ادبي لیکني

نظرمات

صفيه حليم

زه چې په ښه بد پوهه شوم نو د نظر، نظر مات او د سپېلني ټکي مې واورېدل. د کلي ودونو کې به يوې ښځې(نايڼې) په ټولو ميلمنو ښځو د اوسپنې تالی ګرځوو چې پکې څو سرې سکروټې او د پاسه پرې وچو واښو، نرې نرې لوګی کوو. چا به په لاس هغه لوګی ځان ته ورباد کړل او د چا د مخ يا سر نه به يې درې ځلې د دې منتر سره بدرګه تاو کړو.
نظر مات نظر مات
د تورو او د سپينو

د شين سترګو د زيړ سترګو
د پيريانو د ديوانو، د تورو بلاګانو، نظر مات، نظر مات

هر چا به پخپل وس هغې ته يو دوه سکې په لاس کيښودې. د ودونو نه علاوه هم سپېلني کاريدل، ناروغ ته، ښکلې ماشوم ته او يو ځل خو مې وليدل چې د غوا د وليشلو په وخت يې ورته لوګي کړل.

وروسته راته څرګنده شوه چې د اباسين نه وراخوا خلکو سپېلني نه پيژندل، په افغانستان او مرکزي ايشيا کې پرې خلکو ډېر باور لرلو او ايران کې “سپند” د کلچر يوه برخه ده. هغوی وايي چې د يو زردشتي فرښتې نوم “اماهاراسپند” او د فروري مياشت کې به يې لمانځنې کيدې. په زړې ايراني جنتري کې فروري مياشت ته ايسفند او هغې مياشت کې يوې ميلې ته اسفندګان وايي چې د مور نمانځنه وي. د دوی په عقيده د دغه اسطورې د اسپند (سپېلني) بوټې خوښيدو نو ځکه يې مياندې خپلو ماشومانو ته د ژغورنې لپاره لوګی کوي. په يورپ کې هم پخوا په بد نظر باور کيدو او روم کې هم يو ډول بوټې به يې لوګې کوو.

د سپېلني بوټې د مرکزي ايشيا او عرب دشتو کې شنه کېږي او اوس د دې د لوګي لپاره د ګلدان په شکل بريښنايي لوښې وي چې لاسکې لرې. په دې کې د سپېلني دانې ټکارې شروع کړي نو د هغه کس په سر يې درې ځلې تاووي چې د نظره شوې وي. څومره چې د دانو د چوديدو غږ لوړ وي هم هغه هومره باور وي چې دا کس سخت د نظره و او د دې غږ سره يې نظر هم ماتېږي.

د نظر ماتې لپاره، په اور کې د مالګې يا د روغ سور مرچکي د غورځولو- د کور په درشل کې د ميخ ټک وهلو دود هم شته. په چم ګاونډ کې به ځينې داسې ښځې په نښه شوې وې چې دوی خلک د نظره کوي. د هغو په اړه به يې وئيل چې د پلانۍ “په نظر خو کاڼې هم چوي” که څوک به ناروغه شول نو ماضي ته به لاړې او خلک (ښځې) به يې په نښه کولې چې ممکن د نظر سبب شوې وې. بيا د هغه کس د پرتوګاښ يوه ټوټه په پټه پريکول (دا به يواځې څو ماهرو ښځو کولې شو) په اور کې سيزل د نظر ماتولوطريقه وه.

ځينې خلک ماشوم ته په لاس د سور مرجان دانې ټومبي چې له بدو سترګو په امان وي.

په ترکي کې د بد نظر نه د ژغورنې لپاره د سترګې په شکل جوړ تعويذ به يې په غاړه ځوړند کړو. د شيشې دغه سترګې اوس هم سېلانيان اخلي او کورونو کې يې ځوړند کړي. بد نظر او يا د نظره کيدل څه حقيقت نه لري خو هغه خلک چې عقيده يې کمزورې او په زړه کې وېره لري، د هرې خوشالۍ په موقع سپېلنو پسې ګرځي.

صفيه حليم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ښاغلې حلیم صاحب ستاسو د پورته لیکنې په اړه غواړم ستاسو څخه پوښتنه وکړم چې تاسو ته چا وېلي چې “بد نظر یا له نظره کېدل” حقیقت نلري؟؟ د یوې بیماری یا افت د دفع یا علاج یا پیشګیرانه مخنیوي لپاره که په غلطو یا خرافاتي لارو چارو عمل کیژي نو اصل افت، بلا یا د بیماری له حقیقت او وجود څخه نباید د محاظو خرافاتو تر سیوري لاندې انکار وشي. تاسو ښایي کافي مطالعه ولری خو دیني مطالعه مو ظاهرا کمزوری ښکاري، نو زما د وروری مشوره داده چې د زړبودی (بازنشستګی) وخت مو د دین په مطالعه کې… نور لوستل »

اافغان

غوربندی صاحب ، دادی ښه کړی چه لیکونکی خور ده او که ورور ته دی اسلامی لارښودنه کړی زه ستاسی اسلامی توصیی ستاینه او د هغه د بی علمه شیخۍ غندنه کوم . د هغه نوره لیکنه می تر یوی کچی اوله کی خوښه شوه ، رښتیا هم تر ډیر کچی خلکو په نظر کی ډیر افواهات او بدعتونه رامنځته کړی تر دی چه د نظر اصلی حقیقت پکی ورک شوی څه چه هغه لیکلی اکثره یی زمونږ په ولسونو کی په منفی ډول شته . مګر دا چه هغه یا هغی د خپلی لیکنی په اخره کی لیکلی [… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x