ورزش

المپيک سيالۍ او د افغانستان لوبغاړي

 

سميع الله پام

– هغه سيالۍ چې د نړۍ نږدې ټول هېوادونه يې برخوال دي، او په هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.

دا ځل دغو سیالیو ته د برازيل رويو ښار غوره شوی دی.
افغانستان هم دغو سیالیو ته درې لوبغاړي استولي دي.
په سږني المپيک کې به کيميا يوسفي د ښځينه و او عبدالوهاب زهيري د نارینه په سل متره ځغاسته او دغه راز محمد توفيق بخشي د سل کيلو وزن په کټه ګورۍ کې د جودو په برخه د افغانستان استازيتوب وکړي.

د المپیک نړیوالې کمیټې دغو دریو افغان لوبغاړو ته د المپیک په سږنیو سیالیو د ګډون فوق العاعده حق ورکړی ځکه ویل کیږي افغان لوبغاړو سږ کال په دغو سیالیو کې د ګډون قانوني مراحل نه دي بشپړ کړي.

ویل کیږي په بیلابیلو برخو کې افغان لوبغاړو سږ کال د المپيک د ریاست پر سر د لانجو له کبله ونشول کړای، چې په المپیک سياليو کې د ګډون قانوني پړاونه بشپړ کړي.

افغانستان لومړی ځل په 1936 ز کال کې د المپيک په سياليو کې برخه واخېسته او نولس لوبغاړي يې دغو سياليو ته استولي وو.

ایتا کاله وړاندې د المپیک په سیالیو کې د افغانستان له لومړي ګډون راوروسته دا د المپیک ۱۹مې سیالۍ دي.

افغان لوبغاړو په دې موده کې پینځه ځله د جنګ جګړو له کبله د المپیک په نړیوالو سیالیو کې برخه وانخیسته، خو په نورو څوارلسو پړاونو کې یوازې په 2008 او 2012 کال کې د برونزو د مډال په ترلاسه کولو بريالي شوي.

سږنی المپيک به د روانې عيسوي مياشتې په 5 نېټه پېل او په دوه څلوېښت لړيو کې په 26 لوبيزو څانګو کې ترسره شي.
دغه المپيکي سيالۍ د نړۍ د 206 هيوادونو د لوبغاړو په ګډون په 37 لوبغالو کې تنظيم شوي او دوه اوونۍ به دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x