افغانستان

امریکا غواړي ډاکتر عبدالله د ولسمشر لومړی مرستیال کړي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د ملي یو والي حکومت دواړو غاړو دوه کاله مخکې پر دې توافق کړی وو چې د اجرائیه ریاست په نامه به ډاکتر عبدالله لپاره نوې چوکۍ را منځته کیږي، چې تر دوه کلونو وروسته به د لويي جرګې په راغوښتلو او اساسي قانون کې په بدلون سره دغه چوکۍ په صدارت بدلیږي.

خو اوس یو شمېر باوري سرچیني وايي چې امریکا دغه حکومت په لږ بدلون سره تر راتلونکو پنځو کلونو پوري غځول غواړي.

سرچینه زیاتوي چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ته د قناعت ورکولو هڅه کیږي ترڅو ډاکټر عبدالله ته تر خپل مرستیالي تیر شي، خو نوموړي تر اوسه قناعت نه دی کړی.

ځیني شنوونکي وايي چې په دې وروستیو کې د حقوق بشر نړیوال څارني ادارې له لوري د جنرال دوستم ملیشې په جنګي جرایمو تورنول کیدای شي د امریکا لپاره یوه بله پلمه وي تر څو جنرال دوستم له خپلي چوکۍ څخه ګوښه کېدو ته اړ کړي.

د کابل څخه خپرېدونکي یوې خبري رسنۍ ته د ملي شورا غړي او د جنرال دوستم نیژدې کسانو ویلي چې په اساسي قانون کې د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د کار موده مشخصه شوې، د اجرائیه ریاست د کار موده د یوې سیاسي تفاهمنامې پر اساس د دوه کلونو لپاره ټاکل شوی چې هغه موده په ختمېدو ده او دغه ریاست نور خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.

د جنرال دوستم د ډلي جنبش یوه غړي ویلي چې جنرال دوستم به هیڅ کله خپله چوکۍ چاته پرې نه ږدي.

باید وویل شي چې د ملي یووالي حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړېتوب د امریکا په سفارت کې را منځته شو چې له امله یې د انتخاباتو د دویم پړاو پایلي نا اعلان شوي پاته شوې او دواړه مشرانو تر منځ واک نیم په نیمی وویشل شو.

اوس چې دملي یووالي حکومت دوه کلنۍ موده په پوره کېدو ده، امریکايي چارواکو هڅي رواني کړي دي تر څو ددې تر مخه چې حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړي، یوه بله چاره ولټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

ددې مردار خورو مخ چې ووینم نو ډوډۍ ولاکه خند راکوي !
نلت په صلیبي اشغالګرو او فاسد افغان دولت !!!

خبلواک

ناسمه ده چه عبدالله ته ډاکتر ویل کیږی ، هغه ډاکتر نه دی، هغه د طب پوهنځی ته د هغه د دعوی له مخی کامیاب شوی وو په هغه وخت کی چه د هغه فاعل ( کارمل ) د کمونستانو جمهور ریس وو سربیره پردی چه ډاکتر نه دی، د ببرک کارمل بچه بیرش وو ، مسعود چه په ښکاره مجاهد او په پټه کی یی د چینایی کمونستۍ ( شغله چاوید ) غړیتوب درلود ، روسی کمونست ( کارمل ) چینایی کمونست ( مسعود ) ته ( د اړیکو د ټینګولو یا د هغه څخه د استفاده کولو یا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x