شعـــــرونه

ډالۍ!/ فيض ځلاند

فيض ځلاند

ژوندی به شي را ووځه لږ له ځانه ناخبره
څوک مري درپسې ورځ په ورځ جانانه ناخبره

دې ښار کې خلک څنګه وژل کیږي ژوندي کیږي
له ګټې ناخبره له تاوانه ناخبره

غریب یم باید وساتمه خیال زه د جونګړې
زه ستا په شانې نه یم له بارانه ناخبره

زموږ کیسه جلا ده موږ ددې زمانې نه یو
نه ځمکه نه اسمان لرو نادانه ناخبره

ځلانده خود غرضه شه که ډیره دنیا غواړي
له خدایه ناخبره له ایمانه ناخبره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x