شعـــــرونه

غزل/ ابراهيم صياد

ابراهیم صیاد

خوا ته را نزدې شي رانه څنګ غواړي
ښکلي د دیدن قیمت لونګ غواړي

زه یې هم په قدر له تا ښه پوه یم
سوله راوستل هم ګرانه جنګ غواړي

بیا د ازادۍ لیلا ته لار نیسم
بیا رانه ځوانۍ په وینو رنګ غواړي

سل ځله ترې ښې دي د وطن پیغلې
ځانته چې ځوان وايي او پالنګ غواړي

ګوره زولنې د ازادۍ راز دی
بیا د څڼورو لاس کې شرنګ غواړي

نور مې څملولی دی د وخت ښامار
عزم عمري ده بس غورځنګ غواړي

دې خاورې بلا کبرجن خاورې کړل
دا ملنګي خاوره ده قلنګ غواړي

سترګې دې صیاده له فطرته سرې
چا ویل خمار دی چا ویل بنګ غواړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x