افغانستان

طالبانو په نادعلي کې د تسليم شويو عسکرو ويډيو نشر کړې

نن ټکی اسیا (چارشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): دوې ورځي وړاندي رسنيو راپورونه خپاره کړل چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۰ تنه عسکر نادرکه شوي.

امنيه قومندان اقانور کېتوز د عسکرو د ورکېدا تر څنګ وويل په نادعلي ولسوالۍ کې د لسګونو عسکرو د برخليک په اړه معلومات نه لري.

طالب ويندويانو د اګست په لومړۍ ورځ خبرونه خپاره کړل چې د نادعلي په ويلډينګ چهار راهي کې ورته ۴۶ تنه د ملي اردو او ۲۰ تنه نور پوليس تسليم شوي.

نن طالبانو پر خپل رسمي ويب پاڼه الاماره باندي د هغه عسکرو ويډيو نشر کړې چې په نادعلي ولسوالۍ کې ورته تسليم شوي.

په ويډيو کې له ۲۵ څخه زيات عسکر ليدل کيږي چې په يوه لوی اطاق کې ناست دي.

د تسليم شويو عسکرو په ډله کې ځيني زخميان ښکاري چې زخمونه يې په پټيو پوښل شوي او عکاسي کوونکی له عکاسۍ سره په خپلو خبرو کې وايي چې موږ به دوی ( پوليس ) خوندي ځای ته انتقال کړو.

ويډيو د لاندي ورکړل شوي لينک په مرسته کتلای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x