ادبي لیکني

د رحمان بابا درانه او محترم شخصیت ته څو عاجزانه کرښې

فتحان حنفي

د رحمان بابا شخصیت ډیر ستر دی دده مبارک د شخصیت په هکله د څو کرښو د لیکلو پیل به یې له دې مبارک بیت نه وکړم چې محترم بابا وایي.

چې الله درسره مل نه وي رحمانه

که لښکرې درسره وي یک تنها یې

د رحمان بابا د شعر ددې بند تشریح که په دې نن عصر کې وکړو نو دا اوسنې اشغالګر کفار همدا شان دي چې واقعی یک تنها ثابت شول ځکه په کومه غټه پیمانه چې دغو اشغالګرو تعداد درلود او لري یې او بې حده زیات وسایل او مهمات یې وکارول خو بیا هم د تنهای علامې پرې ظاهرې شوې چې «يک تنها دی»

د رحمان بابا هر شعر او د اشعارو هر یو بند له یو درس نه ډک وي چې د ادب په ژبه پوه خلګ پرې واقعي پوهیږي هر هغه شخص به د رحمان بابا سره خاص علاقه دده د اشعارو په وجه لري چې له حماسي او حقاني شعر او ادب سره کامله علاقه او تعلق ولري او بې له لیدلو به د رحمان بابا شخصیت ورته محبوب وي.

د نن عصر د پښتو ژبې شاعران او ادیبان محترم رحمان بابا ته د یو ستر استاد او حقاني شاعر په سترګه ګوري او ورته خاص احترام لري، دده مبارک له اشعارو نه د ځان لپاره د ادب په میدان کې ستر پرمختګ لاس ته راوړي رحمان بابا د پښتو شعر د تاریخ یو داسي باب دی چې بنیاد یې بې حده محکم دی رحمان بابا پرون هم محبوب وو نن هم محبوب او افتخار دی او انشاءالله چې تر څو پښتو وي او پښتانه وي رحمان بابا به خپل مقام کې موجود وي.

رحمان بابا تنها شاعر او ادیب نه وو بلکه یو ستر عالم دین او ولی الله هم وو پیړۍ پیړۍ پرې ویاړ څرګند کړ او پیړۍ پیړۍ به ورته لاس په سلام وي انشاءالله که غلط نه وم نو چې نړۍ وال شعر او ادب به کله هم یادیږي او ذکر چې کله د پښتو شعر او ادب راځې نو د پښتو شعر او ادب په سر کې به د رحمان بابا مبارک نوم لومړی وي.

د رحمان بابا د شخصیت تشریح کولو ته کتابخانې هم کمي دي ما نن دده مبارک په محبت کې څو کرښې له خپل قلم وه ایستلې خو دا سلسله دلته پای ته نه رسوم چې مې د شاعر توب حق ادا کړو چې د رحمان بابا په هکله مې څو کرښې ولیکلې بلکه له الله ج نه توفیق غواړم چې د خپل ژوند تر پایه ددې محترم استاد په هکله خپل قلم ستړی کړم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x