کله چې د ولسمشرۍ مقام په بشري جنایت تورن شي

نن ټکی اسيا سرمقاله : ولسمشر د هیواد د ټولو وګړو د حقونو مدافع او ساتونکي وي.

ولسمشر د رسمي تحلیف له مخې د هیواد د خلګو د ځان ، مال او ټولو حقه حقونو د ساتنې او رعایت مسؤل وي او د هغوی د هوسايي او نیکمرغۍ دنده لري.

خو په افغانستان کې له بده مرغه چې خپله د ولسمشرۍ مقام د خپل ولس په ځورولو او د هغوی په خلاف د بشري جنایتونو په تر سره کولو تورنیږي.

د بشري حقونو د څارسازمان د تیرې یکشنبې په ورځ د یوه خپاره کړي رپوټ په ترڅ کې د افغانستان د ولسمشرۍ مقام لومړی مرستیال ښاغلی جنرال دوستم تورن کړ چې په فاریاب کې یې د ولسي خلګو په خلاف پوځي عملیاتو کې ۱۶ تنه ولسي خلګ وژلي.

که څه هم چې ښاغلی دوستم او په هغه پوری تړلی جنبش ګوند د ده په اړه د بشري حقونو د څارسازمان تورونه ردوي او هغه ناسم بولي خو په آسیايي برخه کې د بشري حقونو د څارسازمان مرستیال فلیم کین د خپل نشر کړي راپور د سپیناوي په غرض تیره ورځ له طلوع تلویزون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې هغوی د خپل خپاره کړي رپوټ په اړه موثق اسناد لري او هغه یې د جنایت د ترسره کیدو له ځایه د کره او عیني شواهدو په اساس تیار کړی.

د بشري حقونو د څارسازمان مرستیال ښاغلي فلیم کین، د ولسمشري لومړۍ مرستیال یواځې په فاریاب کې د ولسي خلګو په وژلو تورن نه کړ؛ بلکي ویې ویل چې ښاغلی دوستم او په هغه پوري تړلو ملیشو د افغانستان د شمال په ګڼو ولایتونو کې وحشیانه جنایات تر سره کړې او نوموړی تر دې وړاندې هم د ولسي وګړو پرخلاف د جنايي جرمونو سابقه لري.

دا هم په افغانستان کې د امریکايي دیموکراسي عدالت دی چې د بشري حقونو د څارسازمان لخوا په جنايي جرمونو تورن اشخاص په افغانستان کې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیالۍ په څیر مهمو دندو ته لاس رسی پیداکوي او بیا له حکومتي مقام څخه په استفادې سره نورهم خپلو جنایاتو ته دوام ورکوي.

ښاغلی دوستم که د ده په اړه د بشري حقونو د څارسازمان راپور بي بنسټه بولي، خو د هغو قومي مشرانو د ژوندیو مرکو په اړه هیڅ ځواب نه لري کومې چې په مزار شریف او کابل ښار کې یې له رسنیو سره کړې او د ده د ملیشو جنایات یې افشاء کړي.

د ملي یوالي حکومت له جوړیدو راهیسې د یاد حکومت لومړی مرستیال ښاغلی دوستم د خپل کار د دفتر په ځای تر ډیره په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د ولسي خلګو په خلاف د جګړې په لومړیو کرښو کې لیدل کیږي او شخصي ملیشي یې هم د ده له مقام نه په استفادې سره د شمال د ځوریدلو خلګو په خلاف وحشیانه کړنې تر سره کوي.

وبه لیدل شي چې د لومړي مرستیال په اړه د بشري حقونو د څارسازمان تر وروستي راپور وروسته د ملي یووالي حکومت څه اجراءات تر سره کوي؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د