ټولنیزه برخه

د خپلو خوبونو پروړاندې مو مه بې غوره کېږئ!

محمد اکبر حقمل

کله، چې د راتلونکې جوړونې او هیله پالنې په موخه ګام پورته کړئ، نو له خپلو خوبونو څخه به مو په آسانه ډول تېر نه شئ.

وروسته له هغې به مو په کوچنیو بریاوو خیال نه راځي. په بدل کې به یې په لویو خوبونو فکر وکړئ او دا خوبونه به مو تر هغه ځای پورې پر مخ یوسئ ترڅو خپل ځان ددې نړئ ترټولو غوره او ښه موجود ووینئ. تاسو به خپل ټول خوبونه ريښتینې بڼې ته واړوئ او په هغه ځای کې به خپلې اړینې اړتیاوې مخکې له دې څخه، چې اوسني حالت ته وګرځئ  ووینئ او خپل ځان به د شونو او ناشونو پروړاندې وپېژنئ.

دا کار مو په خپله حرفه او مسلک پیل کړئ. داسې فکر او کار وکړئ، چې ستاسو حرفه او مسلکي ژوند پنځو نورو کلونو کې یوې غوره سطحې ته ورسېږي. اوس دا لاندې پوښتنو ته ځواب ووایئ!

۱کار به مو څنګه وي؟

۲په څه کار به لګیا و اوسئ؟

۳ستاسو د کار ځای به چېرې وې؟

۴له څه ډول وګړي سره به کار وکړئ؟

۵څومره مسئولیت به ولرئ؟

۶څه ډول مهارتونه او پیاوړتیاوې به ولرئ؟

۷د څه ډول موخو ترلاسه کولو په هڅه کې به وئ؟

۸په خپله کاري ساحه کې به کومه درجه رتبه یا مقام به ولرئ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x