
سامسنګ خپل پیاوړی سمارټ فون نوټ ۷ معرفي کړ (تصویرونه)
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۱۳مه ۱۳۹۵ل): سامسنګ کمپنۍ د ایس ۷ او ایس ۷ ایج له بریا وروسته خپل پیاوړی سمارټ فون ګلګسي نوټ ۷ (Galaxy Note 7) معرفي کړ.
دغه سمارټ فون نوټ ۵ ته ورته ځانګړتیاوې لري خو په دغه سمارټ فون کې د اوبو ضد ځانګړتیا هم اضافه شوی. دغه سمارټ فون د نوټ د لړۍ تر ټولو پیاوړی سمارټ فون ښودل شوی چې د پخوانیو سمارټ فونونو په پرتله ډیر پیاوړی او نری دی.
په نیویارک کې د دغې سمارټ فون د معرفي کولو په غونډې کې سامسنګ کمپنۍ وویل چې دغه کمپنۍ د دغې سمارټ فون په هارډوییر او سافټ وییر ځانګړې پاملرنه کړې تر څو کاروونکي په دغه سمارټ فون کې څرګند توپیر احساس کړي.
په دغه سمارټ فون کې ښیښه لروونکی ډسپلې، دواړو خواوو ته ایج لروونکی اسکرین، کوالکوم سنپ ډراګن ۸۲۰ ډوله پروسېسر، ۴ ګیګابایټ رېم، چټک او وایرلېس چارجیدو ځانګړتیا او ۱۲ میګاپکسله لروونکی کامره ځای پر ځای شوي.
دغه سمارټ فون هم تر نیم ساعت پورې د اوبو لاندې کار کوي او نه خرابیږي او له اضافي میموري کارډ څخه هم ملاتړ کوي کوم چې د دغې لړۍ په پخوانیو سمارټ فونونو کې شتون نه درلود.
د دغې سمارټ فون د فایل ثبتونې دنننۍ وړتیا ۶۴ ګیګابایټ دی په داسې حال کې چې دغه وړتیا په ایس ۷ کې یوازې ۳۲ ګیګابایټ و. په دغه سمارټ فون کې ۳۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لروونکی بیټرۍ هم ځای پر ځای شوی چې د پخوا په پرتله ډیر پیاوړی دی.
دغه سمارټ فون ۱۴۴۰*۲۵۶۰ ریزلوشن لروونکی کواډ ایچ ډي سوپر امولېډ ډسپلې لرلو سره ۵.۷ انچه اسکرین لري او د نوټ ۵ په پرتله ۲.۲ ملي متره نری ده.
په دغه سمارټ فون کې د سامسنګ کمپنۍ د لومړی ځل لپاره یو ایس بي ټایپ سي (USB Type-C) چارج ځانګړتیا معرفي کړی. په دغه سمارټ فون کې ای ار ای ایس اسکنر هم ځای پر ځای شوی چې سمارټ فون د سترګو په وسیله کلپ کوي.
له دې امله چې دغه سمارټ فون د نوټ د لړۍ سمارټ فون دی نو ایس قلم (S Pen) هم په کې ځای پر ځای شوی چې د پخوانیو ایس قلمونو په پرتله ډیر پیاوړی او غوره ځانګړتیاوې لروونکی دی.
دغه سمارټ فون به د انډرایډ ۶.۰ مارشمېلو سره کاروونکو ته وړاندې شي او له یوې مودې وروسته به انډرایډ ۷.۰ ته اپډیټ شي.
دغه سمارټ فون به د اګست میاشتې په ۱۹مه په څلورو مختلفو رنګونو کې په پیل کې امریکا او له هغې وروسته نورې نړۍ ته وړاندې شي.
سامسنګ کمپنۍ د دغې سمارټ فون د بیې په اړه څه نه دی ویلی خو د ټکنالوژي د برخې کارپوهانو په وینا د دغې سمارټ فون بیه به ۷۷۰ او ۸۰۰ ډالر تر منځ وي.