نظــر

د چا له جفا نه وژاړو، د پاکستان که د ګل وطن؟/ مشفق حريت مل

 مشفق حريت مل

په دې نه غږيږو چې افغان کډوال څنګه پاکستان ته مهاجر شول او هلته بيا څه وشول ځکه چې دا ټولو ته څرګنده ده چې روسانو په افغانستان يرغل وکړ او په ميليونونو افغانان ګاونډيو هيوادونو ته مهاجر شول.

په لومړي سر کې که څه هم د پاکستان حکومت او ولس له افغانانو سره يا د سياسي مصلحت او يا د بشري همدردۍ په بنياد مرسته وکړه او هغوی سره يې خپله هر راز خواخوږي وښوده؛ خو د وخت په تېرېدو او په ځانګړې توګه په افغانستان د امريکا له يرغل وروسته چې د سيمې په امنيتي حالاتو کې ژور توپير راغی او د افغانانو له پاره د پاکستان د حکومت پاليسي هم بدله شوله، هغه ازادي چې پخوا د افغان کډوالو له پاره وه په پاکستان کې محدوده شوه.

په دې وروستيو کلونو کې بيا بيخي وضعيت بدل شو او افغان مهاجرينو ته حدود وټاکل شول، د ملګرو ملتونو په مرسته ورته ځانګړي کارتونه جوړ کړل شول، چې اوس د کارت نه شتون د افغانانو له پاره يو لوی جرم او درد سر دی او اوس نه شي کولای چې د مهاجر کارت له شتون پرته په پاکستان کې وخت تير کړي.

تير کال د پيښور په پوځي ښوونځي له بريد او سږ کال په تورخم پوله د افغان او پاکستاني عسکرو ترمنځ له جګړې وروسته د پاکستان او افغانستان اړيکي تر بل هر وخت زياتې خرابې شوې، نو همدا پلمه شوه چې پاکستان او افغانستان يو د بل په ضد دې ته چمتو شول چې افغان کډوال خپل هيواد ته ستانه شي.

افغانان هم نن سبا تر بل هر وخت زيات د کډوالۍ له دغه حالت څخه بيزاره دي او د بيرته ستنېدو له پاره په ډيره ليوالتيا هره ورځ په سلګونوکورنۍ خپل هيواد ته ستنيږي؛ خو ددغې پروسې د رسمي پيل يوه مياشت لا نه ده وتلی چې له خپل ګل وطن نه افغانانو چې د کلونو کلونو مهاجرت څخه بيرته ستانه شوي دي، د فريادونو او شکايتونو ځورونکي غږونه پورته کړل او د افغانانو له بد چلند څخه يې شکایت وکړ.

ځينې هيوادوال هيواد ته راستانه شويو کډوالو سره له دې امله بد چلند کوي چې دوی په پاکستان کې وخت تير کړی دی او په پاکستان کې د هغوی اوسېدل او کډوالي ورته جرم ښکاري په داسې حال کې چې مخکې له دې کومو خلکو چې له افغانستان څخه د روسي يرغلګرو د يرغل په وخت کې هجرت نه و کړی هغوی بدنام وو او همدغه افغان مهاجر نيک نام يادېدل؛ خو اوس خبره برعکس ده او افغان مهاجر په بيلابېلو نومونو نومول کيږي او تورنيږي چې دا هغه څه دي چې خپلو افغانانو ته له نقصان او اذيت رسولو پرته نور هيڅ پرې نه ترلاسه کيږي.

هو په پاکستان کې ميشت ځينې افغان کډوال چې لوی سوداګر دي ښې پيسې او ځمکې به لري، د افغانستان په بېلابېلو او مهمو سيمو کې به يې له جريبو جريبو ځمکو کلاګانې او ماڼيو ته ورته ودانۍ جوړې کړې وي چې هيڅ انديښنه نه لري او وطن ته په ستنېدو به په خپلو ابادو کارونو کې ځای په ځای شي؛ مګر دلته ډير شمير داسې کډوال پراته دي چې د ورځې په ګټلو پيسو به يې ماښام کورته وړه او د اړتيا وړ توکي اخيستل، په دې کې يو شمير هغه افغان کډوال هم شته چې له ډيرې بې وسۍ يې مهاجر کارتونه مخکې خرڅ کړل او په پاکستان کې بيا هم له مجبوريته اوسېدل؛ خو اوس يې چې په پاکستان کې شپې تېرول ګران شول د خپل وطن په لوري يې له يو عالم فکرونو او سوچونو سره مخه وکړه، ځکه چې هلته نه په خپل وطن کې سر پناه لري او نه هم پيسې چې ځان ته کور په کرايه ونيسي او خپل بچيان په کې خوندي کړي؛ مګر د هيواد يو شمير د ځمکو او جايدادونو خلکو د دغو مجبورو ستانه شويو افغانانو ورتګ ته چکچکې ووهلې او د هغوی له مجبوريت څخه يې د ناوړې استفادې له پاره خپل ټول فکرونه په کار واچول، او هغه کورونه چې تر دې وړاندې چا په کرايه نه اخيستل اوس يې د ډيرې لوړې بيعې په بدل کې په کرایه ورکوي، او ځينې افغان کډوال چې لږ پیسې ولري او يا هم کوم چا څخه يې په قرض راټولې کړي وي، مګر دغه يو شمېر بې درده خلک بيا هم پرې ونه رحمېدل او له دوی سره يې د بې رحمۍ او زياتي لاره خپله کړې ده، د کمو کمو نرخونو ځمکې او کورونه ورته په داسې نرخونو ورکړل چې هغوی يې دې ته حيران کړل چې اوس د کور کرايې ته پيسې وګټي او که د بچيانو نفقې ته يې پوره کړي؟

تاسو به په خپلو سیمو کې دا ډول حالاتو شاهدان ياست، خو که چېرته خدای مه کړه دا حالت همداسې دوام وکړي، او د بيرته ستانه شويو افغانانو په حالت زړه دردي ونه شي او دوی چې له يوې خوا له پاکستان څخه په مات زړه خو خپل هيواد ته له ډیرو هيلو سره ستانه شوي وي، نو هغه وروستۍ هيلې چې په افغانستان کې يې د ښه ژوند هيلې او تمې وې هغه هم په هيواد کې خاورو ته وسپارل شي او د تل له پاره دغه افغانان لکه څنګه چې د کډوالۍ په حالت کې ځورېدل، اوس به په خپل وطن کې هم د سرپناه او پیسو د نه شتون له امله ځوريږي. ددې تر څنګ دې د ستانه شويو افغانانو سره په تعليمي، روغتيايي او نورو ټولنيزو چارو کې مرسته وشي، ځکه چې له يوې خوا به دوی د هيواد له قوانينو او شرایطو سره نااشنا وي او له بل لوري به له اړتياوو او مشکلاتو سره مخ وي.

نو د جايدادونو او ځمکو له ټولو افغانانو او د ادارو له مسوولينو څخه مې هيله ده چې له بيرته ستنېدونکو افغانانو سره د خپل اسلامي او افغاني احساس له مخې خواخوږي وکړئ ترڅو په خپل ګران هيواد کې د ژوند کولو له پاره په پښو ودريږي او له مجبوريتونو او مشکلاتو څخه خلاص شي.

د ځورېدلو، کړيدلو او مظلومو افغانانو د سوکالۍ په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
wali khan

هغه څوک چی پاکستان کی کور لری هغه کولی شی چی دلته هم کور ولری خو هغه ځوک چی پا کستان کی کور نلری او دپنجابی عوجله کی په کیرایه ژوند کوی نو بیا ولی په افغانستا کی کیرایه ژوند نشی کولی، هغه څوک چی هلته پنجابی کورکی اشپزی کولی شی ولی دیو افغا ن کورکی اشپزی ته زړه نه ښه کوی. هغه څوک چی دخپلی ښخی تلاشی دپنجابی پلیس لپاره بده نه ګڼی نو ولی دخبل پو لیس تلاشی پری دټوپک ډز لګیږی ، داصحیح ده چی پا کستا ن کی نیم نه ډیر افغانا ن مها جر شول… نور لوستل »

عبدالواحداڅګزۍ

له هیچامه ژاړه له خپلی کمرزوری اسلامی عقیدی له خپلو وږو اویتیمانوله بی پروایی او دالله داحکامو دنه
پرځای کولو وژاړه اوکوښښ وکه قرآن عظیم شان ټکۍ په ټکۍ ترجمه ووایه او عمل په وکه بیاوګوره چه
الله لکه چه پرترکیه ورحمیدۍ هم به دغسی پرموږ ورحمیږی ملحدین به نابودکی سپیڅلی مسلمانان به
الله پرسر دقدرت راولی لکه چه عمر(رض)فرمایی چه زمادی په الله قسم وی چه سپۍ ددجلی درود پر
غاړه دلوږی اوتند مړسی الله یی زماڅخه باز خواست کوی

حکمتیار

دا مهمه نه ده چه مونږ د پاکستان ، افغانستان او یا نورو هیوادو استعماری جغرافیاوی پولی په رسمیت وپیژنو ، پرون پاکستان او اسراییل نه وو هغه بله ورځ د افغانستان پولی په اصفهان او ډهلی کی وی کله یو هیواد کوچنی ، کله لوی ، کله زیږول کیږی او کله له منځی ځی ، دا ټول د نړیوال استعمار د استثمارګرو پولی دی او د هغوی غلامان پکی چارواکی دی . پاکستان پرون غلام وزیږیدلو مګر د غلامی یی څه کم اویا کاله پوره کیږی یعنی پوره زوړ ، موړ او باوری غلام دی ، د افغانستان د… نور لوستل »

نوید احمد

مونږ ټولو ته پکار دی چی خپلو راتلونکو مهاجرینو وروڼو ته ښه راغلاست ووا یو هر کلی یی وکړو او د خپل وس مطابق ورسره مرسته وکړو جانی مالی لارښوونی وکړو همداشان کوم وروڼه چی اضافی کورونه لری په کرایه ګانو کی کم والی وکړی چی دا هم مرسته ده خپلو افغانی وروڼو سره

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x