سامسنګ ټولو کمپنیو ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د وروستیو شمیرو پر بنسټ چې د اندرایډ سمارټ فونونو د خرڅلاو په اړه وړاندې شوي د سامسنګ کمپنۍ یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړی.

په دې وروستیو کې په ځانګړی ډول ۲۰۱۶ز کال کې ځینې چینايي کمپنیو هم د پام وړ پرمختګ وکړ او ځینې کمپنیو لکه هواوې، شیایومي او اوپو وتوانیدل د نړۍ زیات شمیر پيژندل شوو کمپنیو ته ماتې ورکړي.

خو وروستي راپورونه ښيي چې سامسنګ یو ځل بیا لومړی مقام ګټلو سره خپل پیاوړو رقیبانو ته ماتې ورکړی. د سامسنګ کمپنۍ درې سمارټ فونونه ګلکسي ایس ۷ ایج (Galaxy S7 Edge)، ګلکسي جې ۲ (Galaxy J2) او ګلګسي ایس ۷ (Galaxy S7) د ۲۰۱۶ز کال په لومړی نیمايي کې تر ټولو زیات خرڅ شوي سمارټ فونونه دي.

نن د سټراټیجي انلېټېک (Strategy Analytic) په راپور کې ویل شوی چې د سامسنګ کمپنۍ ګلکسي ایس ۷ ایج د ۲۰۱۶ز کال په لومړی نیمايي کې د انډرایډ په سمارټ فونونو کې تر ټولو زیات خرڅ شوی سمارټ فون دی. ګلکسي ایس ۷ ایج سره د لوړې بیې د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شو او یوازې په شپږو میاشتو کې ۱۳.۳ میلیونه يي خرڅ شوي.

ګلکسي جې ۲ او ګلکسي ایس ۷ په ترتیب سره دوهم او درییم مقام خپل کړی. ګلکسي جې ۲ یوه درمیانه سمارټ فون دی خو بیا هم د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شوی. سامسنګ کمپنۍ توانیدلی د ۲۰۱۶ز کال په لومړی نیمايي کې ۱۳ میلیونه جې ۲ سمارټ فونونه خرڅ کړي. له جې ۲ څخه د کاروونکو تود هرکلی ښيي چې د سامسنګ کمپنۍ د درمیانه سمارټ فونونو په بازار هم حاکمیت لري. په دغه موده کې د ګلکسي ایس۷ (Galaxy S7) ۱۱.۸ میلیونه سمارټ فونونه خرڅ شوي.

له دې څخه وړاندې په خپرو شوو شمیرو کې سامسنګ کمپنۍ د ۲۰۱۶ز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د اپل او هواوې کمپنیو ته ماتې ورکړې وه. په دغه درجه بندۍ کې د اوپو کمپنۍ سمارټ فون څلورم او شیایومي پنځم مقام خپل کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د