misr muzahirat

امریکا داسلامي نړۍ لپاره دا ډول حکومتونه غواړي

نن ټکی آسیا- سرمقاله: نن  سهار دلیبیا په پلازمینه طرابلس ښارکې  یوشمیر وسله والو د دغه هیواد لومړی وزیر علي زیدان  یرغمل کړ.

که څه هم  چې ښا غلی زیدان  له  پنځه ساعته توقیف وروسته  د یرغمل کوونکو  له منګولو څخه  راخلاص شو ، خو  دلومړي وزیر په توګه  دهغه یرغمل کیدو او هغه هم  دپلازمینې طرابلس له  ترټولوخوندي سیمې څخه  د دغه هیواد له عامه وګړوسره دخپل هیواد  د امنیتي وضعیت په اړه  زیاتې اندیښنې را پیداکړې .

د لیبیا دلومړي وزیر تر نني یرغمل کیدو   (۶) ورځې  ترمخه   امریکايي کومانډويي ځواکونو   دخپلو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې   ابو انس  اللیبي  په خپل کورکې  اسیر او بیايي نامعلوم لورته  انتقال کړ .

د لیبیا په خاوره کې د امریکايي ځواکونو دغه  خپل سري عملیات  د لیبیا د ولس لخوا تر ټینګ انتقاد لاندي ونیول  سول او هغه یې  د دوئ  دهیواد په حریم  د امریکایانو ښکاره تیری وباله .

خو  د امریکا دبهرنیو چارو وزیر  جان کیري بیا د لیبیا په داخل کې  دخپلو ځواکونو دغه عملیات  قانوني اجراأت  وبلل  او په نوره نړۍ کې یې   هم  امریکايي عدالت ته دمطلوبو کسانو په نیولو  ټینګار وکړ .

له کله نه چې امریکایانو په تیر۲۰۱۱ کې  دمعمر القذافي حکومت  دناټو دځواکونو  دهوايي  بریدونو په  مټ رانسکور کړ   تراوسه پوري  دغه هیواد له  همداسې ګډ وډې او ناوړه امنیتي حالت سره مخ دی .

سرحدي پولې غیر محفوظي ، دملک ترټولو مهم اقتصادي  پیدا وار( نفت ) یې دمختلفو غربي کمپنیو له لوري په خپل سري ډول استخراج او غلاکیږي  او  دامنیتي  وضعیت کچه یې تر دې رارسیدلې چې دهیواد لومړي وزیر یې په رڼا ورځ  د وسله والو لخوا یرغمل کیږي .

دا یواځې لیبیا نه ده چې  دامریکايي ډیموکراسي له برکته په دغه ناورین مبتلا ده بلکې  افغانستان ،عراق  ، تونس ، یمن او مصر هم هغه هیوادونه  دي چې  د امریکایانو دمداخلې له  وجې له ورته برخلیک سره مخ  او د لسګونو زره انسانانو په وژل کیدو سربیره  ورته هره ورځ د داخلي ستونزو او جګړو له امله په ملینونه  ډالر ه  اقتصادي تاوانونه  ور اړول کیږي.

دمصر هیواد  هغه منتخب ولس مشر چې د دې هیواد  دمطلق اکثریت په خوښه  د لومړي منتخب رئیس جمهور په حیث وټاکل شو یوه ورځ یې هم  دخپلې مشروعې واکمنۍ  موده په آرامه نه ده تیره کړې او د ۲۰۱۲ دجون  له لومړۍ نیټې د نوموړي  دټاکل کیدو له  ورځې بیا د۲۰۱۳ کال دجولای تر ۳۰  نیټې دپوځیانو په لاس  دهغه  دمشروع منتخب  حکومت دسقوط  ترنیټې پوري په دغه ستر اسلامي هیواد کې  دامریکایانو په لمسون   خونړۍ مظاهري  روانې وي   چې په زیاتو اقتصادي تاوانونوسربیره  ورکې په لسګونو زره کسان  مړه ، په لسګونو زره  بندیان او په لسګونو زره نور دخپل حق غوښتلو په جرم بندیان کړای شول.

په اسلامي نړۍ کې  د دغه شانې ناورینونو او ټولو شرارتونو ترشا امریکایان لاس لري  ، او نه غواړي  د اسلامي  نړۍ  ولسونه  یوه ورځ هم  په خپلو هیوا دونو کې په خپلواکه توګه د خوښۍ، سوکالۍ او نیکمرغۍ ژوند ولري .

هغوئ تل داهڅه کړې چې  دخپلو طاغوتي  سازشونو له مخې  اسلامي نړۍ نا آرامه وساتي او هلته ورباندې  دخپلو ګټو دخوندیتوب لپاره  داسې  ضعیف النفس   مزدور اشخاص وګماري چې هغوئ  ته دخپلو هیواد نو  تر علیامصالحو  امریکايي منافع  لومړیتوب ولري .

همدا نن له افغانستانه رانیولې تر عراق ،مصر لیبیا، یمن ، تونس او داسلامي نړۍ تر نورو هیوادنو پوري  په ټولو باندي دا شانې اجنبي پاله  چارواکي حاکم او  د اجنبیانو دګټو دتحقق لپاره  خپل ولسونه ځوروي .

نن چې په افغانستان کې  دکرزي  دفاسد امریکايي نظام تر واکمنۍ لاندي  دافغانانو دمادي او معنوي شتمنیو کوم چور اوتالان  روان او افغانستان  دنړۍ دمفسدو هیوادونو په لیست کې لومړي مقام لري  دا ټول  د امریکایانو  دپلان شوي  پروګرام  له مخه دی او هغوئ  دټولې اسلامي نړۍ لپاره  د همداشاني فاسدو حکومتونو غوښتونکي دي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د