افغانستان

الکوزی : هلمند کې ۵ ولسوالۍ له طالبانو سره دي او نوري تر جدي ګواښ لاندي دي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۵ل):د هلمند ولايت په ګرمسېر ، نادعلي ، ناوې ، خانشين او مارجې ولسواليو کې د پيل شويو سختو جګړو نن پنځمه ورځ ده ، دواړه لوري طالبان او افغان امنيتي سرتيري يو بل ته د درني مرګ ژوبلي اوښتو خبره کوي.

د هلمند ولايت چارواکي وايي دا مهال د هلمند ۹۰سلنه ځمکه د طالبانو تر کنترول لاندي ده او حکومت يوازي د دې ولايت پر ۱۰ سلنه خاوره حاکميت لري.

په مشرانو جرګه کې د هلمند استازی هاشم الکوزی وايي د دې ولايت ۵ ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو تر واک لاندي دي او ۷ نوري ولسوالۍ د طالبانو له لوري کلابندي شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د طالبانو له لوري پر ۵ ولسواليو د حاکميت خبر ردوي او وايي طالبان له دې ولايت څخه غواړي جګړه د هيواد نورو برخو ته و غځوي.

هاشم الکوزی زياتوي په هلمند کې دوې ولسوالۍ ( ګرمسېر او ناوه ) له هغه ولسواليو شمېرل کېدې چې د طالبانو حضور په کې خورا کم ليدل کېده خو د تيرو ورځو په جګړو کې طالبانو د ګرمسېر د بېنادر ، سفار ، دورزي او نوري سيمي تر خپل کنټرول لاندي راوستلي او ياده ولسوالي يې د سقوط له ګواښ سره مخ کړې.

د هلمند استازي په يادو جګړو کې د امنيتي ځواکونو له لاسه د سيمو وتلو ستر علت د دوی نه اکمال ښيې.

امنيتي ځواکونه لا نه دي توانېدلي چې له لاسه وتلي سيمي بيا تر لاسه کړي.

په هلمند کې يو قومي مشر خان محمد وايي : (( دا چې چارواکي په رسنيو کې له طالبانو څخه د پوستو د بيرته نيولو نارې وهي ټول درواغ دي ، امنيتي سرتيرو تر اوسه له طالبانو څخه يو ځای هم بيرته نه دی نيولی )).

د هلمند مدني فعال مطيع الله مطيع رسنيو ته په خبرو کې ويلي چې د نادعلي ولسوالۍ يوازي او يوازي مرکز د حکومت تر کنترول او واک لاندي دی.

بايد ووايو پرون د هلمند د والي دفتر په يوه اعلاميه کې همدې ولايت ته د طالبانو د والي د وژلو خبرونه خپاره کړل خو خبرونه هغه وخت ناسم ثابت شول کله چې طالب والي له رسنيو سره د يوې مرکې په ترڅ کې د خپل ژوند په اړه ډاډ څرګندکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x