وړيا اوښکې «کيسه ګۍ»

عطاء محمد مياخېل

یوه عرب سړي یو سپی درلوده، چې د مرګ په حال کې و . هغه د لارې په منځ کې ناست و او د خپل سپي له پاره یې ژړل . یو سوالګر له هغه ځایه تېرېده، له عرب څخه یې وپوښتل : ولې ژاړې ؟ عرب وویل : زما دا وفادار سپی زما د سترګو په وړاندې مري .دې سپي به هره ورځ ماته ښکار کاوه، د شپې له خوا به زما ساتونکی و او غله به یې زما کورته نه را پرېښودل . سوالګر وپوښتل : د سپي ناروغي څه ده ؟ آیا ټپ لري ؟ عرب وویل : نه له لوږې مري . سوالګر وویل : صبر وکړه، الله (ج) صبرکوونکو ته انعام ورکوي .

سوالګر د عرب په لاس کې له مرغلرو څخه یوه ډکه کڅوړه ولیده. وې پوښتل : په دې کڅوړه کې څه دي ؟ د خوړلو له پاره ډوډۍ او خواړه . سوالګر وویل : ولې سپي ته یې نه ورکوې، ترڅو له مرګه وژغورل شي ؟ د خپل سپي په پرتله له ډوډیو سره ډېره مینه لرم، د ډوډۍ او خوړو له پاره باید پیسې ورکړم، مګر اوښکې وړیا دي، د سپي له پاره مې چې هر څومره وغواړي ژاړم . سوالګر وویل : خاورې دې په سر شه ! اوښکې د زړه وینې دي او د غم په بیه په پاکو او خالصو اوبو بدلې شوې دي، د اوښکو ارزښت له ډوډۍ څخه ډېر دی. ډوډۍ له خاورو څخه ده، مګر اوښکې د زړه له وینو څخه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د