نظــر

ږیره وره راکوزشه !!

صلیبي اشغالګرواو دهغوي اجیرانوعجیبه حالات په مونږه راوستي که لږ دینداره وی، کړه وړه دی داسلامي شریعت برابروه، ږیره دی پری ایښې وه، لباس دی هم افغاني سنتي لباس وه ،نو ته بیا دکابل دګوډاګۍ اداری لپاره یو تروریست دهشت ګر اوطالب یی.
 که په همدغه سنتي جامه کې له ږیری سره یوځای چیرته دنده اخلی هغه که په دولتي ارګان کې وي اوکه په غیردولتي ارګان کې له پیاده نیولی بیا تر یو جګپوړي مامور پوری ټول به درته دشک په سترګه ګوري. که له چاسره دی لانجه وي هم دطالب اوترورست په توربه دی تهدیدوي که کومه لانجه دی قضا اومحکمی ته ورسیږ نوبیاخویې پوښتنه مه کوه.

اول خو ته ددی چانس نه لرې چې دنده واخلې احیانا که دنده وا خلی ټول همکاران به درته دطالب اوترهګر خطاب کوي . که چیرته دی رسمي د نده نه وي او یو آزاد کاراوبارولری خو چې لباس اوکرکتردې اسلامي وي بیابه هم دامنیتي ځواکونو له خواتربل هرچا ډیرځورول کیږې .
یوه ورځ له سرای شمالي څخه ده افغانانوته تلم په یوموټرکې ناست وم ،یوځوان موټرته راپورته شو ،اوزما خواته کښیناست نور خلک هم موټرته راپورته شول کله چې دموټرچوکۍ ډکې شوې نوحرکت یې وکړ. دغه ورځ داستاد رباني دمرګ له ورځی سره برابره وه.
 له همدی کبله په لاره کې نیږدې درې ځایه پولیس اودملي امنیت کارکونکي دپلټنې لپاره ولاړ وه اوپه کوم موټر به یې چې شک راته  هغه به یې دپلټنی لپاره دراوه.  کله چې مونږ اول پلټن ځای ته ورسیدلو یوپولیس دلاس په اشاره زمونږ ډریورپوه کړ چې دپلټنې لپاره ودریږي .ډریورهم موټرودراوه ،پولیس راغی په موټرکې یې یو خوا اوبل خوا وکتل زما لوري ته یې اشاره وکړه او راته یې وویل (ازموترتاشو) ددې خبرې په اوریدوسره ډیرسخت وویریدم، کله چې زه له ځایه پورته کیدم ،دڅنګ ملګری مې هم پورته شو،پولیس ماته وویل (توتانشو) زړه مې ډاډه شواوله ځانه  سره مې شکروویل ،هغه ځوان ورکوزشه  ډیریې وپلټه له پلټلووروسته موټرته راپورته شو،موټرحرکت وکړځنډوروسته دپلټنی لپاره بیاودرول شوو ، داځل دپټ څارې ادارې (امنیت ملي ) کسان ولاړوه هغوي څخه یوتن راغی، موټر کې یې ښکته پورته وکتل اوزما لوري ته یې بیا اشاره وکړه او وه یې ویل چې (صوفي تاشو) داځل زه ډاډه وم ،ځکه چې هغه بل ځل یې زما دڅنګ ملګری پورته کړی وه اوداځل یې دصوفي کلمه هم ورسره زیاته کړه . هغه کس له ځان سره یوڅه وویل او ورښکته شو له پلټنی وروسته موټرته راپورته شواوموټرحرکت وکړیوڅودقیقی وروسته بیا دپلټنی لپاره موټرودرول شو داهم دامنیت ملي کارکونکي وه یوکس مخامخ زمونږطرف ته وکتل اووه یې ویل (پاین شو ازموتر) زما دڅنګ نفر چې ډیرناامیده شوی وه په غسه ناکه لهجه وویل چې په ټول موټرکې هرځای یوازې ماپلټۍ، دامنیت ملي کارمند چې دهغه خبرې واوریدې، په مسخره آمیزه لهجه یې ورته وویل (توریش داري ازموترپایین بیا) کله چې هغه کس ورکوزشو یوڅوڅاپیړی یې وه واهه اوډیربد رد یې ورته وویل هغه کس له وهلواوپلټلو وروسته موټرته راپورته سواوپه ډیره عاجزی سره یې وویل چې (خدای دې دا ظالمان تبا اوبرباد کړي) دغه بد دعا یې په دومره مظلوم حالت کې وکړه چې زه وویریدم چې ددې مظلوم انسان له وجې په مونږه څه چل ونه شي ډیره دردونکې صحنه وه کوم دردچې په هغه صحنه کې وه نه شم کولې چې په هغه شکل یی ولیکم.
امریکایان اواجیرحکومت یې کټ مټ لکه روسانو اوکمونستانوچې خلک ځورول هسې کوي که چیرته امریکایي اوروسي اشغال سره پرتله کړونو په ظلم ،زور اوزیاتي کې امریکایان اودهغوي اجیران یوقدم له روسانو اوکمونستانو مخکې دي هغوي په بې تدبیره توګه افغانان ځورول بندیانول او وژل،څوک به یې چې  ولیدل چې پنځه وخته  لمونځ کوي ملګري او انډیوالان یی اسلامي مفکوره لري نو دغه کسان به یی فورا نیول اوبیدون له محکمی به یی ژوندي ترخاورولاندی کول .هغوي ټول افغان ملت چې نهه نوي فیصده وګړي یې مسلمانان دي په یوڅوتنه کمونستانو حسابول فکر یی کاوه چې ټول ملت به کمونستان وي اویابه ددوي دظلم اووحشت په وجه کمونستان شي. هرڅوک به یې چې ولید چې مسلمان ده نودهغه بیاخیرنه وه که هغه ددوي په خلاف جهاد کاوه اوکه یې نه کاوه چې ترټولو غوره نمونه یی دهغوپنځه زره بی ګناه مسلمانانودوژلو نوم لړده چې دهالند هیواد له خوا خپورشو.
 خو دامریکایانو اواجیرانو ځورول ،نیول او وژل بیاپه منظم شکل او په ډيرتدبیرسره ترسره کیږي. په هرځای کې عام مسلمانان بندیان کړي و یې ډبوي اوباالاخره یې ووژني خو دوي اوددوي ګوډاګۍ میډیا ورباندې تورڅادروغوړوي مظلومو بې دفاع وژل شويو ښځو،ماشومانو اوبوډاګانو ته دترورست اودهشت ګرنوم ورکړي او دخلکوپه سترګوکې خاورې وروشیندي .
 په ودونو، کورونو ،مسجدونو د مریضانواو سپرلی په موټرو ډزې اوبمبارونه یې ژوندی بیلګی دي که زه ددوي له دغوناوړه اعمالوڅخه ټکی په ټکي ولیکم کیدی شي له دغی وړی لیکنی څخه کتابونه جوړشي . نوپه دې خاطریوازې اشاره کول ورته  کافي بولم اومشت نمونه یې خروارد غزني په ولایت کې د بې ګنا معصومو ښځو د بندیانولو له موضوع څخه یادونه کوم چې اجیردولت اومیډیا له عامو خلکو پټه ساتلې وه.
دغه موضوع بیا هله روښانه اورسواشوه چې کله طالبانو دفریباکاکړ په نوم یوه ښځینه فارلماني غړې ونیوله او دغربیانو په اجیردولت یې شرط کیښود چې فریباکاکړ به هغه وخت خوشې کوي چې کله اجیردولت معصومې اوبې دفاع ښځې له بند څخه راخلاصې کړي .
همداسې وشول فریبا کاکړدطالبانو له بند څخه راخلاصه شوه او دملت معصومې بې ګناه ښځې د غربي اجیردولت له جیل څخه خلاصې شوې اما اجیره میډیا چې په مکمله توګه دغربیانو اوصلیبیانوپه خدمت کې ده او د همدې صلیبیانو له  خواحمایه کیږي په دغه موضوع خوله پټه کړه اوهیڅ یې و نه ویل . ځکه که چیرته دغه حقیقت ټول ملت ته رسیدلی وی اوټول ورباندی خبرشوي وی نو بیاخو ملت له امریکایانو اوددوي له اجیردولت څخه ناراضه کیده .
وخت ناوخته بیا میډیاوال وایې چې مونږ له چاسره رابطه نه لرو اودخپل ناپیلتوب ناری سوری وهي خوچې کله خبره دامریکایانو خلاف شي بیا ټول میډیاوال چپ پاتی شي اوکله بیا له یوی وړې خبرې څخه چې دامریکایانو اوغربیانو پکښې ګټه وي غټه کیسه جوړه کړي  ګردي میزونه سرمقالې او….ټول بیاپه همدې وړه موضوع راڅرخي که دوي په ریښتیاهم ناپیلي وي نوبیا ولې د ولس دردونه اوناخوالی چې دڅوکلونو اشغال په نتیجه کې یې وزغمل دمیډیا په ژبه ټولی نړۍ ته نه رسوي .

لیکوال : مزمل اتل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x