روغتیا

دبرېښنا له شاکونو راپېدا شوي ټپونه او ضررونه

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری

د برېښنا له شاکونو څخه هر کال د نړۍ په سلونو زره خلک خپل ژوند او روغتیا له لاسه ورکوي. د برېښنا سره مستقیم یا نامستقیم تماس د دماغ د ټکان، انساجو د سوزېدو او مړینوسبب کېږي.

د مخنیوي لپاره یې پکار ده چې د برېښنا سیستم مسلکي کسان تنظیم کړي چې له ځمکې سره ارت شوي وي. موږ د برېښنا د کاروونکو په توګه باید د برېښنا داستعمال په باب لازمه پوهه او معلومات تر لاسه کړو، د دې مهارت ولرو چې یو برقي سامان څنګه وکاروو، اتومات فیوزونه کېږدو، چې د برقي ټکان په نتیجه کې برق په خپله قطع شي، ماشومان پوه کړو چې له برېښنا سره تماس ونه کړي، خو تر دې مهمه داده چې د برېښنا وسایل د ماشومانو، رواني ناروغانو او ډېرو زړو خلکو له لاسرسي لیرې وساتو. د برېښنا سامان هم باید معیاري او ښه استعمال کړو.

د ماشومانو ټپونه او مړينې

موږ ته تر خپلو ماشومانو نور خواږه موجودات نشته. موږ دا نشو زغملی چې دوی له یو عادي درد او یا زکام سره مخ شي، نو د هډوکو د ماتېدا او لویو خطرونود زغم خو یې تصور هم نشوکولی.

متأسفانه چې ټپونه په ماشومانو کې د مړینې تر ټولو لوی سبب دی. هر کال په نړۍ کې اوه سوه پنځوس زره ماشومان له ټپونو او ټکرونو څخه مري چې یوازې په امریکا کې دا شمېر یوسلوشل زره ماشومانو ته رسېږي.په عام ډول هر کال په دغه هیواد کې نهه میلیونه او دوه سوه زره ماشومان ټپي کېږي.

د دې ټپونو تر ټولو لوی سبب د موټرو ټکرونه دي. ورپسې له لوړو ځایونو راِغورځېدل (۲.۸ میلیونه)، په سامانونو ځانونه ژوبلول، د حشرو او حیوانانو له خوا چیچل کېدل یا خوړل او موټر وهل شامل دي. په اور او تودو اوبو سوځېدل، په تېزو شیانو لکه چاکو، بیاتي او نورو ځان ژوبلول، اضافي درمل خوړل، ذهرجن مواد خوړل، څښل یا استعمالول او ورزشي زخمونه هم پدې ډله کې راځي.

په افغانستان کې پدې باب کوم دقیق ارقام نشته، خو دلته هم ماشومان له ورته خطرونو سره مخ دي. او دا چې د ښوونې او خبرولو سیستمونه نشته یا کم او کمزوري دي، ممکن دلته به حالت لا بدتر وي.

د ماشومانو د ساتلو لپاره باید په کورونو کې د سوزونکو موادو او اور بلولو مواد د ماشومانو له لاسرسي څخه ډېر لیرې کېښودل شي، د اور لګېدلو په صورت کې د تېښتې یو پلان موجود وي، پخلی په احتیاط وشي، جوش اوبه له ماشومانو لیرې کېښودل شي، تېز او تېره سامانونه باید له ماشومانو لیرې وي او د ماشوم د خوب، لوبو او خوراک ځای باید پوره مصئون وي.

همدا راز د ماشومانو د لوبو میدانونه باید له خطر څخه لیرې وي، دا ډېره مهمه چې ماشوم د ورزش پر مهال وڅارل شي چې له حده زیاتې او بې احتیاطي ونکړي.

د درملو بوتلونه او پاکټونه هم له ماشومانو لیرې کېږدئ، په بکس کې یې بند وساتئ، لیبل یې وګورئ او د هغه له مخې معینه اندازه ماشوم ته ورکړئ، کله چې مو درمل پکار نه وي، په کور کې یې مه ساتئ.

ماشومانو ته د موټر چلولو اجازه مه ورکوئ، که ستاسو سره په موټر کې ځي، تر ۱۲ کلونو کوچنیو ماشومانو ته د شا سیټ مناسب دی، کمربند یې باید ځانګړی وي، د لویانو کمربند ورته خطر پېښولی او ستونی یې بندولی شي.

د ورزش په باب ماشومانو ته مصئون ځای برابر کړئ، د ورزش مهارت ورزده کړئ، تمرین ته یې وهڅوئ، چې زده یې کړي، د ګرمۍ او یخوالي اندازې ته پام کوئ، تاسو هم په ورزش کې یوه ښه نمونه اوسئ، د ورزش حفاظتي تدابیر پخپله هم په پام کې ونیسئ او ماشومانو ته یې هم زده کړئ.

ماشوم ته د خوب ښه چاپیریال برابر کړئ، د غذا خوړلو او لوبو په وخت کې هم ورته حفاظتي تدابیر وسنجوئ.

له تېزابو ځان ساتل

له تېزابو سره د هر چا کار نه وي، خو څوک چې له تېزابو سره سروکار لري، باید ځان ترې وساتي چې پوستکی، سترګې او د بدن نورې برخې یې ورسره مخامخ نشي، دا احتیاط هم پکار دی چې د نورو مایعاتو سره د مغالطې له امله ونه څښل شي.

تېزاب باید د ماشومانو، رواني ناروغانو او زړو خلکو له لاسرسي لیرې وساتل شي، چې په قصد یا سهوه یې ونه څښي یا پرې ځان ونه سوزوي.

د درنو وزنونو د جګولو له امله د بدن دردونه

موږ افغانان زیاتره درانه کارونه کوو، له غره لرګي راوړل، لویې تیګې انتقالول، درنې بوجۍ لوړو منزلونو ته جګول او نور کارونه مو ورځني مصروفیتونه دي.

پکار ده چې د درنو کارونو په کولو کې لومړی کوښښ وکړو چې لېږدونکي شیان تر حده ډېر درانه، نه وي، بل دا چې باید داسې طریقې زده کړو چې د بدن کومه برخه مو ټپي نشي. په ملا او بندونو کې مو د درد سبب نشي او راباندې له پاسه کوم شی راونه لوېږي. که دروند وزن جګوو، ناڅاپي یې پورته نکړو، بلکې لومړی یې ورو اندازه او دروندوالی وګورو، بیا ورته ځان په یو مناسب حالت کې کړو او په سم ډول یې پورته کړو. که یو شی راته سپک ښکاره شي او په بې پروایۍ یې د راپورته کولو کوښښ وکړو او هغه دروند وي، د ملا د دردونو سبب کېدای شي. د ملا د دردونو په صورت کې د هډوکو یا عصبي جراحۍ یو متخصص ډاکتر ته لاړ شئ، په غیر مسلکي خلکو موښل او تړل تاسو له دایمې معیوبیت سره مخ کولی شي.

اور لګېدنې

په پرمختللو ملکونو کې په هرو څو دقیقو کې یو شخص د اورلګېدنې له امله مري، دا چې زموږ د هیواد په باب دغسې معلومات نشته، خو واضح ده چې زموږ یوه ستونزه به هم وي.

تر ټولو ډېرې اورلګېدنې په کورونو او هغو د ګڼې ګوڼې سیمو کې کېږي چې له لرګیو جوړ شوي وي، یا پکې تېل، ګازونه او پطرول خرڅېږي.د برېښنا شارټي هم د اور لګېدنو یو لوی سبب دی. په کورونو کې د اورلګېدنو لوی سبب د سګرټو کارول دي. دوهم لوی سبب یې د پټرولو ناسم کارول او ورسره بې احتیاطي ده. هغه کورنۍ چې ګاز استعمالوي، دوی کره هم د اورلګېدنې خطر زیات دی. البته د ژمي موسم د اور لګېدنو موسم دی. د الکولو استعمال، رواني ناروغۍ هم د اورلګېدنو سبب کېږي. د ګاز په ډبو سوځېدل اوس زیات شوي دي. ډېر دردونکي او بدرنګه حالت وي، انتهایي احتیاط ورسره پکار دی.

د اورلګېدو خطر تر ټولو ډېر ماشومانو او زړو خلکو ته دی. لازم احتیاطونه په پام کې ونیسئ او ځان او کورنۍ مو له سوځېدلو وساتئ.

په سره ګرمۍ کې دروند کار کول او جل وهل

په ډېره سوځنده ګرمۍ کې که له کار کولو چاره نه وه، باید کار په اندازه وکړو. لمر ته ډېر ځان مخامخ نکړو او په یو ډول ترې ځان وپوښو. زیاتې خولې مو د بدن مایعات او مالګې کموي، باید بېرته یې د پاکو اوبو او صحي مایعاتو له لارې جبران کړو، خو په یو ځل دومره ډېرې اوبه ونه څښو چې د جل وهلو سبب شي. د ډېرې ستړیا او ګرمۍ په صورت کې په یو ځل د ډېرو اوبو څښل د دې سبب کېږي چې د سږو د حجرو د منځونو په ساحو کې د اوبو اندازه له حده زیاته شي، تنفس مو مختل او باالاخره د شدید تنفسي مشکل یا حتی مړینې سبب کېدای شي.

د کاربن مونو اکسايد تسمم

دا تسمم زیاتره د سکرو، ګازو او نورو موادو له ناسم استعمال څخه منځته راځي او د ناروغۍ او مړینې سبب کېږي. لومړي سردردي، ګنګسیت، سالنډي، زړه بدي، سرګرځېدل او بیا دماغي اغتشاش، کانګې، عضلي بېنظمي، د شعور له منځه تګ او په پای کې ممکن د مرګ سبب شي.

د مخنیوي لپاره یې باید د ګرمولو سامان مطمئن او معیاري وي، په سمه توګه نصب شوی وي، د استعمال په باب یې پوره پوهه او مهارت حاصل کړو او د کاربن مونو اکساید الارم ولرو.

ژر سوځېدونکي شیان باید کور، ګراج، او کوټو ته یو نه سو، که سکاره کاروو، باید د اوسېدو له ځایه یې بیرون تازه کړو، د تودولو د سامان او بخاریو نلونه باید پوره پاک، ازاد او معیاري وي. د تسمم د نښو په لیدو باید ژر له کوټې ووځو، مرسته وغواړو، په یخو اوبو مخ ووینځو، د تسمم منبع غلي کړو او روغتون ته ورشو.

د درملو تسمم

په ۲۰۱۲ کال کې په امریکا کې د موټر د ټکر له مړینو هم د درملو د تسمم او اضافي دوز څخه ډېرې مړینې رامنځته شوې وې. د درملو ناسم کارول او ترې رامنځته شوي تسمم کې د ۱۹۹۹ راپدې خوا ۱۱۷٪ زیاتوالی راغلی دی. لدې امله په ۲۰۰۵ کال کې دوه نیم میلیونه انسانان د روغتونو په بیړنیو خونو کې بستر شوي و. په دوی کې ماشومان هم شامل و. د ماشومانودرملو د تسمم پېښې د ټولو پېښو ۴۰٪ وې، د زاړه عمر کسان هم پدې تسمم ډېر زیات اخته کېږي. یو سبب یې دادی چې دا دوه ګروپونه د درملو په مقابل کې کم تحمل لري او بل دا چې پوهه یې نامکمله یا ګډه وډه وي، حواس یې سم کار نکوي.

د درملو د تسمم له امله د امریکا کلنی تاوان، ۵۵ بیلیونو ته رسېږي، چې پکې د درملو، کار نه کولو او لدې امله د جرمي پېښو د ترمیم لګښتونه شامل دي.

حل لاره یې داده چې: درمل باید یوازې د ثبت شوي مسلکي ډاکتر له خوا توصیه شي، د ډاکتر له خوا د ښودل شوې اندازې سره سم وکارول شي، د ماشومانو، رواني ناروغانو او زړو خلکو له لاسرسي لیرې وساتل شي. وخت تېري درمل استعمال نه شي، په یو وخت کې متعددې نسخې او عصري، عنعنوي او یوناني درمل ټول په یو ځل ونه کارول شي.

متأسفانه په افغانستان کې موږ دقیق ارقام نلرو، خو یوه ستونزه ده، باید ورته متوجه اوسو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x