتڼ او ډرامې وړاندې شوې.

که څه هم یاده شپه د (شب یلدا) په نامه د بلخ ولایت فرهنگیانو له خوا هرکال نمانځل کېده؛ خو د بلخ پښتنو فرهنگیانو د خپلې ژبې او کولتورد ساتنې او بډاینې په موخه په لومړي ځل ونمانځله.

د بلخ فرهنگیان د څېلې شپه يو فرهنگي بنډار بولي، چې موخه يې فرهنگي يووالى دى. د ادبي خوزښت درانه فرهنگي ښاغلى احساس د څېلې شپه د كلنۍ نمانځنې وړ بولي.

د بغلان د چل كلا گډه مشاعره:

د بغلان ولايت د مركزي بغلان ولسوالۍ په يوه ناارامه سيمه كې د تېركال د تلې په ۹مه، بغلاني فرهنگيانو د چل كلا مشاعره جوړه كړه.

په دغه مشاعره كې، چې د گډونوالو شمېر يې له سل ډېر و، سيمه ييزو سپين ږيرو، قومي مشرانو، ښوونكيو او د همدې ولايت فرهنگيانو برخه اخيستې وه.

په ياده مشاعره كې د چونغر، كوږچناراو بغلان ادبي بهيرونو گډو غړيو گډون كړى و.

د مڼې گل مشاعره:

دميدان وردگ ولايت په مرکزميدانښار کې د مڼې گل دوديزه کلنۍ مشاعره جوړيږي، چې د هېواد د ډېرو سيمو ليکوال، شاعران، روڼ اندي ، د شعرمينه وال،د ملي شورا، ولايتي شوراغړي او د دې ولايت په سل گونه قومي مشران په كې له تېرې يوې لسيزې  گډونوال وي.

دغه مشاعره د غزل شپه او ورځنۍ مشاعره لري.

د مڼې گل دا دوديزه مشاعره د سولې او سوکالۍ پيغام ورکوونکي ده.

د مڼې گل مشاعرې موخه لیکوال اوشاعران دي، چې د ستونزو او مشکلاتو په وخت كې ټولنه سم لوري ته راكاږي اود سولې او ورورولۍ پیغام ډالۍ کړي.

د مڼې گل مخكښه ليكوال او شاعران د پښتو ژبې او افغان په گډ مفهوم ټينگاركوي.

په پكتيا كې د نښتر مشاعره:

په پکتیا ولایت کې د نښتر دودیزه مشاعره او مېله له تېرو ۶ كلونو راهيسې د دې ولایت او گڼو نورو ولایتونو د لیکوالو او ادیبانو په گډون هركال جوړيږي.

له دې مشاعرې او مېلې د شاعرانو او ليكوالو موخه د خلكو سرلوړي، رشتينولي او بشپړ قناعت دى.

تېركال له دې مشاعرې وروسته د پکتیا پروالي جمعه خان همدرد ځانمرگی برید شوى و، چې په  کې یو ملکي مړ او پېنځه نورژوبل شول، خو والي او د هغه ساتونکيو ته زیان وانه وښت.

د كندز د ريدي گل مشاعره:

په سلگونه شاعران، فرهنگيان او د ادب او شعر مينه وال د ريدي گل کلنۍ مشاعره د شعرونو او مقالو په اورولو رنگينه کوي.

ريدي گل مشاعره په کندزکې مېشت د پسرلي ادبي او کولتوري ټولنه جوړوي.

شاعران په خپلو تازه شعرونو کې د ريدي گل د ستاينې ترڅنگ د چارواکو غږونو ته د انتقادي شعرونو په رسولو د  زړه بړاس باسي.

په دې درې كلنه مشاعره كې پرکندزسربېره د بغلان، تخاراو بدخشان شاعران او لیکوال برخه اخلي.

د ريدي گل مشاعره د شاعرانو د شعر په قوت کې رغنده رول لري.

په كابل كې د رحمان بابا پسرلنۍ مشاعره:

په كابل كې د رحمان بابا كالنۍ مشاعره د رحمان بابا په ليسه كې جوړيږي. په دغه مشاعره كې چې د اقوامو او قبايلو چارو وزارت په همكارۍ جوړيږي؛ د پښتو، پارسي، پشه يي او نورو افغان ژبو گڼ شاعران يې برخوال وي او په كې پرسوله، ورورگلوۍ ، ښكلا او داسې نورو موضوعاتو شعرونه ويل كيږي.

رحمان بابا د پښتو ژبې  لوى عارف شاعر نومول شوى. دوه كاله وړاندې د ده مقبره څو ناوړيو پر بمونو والوځوله.

د رحمان كلام په دا سبب شيرين دى

چې يې هر كلام، كلام دى د اخلاص

دې مشاعرې ته د ملي شورا يو شمېرغړي، د علومو اكاډمۍ، د لر و بر پوهنتونونو او نورو ادارو غړي راځي.

د رحمن بابا پسرلنۍ مشاعره له څو لسيزو راهيسې په كابل او په عين وخت كې د پسرلي پر مهال د پېښور په هزارخانې سيمه كې د رحمن بابا پر مزار جوړېږي، چې له لر و بر څخه ورته د شعر او ادب مينه وال ورځي.

د اووه لسمې پېړۍ ستر شاعر عبدالرحمن بابا د شعرونو داسې يو دېوان لري، چې د ډېرو ولايتونو او سيمو په مسجدونو كې يې ماشومان لولي، خلك په درنه ورته گوري او د ده د ديوال په مرسته فالونه گوري.  هغه ته ټول صوفي او ملنگ شاعر وايي.

زه رحمن په خپل اشعار شـــــکرگزار يم

چې دا هسې رنگ ديوان مې دی موندلى

د رسمي سندونو له مخې عبدالرحمن د عبدالستار زوى په ۱۰۴۲ هجري كال د پېښور په بهادر كلي كې زېږېدلى دى.

د رحمن بابا شعرونه په سرحد ايالت كې د انگرېزۍ د دوه ښوونكيو رابرټ سامپسون او معين خان له خوا په څلور كلونو كې انگرېزۍ ته ژباړل شوي، چې دغه كتاب ۹۰۰ مخه او څلور فصلونه  لري.

په فراه كې د عناب گل مشاعره:

په فراه ولايت كې د عناب گل كالنۍ مشاعره جوړيږي. په دغه مشاعره كې شاعران د پسرلي د موسم  د رارسېدو او د طبيعت د زرغونېدو په مناسبت شعرونه وايي. د عناب ونه د كال په همدې موسم  كې گل كوي او د طبيعت ښكلا زياتوي.

د هلمند سيند مشاعره:

د هلمند  ولايت  په لښکرگاه ښار کې زرگونه شاعران او ليكوال د هلمند سيند مشاعره نمانځي او د کابل ، ننگرهار، لغمان، خوست، کندهاراو پکتيا يو شمېر شاعران او ادبي مينه وال ورځي.

تېركال د هلمند سيند په مشاعره كې استاد حبيب الله رفيع د هلمند د تاريخي قدامت په اړه وينا كړې او بېلابېلو شاعرانو شعرونه لوستي دي.

ياده مشاعره د هلمند  لهسيمه ايزې  بُست ، سمون او هلمند راډيو لخوا په ژوندۍ بڼه خپره شوې ده.

د لوگر سينځل گل مشاعره:

په لوگر كې د سينځل گل كالنۍ مشاعره په مركز پل علم كې جوړيږي، چې له غزني، ميدان وردگ، پكتيكا، خوست، كابل او پكتيكا شاعران برخه اخلي او په خپل وطن كې د سولې او خير لپاره قلمي هڅې وكوي.

د كولتوري اړخونو د څارونكيو په قول له تېرو څو كلونو راهيسې د سينځل گل مشاعره جوړېږي او په دغه ولايت كې ادبي فعاليتونه گړندي شوي دي.

همدا اوس ځينې لوگري قلموال او ژورناليستان هڅه كوي، چې د عينك په نوم د لوگر ټولنيزو ارزښتونو ته يوه ځانگړې مجله هم خپره كړي.

په پروان كې د ارغوان مشاعره:

د ارغوان مشاعره د پروان ولايت په چاريكارو كې نمانځل كيږي، چې شاعران په كې د طبيعت ښكلا ، د غرونو او غونډيو زړه راكښونكې نندارې انځوروي.

په كونړ كې د كونړ سيند مشاعره:

په کونړکې د لومړي ځل لپاره د کونړسیند کالنۍ مشاعره دوه كاله وړاندې داطلاعاتواوفرهنگ د وزیرعبدالکریم خرم په وینا پرانستل شوه.

په دې مشاعره كې د ختیځ ولایتونو، کابل او کوزې پښتونخوا شاعرانو او ادیبانو گډون كړى و او خپل شعرونه یې واورول.

د كندهار انار گل مشاعره:

د انارگل دوديزه مشاعره په کندهار کې نمانځل كيږي. دغه  مشاعره د کندهار د مشهورې ميوې د دانه دار انار د گل غوړيدو په وخت کي، چي همدا يي وخت دى، جوړيږي. تېر کال د منډيگک ماڼۍ په بڼ کې د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رياست او په کندهار کې د مېشتو فرهنگيانو او شاعرانو له خوا جوړه شوې وه.  په مشاعره کې د کندهار، ننگرهار، خيبر پښتونخوا ، پښين ، هلمند او پلازمېنې کابل شاعران شعرونه او نظمونه وايي  .

په كوټه كې خاټول گل مشاعره:

د “پښتو ادبي غورځنگ کوټې” له خوا د پسرلي په مناسبت د “خاټول گل” درنه او پرتمينه مشاعره نمانځل كيږي او له ټولو پښتنو شاعرانو- په تېره د سويلي پښتونخوا د هرې سيمې شاعران په مشاعره کې گډون وکوي او د خاټول گل مشاعره د سمسور پسرلي غوندې سمسوره، ښکلې او درنه تر سره كيږي.

د يادونې وړ ده، چي په وروستیوکلونو کې دکالنیومشاعرو دود د افغانستان ډېرو ولایتونوته خپورشوی دی. په داسې حال كې، چې پخوا یوازې په ننگرهارکې د نارنج گل مشاعره نمانځل كيده؛ ځكه، چې د هېواد د پسرلي راتگ پيل د ننگرهار ولايت له مرکز جلال اباده کېږي. ورپسې په لوگر کې “سنځل گل”، د زابل په مرکز کلات کې “بادام گل” او په کندهار کې “انار گل مشاعره” جوړېږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.