
ښه هنداوڼه به څرنګه پيژنئ؟
دوبی مانا هندواڼه ، سره له دې، چې هندواڼه په سبزیو کې شمېرل کیږي، خو دبلې هرې مېوې په پرتله یې خلک ډېره خوښوي.
اوس ستونزه داده، چې ډیرې خلک هغه هندواڼه نه پيژني، چې رنګ یې سور او خوند یې مزه دار وي او خرابه شوې نه وي.
دښې او مزه دارې هندواڼې دموندلو لپاره پنځه سپارښتنې په دې توګه دي.
۱- که چیرې دهندواڼې پر پوست مو داسی سپین ژیړ بخن خالونه ولیدل، دا خالونه ډېر وو، دا نو ښه دهغې په پرتله ښه هندواڼه ده، چې ژیړ خالونه یې کم او شنه یې ډیر وي.
۲- که چیرې دهندواڼې پر پوست ځینې وچې نښې وې، ددی مانا داده، چې دشاتو مچیو دا برخه لومړی لیدلې ده، ددې مانا بیا داده، چې دا هندواڼه به ډېره خوږه وي.
۳- که هندواڼه چیرې اوږده (مستطیله ) وه دا بیا نارینه او که ګرده وه دا بیا ښځینه ده، دلومړۍ اوبه ډیرې وي او ددویمې بیا خوندوره وي.
۴- دهندواڼې د رانیولو پرمهال دمنځنۍ کچې هغه غوره کړئ، نه ډېره غټه نه ډېره وه، وزن یې باید له پنځو کیلو څخه زیات نه وي.
۵- که چیرې مو دهندواڼې لاندینۍ برخه ولیده، چې رنګ یې شین و، مانا یې داده، چې هندواڼه خامه راشکول شوې ده او ښه پخه نه ده، که چیرې یې رنګ ژیړ بخن وي، نو هندواڼه بیا پخه ده.
دافغانستان په ټولو هندواڼو کې پورته سپارښتنې شته، ټولو ته ښه اشتها او روغتیا.
بکواس لګیا یاست . ښه هندواڼه کور ته راوړل یوازې بخت او طالع غواړي
دا دريمه فقره يي هندواني شانته خوندوره توكه وه
د هغه يوي (نارینه) اوبه ديري أو د دي يوي مزه،، هاها
به عربي زبان كي متل ده جي وايي
المرءة كالبطيخ…..
ميرمني د هندواني به شان دي جي شه او بده يي له ظاهر سخه نه مالوميزي.