شعـــــرونه

د اکرام الدين مفتون نوی غزل

اکرام الدين مفتون

دحریت ناوې بختورې په طالب ښایسته دي
ستا اداګانې نغمه ګرې په طالب ښایسته دي

طالب په دين باندې ښایسته دى په جهاد ښایسته دى
خو دا د جنګ ګرمې سنګرې په طالب ښایسته دي

سپینې جنډې دي ځای په ځای د تکبیرونو شور دی
د هېواد لوړې او ژورې په طالب ښایسته دي

داسې ړنګ بنګ یې غېږ کې پروت وي، لكه ستړی زمری
دا ګړنګونه او کمرې په طالب ښایسته دي

طالب دمه کړې طالب ورلاندې خوب کړی دی
لمنځې؛ نښتر؛ څېړۍ؛ ګورګورې په طالب ښایسته دي

ځواني يې ستایي جنګ مېړانه شهادت یې ستایي
د پېغلو ساندې او سندرې په طالب ښایسته دي

بدرنګ لښکر بدرنګې نه کړې، د میوند ملالې
ستا د غیرت د صف ملګرې په طالب ښایسته دي

یو خـوا رنګینې جنازې بل خوا د جنګ تیارۍ
زمونږ د کلي مازدیګرې په طالب ښایسته دي

اول یې مینه كړه را زده، بیا قرباني د وینو
زمونږ د ژوند ټولې اخترې په طالب ښایسته دي

مفتونه دا مې خپل کمال نه دی هنر مې نه دی
زما غزل زما خبرې په طالب ښایسته دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x