نظــر

ایا د ترکیې ناکامه کودتا د یوې بلې کودتا پیلامه وه؟

لیکواله: احسان الفقیه (اردنۍ لیکواله او څیړونکې)

مونږ اکثره وخت د امریکا د قوت او ځواک په اړه له مبالغې کار اخلو، داسې ګڼو چې د امریکا هر پلان عملي کیږي او چې امریکا هر څه وغواړي هغه کولی شي، خو دې ته نه ګورو چې امریکایان هم اخیر انسانان دي، له کامیابۍ او ناکامۍ دواړو سره مخامخ کیدی شي.

په ترکیه کې د کودتا له شنډېدو وروسته په دې باندې تقریبا عمومي اجماع راغلې چې امریکا د کودتا په پلان کې لاس درلود، خو ځیني خلک په دې نظر دي چې امریکایانو په لوی لاس کودتا ناکامه کړې او همدا یې پلان وه چې کودتا کامیابه نه شي، د دغو خلکو په باور امریکا ځکه دا کار وکړ چې حکومت به د کودتا سرلاري پوځي جنرالان سپک او ورټي، د پوځ په زړه کې به د غچ او انتقام اور بل شي او پوځ به د خپل زړه بړاس په راتلونکې کودتا کې په ولسي خلکو وباسي، او په دې توګه به د پوځ او ولسي خلکو ترمینځ جګړې ته لار هواره شي.

خو زما په فکر دا نظریه چې امریکا په لوی لاس کودتا ناکامه کړه ترڅو د راتلونکې غټې کودتا لپاره پیلامه وګرځي، له حقیقت څخه لرې ده، ځکه چې د ناکامې کودتا نه وروسته په ترکیه کې داسې بدلونونه رامینځته شول چې د ملي یووالي په ګټه پرېوتل او د ترکیې حکومت ملا یې نوره هم ټینګه کړه:

لومړی: د ولس او حکومت ترمینځ ملاتړ دې کچې ته ورسېد چې ولس د خپل مشرتابه د موبایل په یوه پیغام یا لنډې څرګندونې راولاړیږي او د اردوګان په غوښتنه له دیموکراسۍ څخه په دفاع کې لارو او میدانونو ته راوځي.

دوهم: له عدالت او پراختیا ګوند سره د فکري اختلاف باجود د ترکیې مخالفو ګوندونو خپل سیاسي پوخوالی او ملي احساس وښود، ډیموکراتیک ارزښتونه یې وساتل او د ترکيې ولس غوښتنو ته یې درناوی وکړ او په هغه متل یې عمل وکړ چې (زه لا هغه وخت خوړل شوی وم چې سپین غوایی وخوړل شو).

دغه کار د ترکیې حکومت او مخالفو ګوندونو د نږدېکت لامل شو، د ترکیې تر ټولو غټ مخالف ګوند (جمهوریت غوښتونکي) ګوند د مشر دریځ یې ښه مثال دی چې کودتا یې وغندله او د حکومت هغه موقف یې تایید کړ چې له امریکا څخه یې د فتح الله ګولن د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، سربېره پر دې نوموړی له اردوګان سره د ملاقات لپاره ولسمشریزې ماڼۍ ته ورغی او د ناکامې کودتا په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

درېیم: له کودتا وروسته د ترکیې حکومت د تصفیې لړۍ پیل کړه، له همدې کبله اردوګان کودتا «د الله پېرزوینه» وګڼله، ځکه چې له کودتاچیانو سره قانوني چلند ته زمینه برابره شوه او هیواد به یې له شره خلاص شي، په دې کار سره به په پوځ کې امریکا ته وفاداره کړۍ کمزورې شي.

څلورم: ناکامې کودتا د ترکیې حکومت او ولس دواړه راویښ کړل او همیشه به د بلې کودتا د مخنیوي لپاره متوجه وي، او دا ناشونې ده چې امریکا به د دې اټکل خطر ته متوجه نه وه.

پنځم: ناکامې کودتا د ترکیې د پولیسو قوت او د چټک غبرګون وړتیا راڅرګنده کړه او پولیسو دولت او مشرتابه ته خپله وفاداري په اثبات ورسوله، کټ مټ همدغه خبره د استخباراتو په اړه هم صدق کوي.

دغه راز د کودتا له برکته هغه حقیقت هم څرګند شو چې د پوځ لوی اکثریت د ګولن ډلې استازیتوب نه کوي او د پوځ لوی اکثریت هغو عسکرو ته د خاینانو په سترګه ګوري چې اوس یې د نیونې لړۍ روانه ده او هغوی ته د ترکي پوځ په نامه قایل نه دي.

شپږم: له کودتا وروسته هغو عربي هیوادونو ته د خلکو پام وروګرځید چې له کودتا سره یې همغږي درلوده او مالي ملاتړ یې کاوه، نو څنګه امکان لري چې امریکا په لوی لاس کودتا ناکامه کړي او خپل یو مهم ایجنټ او مالي ملاتړی د لاسه ورکړي، ځکه چې د کودتا له ناکامۍ وروسته نوموړی ایجنټ او مالي ملاتړی د یوې سوزېدلې ورقې په څیر ګرځي، حال دا چې امریکا په راتلونکې احتمالي کودتا کې نوموړي ته ضرورت لري.

دا له عقله لرې ښکاري چې د امریکا پلانګذارانو به دغو احتمالاتو ته پام نه وه کړی، پورتني ټول بدلونونه هغه تحلیل غلط ثابتوي چې ګویا امریکا له پیل څخه د کودتا د ناکامۍ پلان درلود ترڅو راتلونکې غټې کودتا ته چمتووالی ونیسي.

زما په نظر، په کودتا کې له بیړې کار اخیستل شوی، حالات په هیڅ صورت کودتا ته مساعد نه وه، د مثال په توګه کودتا په داسې حال کې وشوه چې ترکیې له اسرائیلو سره د بیاځلي اړیکو پرېکړه کړې وه او له روسیې سره یې اړیکي ښه شوې وې، چې دا کار له نړیوال ګوښه توب څخه د ترکیې د راوتلو معنی ورکوي، دا کار د کودتاچي جنرالانو د هغه استدلال په وړاندې مخه ډب کوي چې خپلې کودتا ته پرې برائت ورکوي او وايي چې اوسني حکومت د خپلو اسلامي افکارو له وجې ترکیه د نړۍ له هیوادونو څخه پردۍ کړې ده.

دغه راز کودتا په داسې وخت کې رامینځته کیږي چې ترکیه د نړۍ په کچه د شلو پیاوړو اقتصادي هیوادونو په لیست کې داخلیږي.

سربېره پر دې، کودتا په داسې حال کې رامینځته شوه چې برتانیه له اروپايي ټولنې څخه وتلې او ترکیې ته دا زمینه برابریږي چې په اروپايي اتحادیه کې د برتانیې ځایناستې شي.

زما په فکر، امریکا به لږ تر لږه په اوسني وخت کې د بلې کودتا کوښښ ونه کړي، خو امریکا به د ترکیې د اقتصادي ځواک د له مینځه وړلو هلې ځلې وکړي، ځکه چې د ترکیې اقتصادي پیاوړتیا د اوسني واکمن نظام د ولسي ملاتړ راز دی.

اقتصادي پرمختګ هغه ژبه ده چې ولسونه پرې پوهیږي، د ترکیې واکمن نظام په تېرو ۱۴ کلونو کې اقتصاد ته ډیره پاملرنه کړې، ښايي دا سمه وي چې ووایو، څومره چې د ترکیې حکومت په اقتصادي برخه کې کامیاب روان وي هومره به د بلې کودتا د پېښېدو چانس کمزوری وي.

په غالب ګومان چې د ترکیې حکومت به په کودتاچیانو د اعدام حکم تطبیق نه کړي او د هغه چا په وړاندې به مخه ډب کړي چې د اعدام فیصلې ته سترګې په لار دي تر څو د اردوګان په ضد ترې سیاسي او حقوقي استفاده وکړي. هو، په ولس کې به د کودتاچیانو د اعدام غوښتنې موجودې وي، خو سیاسي اټکلونه به حتما برلاسي کیږي.

د دې لپاره چې د بلې کودتا مخه ونیول شي، د ترکیې حکومت ډیر څه په لاس کې لري:

ـ په اقتصادي پرمختګ کې ډیرې هلې ځلې کول

– په ولس کې د کودتا ضد پوهاوي ته وده ورکول تر څو ولس همیشه د کودتاګانو د مخنیوي اولنی ګټونکی وي

-له مخالفو سیاسي ګوندونو سره د پیل شوو اړیکو غځول

-په مناسب انداز د اردو تصفیه کول

-د دې لپاره چې مخکې له مخکې د کودتا کوښښونه کشف شي، د استخباراتو وړتیاوو ته وده ورکول

-د پوځي کودتاګانو د مخنیوي لپاره پولیسو ته هراړخیزه او دوامداره روزنه ورکول.

الله جل جلاله دې د ترکیې حکومت او ولس حفاظت وکړي، الله جل جلاله چې هر څه وغواړي کولی یې شي او څوک یې مخه نه شي نیولی، خو اکثره خلک نه پوهیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

زه د اردنی لیکوالی او ژور نالستی سره که مسلمانه وی او یا لرتر لږه د مظلوم بشریت نمایندګی وکړی ، د ځینو خبرو سره توافق لرم او د ځینو سره یی مخالف یم موافق اړخ به یی پریږدم مخالف اړخ ته به یی مخه کړم : لمړی : دا لیکی [ د اردوګان په غوښتنه له دیموکراسۍ څخه په دفاع کې لارو او میدانونو ته راوځي.] نوموړی دموکراسی ته د اسلام په کچه او حتی پورته قایل ده ، که دا کودتا به کوم اروپایی هیواد کی شوی وی ، بیا به ددی خبره د هغه وحشی چاپیریال له… نور لوستل »

عبدالواحد

حاجت نه لری دهیچاویارۍ ته دهغوسره چه مل دی رب زما
اصلاً ټول کارونه دالله په اختیار کی دی اردګان په حقیقت کی یو سپیڅلۍ مسلمان دۍ چه پردی خپل
اسلام قایم ولاړوی نه امریکا نه ددنیاهیڅ قدرت پرده برلاسۍ کیدای سی الم ترکۍ یی ښه مثال دۍ
چه دابراهیم (ع) په مقابل کی الله دکفارو پلان او فوج په مرغانوڅنګه کۍ اوس هم هغه الله دۍ فقط
د ابراهیم (ع)ومحکمی عقیدی ته ضرورت دۍ دافغانستان دغرو سپیڅلومسلمانانو روس غوندی سوپر
پاور څنګه ذلیله اوتار په تارکۍ

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x