نظــر

آیا نجیب پېژنئ؟ (۳)

نجیب له سخت دریځۍ او بد خويۍ سره هوکړه کړې وه، او دغه اخلاق یې د خپل ژوند یو امتیاز  ګڼلو، ویاړل یې چې د کور ټول غړي له ده څه یرېږي، له دې وجې چې مور، نیا، ماما، خورګانې او واړه وروڼه مرګوني وهي! د درواغزن غرور او رواني آرامۍ احساس یې کولو!

نجیب له خپل دغه کردار سره هم کرکه پنځوونکی او هم ډار اچوونکی و، نوموړي دکورنۍ ټول غړي وهل او ټکول، له پلار نه مې پرته، بل هېڅوک د نوموړي له وهلو ټکولو نه بې داغه نه وو پاتي،

دنوموړي دغه وهل ټکول تر دې کچې وحشیانه وو چې زمونږ د کورنۍ معصومو ماشومانو به چې کله دده آواز واورېدو، غړي به یې وتښتېدل، او له ډاره به یې ځان ته یو پناه ځای لټولو! د نجیب وهلو ټکولو زمونږ د کورنۍ ډېری ماشومان په رواني ناروغیو اخته کړل! ټول جنجالي، بد اخلاقه، سخت او بې کاره راغلل، په ټولنیزو تعاملاتو کې ځانځاني او سختي اکثرا د دوی د تعامل یو جزء لایتجزی ګرځېدلی! لکه څنګه چې علمي تحلیل حکم کوي چې له ماشومانو سره سخت چلن د هغوی په لویوالي کې را څرګندېږي، او د ماشومانو شخصیتونه هماغه د ماشومتوب په وخت کې جوړېږي، پر همدې اساس له ماشومانو سره د بد او سخت چلن مخنیوی دقیقه پاملرنه غواړي.

مګر نجیب په بې پروایۍ سره پرته له دې چې رواني او روحي حساس مسایل په نظر کې ونیسي، زمونږ په بې رحمانه وهلو ټکولو به یې لاس پورې کولو، او ټول یې بې روحيې افراد او ډارن جوړول!

نجیب د ښوونځي په ثانوي دوره کې ښې نومرې لرلې، دساینس او ریاضیاتو په مضامینو کې به یې لوړې نومرې اخیستې، د خپل ټولګي ممتاز زده کوونکی ګڼل کېدو، نوموړی له ښه استعداد نه برخمن و، مګر متاسفانه چې په سالمه او سمه لار کې یې له هغه نه ګټه پورته نه کړه، هر وخت یې د فتنو په جوړولو کې ګټه ترېنه اخیسته. نجیب د حبیبیې ښوونځي تر پایه د پلار د تېر ایستلو لپاره مې د اخلاقي فساد تر څنګ دیني فرایض تر سره کول، لمونځ یې کولو، روژه یې نیوله، د قرآن کریم ختم به یې کولو.
پلار مې چې دینداره سړی و، د نجیب په دې کار به خوشحاله کېدو، خو که یې اولادونه په غلطو لارو تلل، ده یې د اصلاح او ښه والي لپاره هېڅ ډول هڅې په کار نه اچولې! پلار مې هېڅکله د کورنۍ د یوه مسول او رئیس په توګه و نشو کړی چې د پلارتوب دندې تر سره کړي، د غفلت په خوب کې داسې ډوب و چې هېڅ کله نه پوهېدو چې دده په کور کې څه تېرېږي، او زوی یې د کومو بیکاره، بدو او د انساني کرامت پر خلاف اعمالو مرتکب کېږي؟ د نجیب مطلق العنانۍ، وېرې او وحشت د کور فضا په یوه ځنګل بدله کړې وه، داسې چې قوي باید کمزوری وخوري! د نجیب و حشتناک استبداد پلار د پلارتوب له دندو څخه بر طرف کړی و، ځکه د نجیب وحشت او ډار پلار ته د را څرګندېدو فرصت نه ور کولو، پلار په کورنۍ کې په بشپړ ډول د پلارتوب نقش بایللی و، یوازې یوه دنده یې لرله، چې له هرې مشروع او غیر مشروع لارې د کورنۍ د ژوند، او دنجیب د ګوند بازۍ، عیش او عشرت لپاره یو څه پیسې را پیدا کړي! زمونږ له کورنۍ نه د تفاهم، محبت، انسانیت، عاطفې، دوستۍ، او یو د بل حقوقو ته د احترام فضا کډه بار کړې وه، نجیب یو ځای مور د پلار، پلار دمور، خور د خور، ورور دورور پر ضد را پارول، ټول یې یو پر بل ور هڅول، او بیا به یې بهانه جوړه کړه او ټول به یې تر مرګونو وهلو لاندې ونیول! خو بیا هم پلار مې د ټولو دغو بدبختیو مسول دی، چې ولې یې په ماشومتوب کې له دا ډول یو بې رحمه موجود سره مقابله ونه کړه، پرې یې ښود چې لومړی کورنی چاپیریال او بیا یې لویه ټولنه د خپل مشر زوی د نالایقۍ قربان شي!

نجیب مې که پلار په لمونځ او عبادت کولو تېر ایستلو، آیا پلار فکر نه کولو چې تقوی او پرهیزګاري بشپړ روښانه مفاهیم دي؟ انسان ته ښايي چې خپل ځان له هر ډول ګناه څخه پاک او ستره وساتي، غلا، وژل، زنا، لواطت، د الکولي مشروباتو څښل، رشوت خوري، سود خوري، پر معصومو ښځو تجاوز کول، او غلطه استفاده، د اسلام په دین کې لویې ګناوې ګڼل کېږي، او الله جل جلاله ددغه اعمالو تر سره کوونکي نه بښي، او دغه شرمناک اعمال له اسلامي قوانینو، او زمونږ عنعنوي ټولنې له مقرراتو سره مغایرت لري، هره ټولنه خپل ځانګړي قوانین او اخلاق لري، آیا له هلکانو او نجونو سره بدکاري کول جواز لري؟ نجیب چې ځان یې لمونځ کوونکی، پرهیزګار او دقرآن شریف ختم کوونکی ګڼلو، آیا نه پوهېدو چې ټول دغه اعمال چې دی یې تر سره کوي د اسلام د دین له قواعدو او مقرراتو سره منافي دي؟ هو، ښه پوهېدو، مګر شریر او شیطاني نفس یې غلبه پرې کوله، او دی یې دېته هڅولو چې دا ډول ژوند پر مخ بوزي!

نجیب به د غیرت، ننګ او ناموس خبرې کولې، مګر په کور کې یې د کور د خدمتګارانو په ناموس تجاوز کولو! هغه وخت چې نجیب د حبیبیې په ښوونځي کې په زده کړو بوخت و، خور مې دنیک محمد مېرمنې زمونږ د سالنګ له وطنوالو نه یوه کورنۍ د خادمې او مزدورې په توګه  نیولې وه، په دغه کورنۍ کې یوه مېرمن وه چې په ( تبرکو ) به یادیده، نجیب به هر وخت د لږو پيسو په مقابل کې د هغې له بدن نه ناوړه استفاده کوله، په یوه بستره کې به ور سره یو ځای کېدو! کله چې نوموړې بې اسرې مېرمنې په خپله ګېډه کې له نجیب نه ماشوم روزلو! نجیب پرته له دې چې د وجدان آواز ته غوږ ونیسي، نوموړې یې په زور له کور نه وایستله، او بیا پوه نشوو چې بیچاره مېرمن د کوم برخلیک په لوري د نجیب د هوسرانۍ قرباني شوه!  دا د کور لومړنۍ او وروستنۍ بدبخته خادمه نه وه، او دغه طبقه چې نجیب به یې په کلونو شعار پورته کولو، د نجیب د شهوت رانیو هدف ګرځېدله!

یوه ورځ زه  زمونږ د کور د تشناب تر څنګ چې زمونږ د وتلو د دروازې له اوږده دهلیز سره نېږدې و، تېرېدم، یو ږغ مې تر غوږ شو! ور لنډ شوم!  ګورم چې ( ګل بانو ) هغه معصومه مزدوره نجلۍ چې زمونږ په کور کې یې کار کولو له نجیب سره خبرې کوي! بیچاره نجلۍ د نجیب په پښو کې سوال او زارۍ کولې، او پرله پسې یې ترې غوښتل چې په عفت یې تجاوز ونه کړي! داسې زارۍ یې کولې چې کېدای شي نارې یې د الله جل جلاله تر عرش پورې رسېدلې وې! ولې دغه شرف بایللی موجود ( نجیب ) چې له خباثت، نامردۍ او ګناه سره یې هوکړه کړې وه، او دغه شیطاني صفات چې شیطان دده په سترګو، زړه او دماغ کې ښایسته کړي وو، د نجلۍ زاریو ته یې غوږ ونه ونیو، د ځناور په څېر يې د نوموړې په عفت تجاوز وکړ! او دغه قرباني شوې نجلۍ هم دخپل بد بخت برخلیک په لوري لاړه!

ژوند نجیب ته د کمزرو او ناتوانو پر حقوقو له تجاوز، او دخپل قدرت له ساتلو پرته بل مفهوم نه درلود، او پلار مې د نجیب ټول شیطاني کړنې په سترګو لیدلې! مګر د نجیب د پلیدو اعمالو په مقابل کې او د هغه په وړاندې د دريځ په خپلولو کې له هر ډول جراءت نه خالي او ناتوانه و، یوازې دخپلو پښتونستي تنګ نظره نظریاتو د وړاندې کولو عاشق و او بس. فکر یې کولو چې ټوله نړۍ، او د ژوند مسایل په څلور کلیمو پښتو، پښتون، پکتیا او پښتونستان کې خلاصه کېږي! نور یې هېڅ ډول وطني، وجداني، او دکورني مسولیت احساس نه کولو!  او د نجیب د ناروغې اروا په مقابل کې یې جدي عکس العمل نه ښودلو!  نجیب د خپلو وهلو او ټکولو له وجې د کور د ننه داسې فضا راوستې وه چې چا نشوای کولی له ده نه پلار ته شکایت وکړي، او کله که به له چا نه شکایت ډوله خبرې وشوې، نجیب به هغه په زړه کې ورته واچول، او سمدستي به یې د هغه بدله ترې اخیسته!  له یو څه وخت وروسته به یې بله موضوع بهانه کړه، او خپل غچ به یې اخیست، په حقیقت کې د نجیب په اصل کې  د ترحم، عاطفې، شفقت او مهربانۍ په نامه څه شي شتون نه درلود! نوموړي ته سختۍ او زور مفهوم لرلو، چې د ژوند هر څه پرې حلال ګڼل کېدای شوای! د همدې درک پر اساس به نجیب داسې کسان لټول چې له ده سره په ذهنیت او کړو کې ورته والی ولري، له هغوی سره به ډېر زر ملګری شو، بې ځایه او بې ګټې ګرځېدل او بلنې به یې تر سره کولې! تر هغه چې نجیب سیاست ته نه وه مخه کړې، اصلا د مطالعې او لوستلو اهل نه و، هېڅ ډول علمي، ادبي، فلسفي آثار یا کیسې او ناولونه یې نه وو لوستي، یوازې له یو څو نورو بدماشانو سره به یې ژوند د یوې لوبې په څېر تېرولو، که څه محدوده مینه یې له موسیقۍ او سپورت سره لرله هم، د رواني اړتیاوو، او د سالم او منطقي علمي درک په اساس نه وه، یوازې د ځان ښودلو لپاره و، چې غوښتل یې  پر همزولو باندې دخپل ځان او خپلې زورګويۍ د منلو له پاره استفاده ترې وکړي…

نور بیا

عبد الخبیر جاهد

————-

ټولې برخې په لاندي ادرس:

ایا نجیب پيژنئ؟ ټولې برخې ( لینک)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x