ټولنیزه برخه

د شیطان سره مرکه

وایی چی کوم وخت یو عابد انسان ته شیطان په مخه ورغی . عابد ورته وویل چی اې لعین مخلوقه ! آیا کولای سم څو پوښتنی درڅخه وکړم ؟ هغه ورته وویل چی باالکل یې کولای سې .
عابد : ته خو همیشه انسانان د سمی او حق لاری څخه اړوې او هغوی خطاباسې ، آیا را ته ویلای سې چی څومره تعلیم دی کړی دی ؟
شیطان : ما پی ایچ ډي کړې ده یعنی دکتورا لرم .
عابد : دکتورا دی په څه شي کی اخیستې ده ؟

شیطان : په غولولو او خطاایستلو کی .
عابد : ته د کومو خلکو سره مینه لرې ؟ یعنی کوم انسانان درباندی ګران دي ؟
شیطان : هغه کسان چی ډیر ټلویزیون ګوری .
عابد : ته د چا څخه ډیر بیریږې ؟
شیطان : د خدای د دوستانو یعنی متقی او پرهیزګارانو څخه ډیر بیریږم .
عابد : ستا د خوښی وړ لوبه کومه یوه ده ؟
شیطان : لوټ او تالان .
عابد : ستا شوق  ؟
شیطان : د آدم د اولاد ګمراه کول .
عابد : که ته د یوې ورځی لپاره د کوم هیواد واکمن سې ، نو څه به وکړې ؟
شیطان : ته خو هم عجیب او بې خبره انسان یې . د نړۍ پر درو برخو همدا اوس زما واک چلیږی ، خو ته می فقط د یو هیواد واکمن کوې او هغه هم صرف د یوې ورځی لپاره ؟!
عابد : ښه ابلیسه ! ستا د روغتیا راز په څه کی دی ؟ یعنی ولی هیڅ نه مریض کیږې ؟
شیطان : دا ځکه چی یوه ډیره ښه ترکیبی دوا خورم او هغه دا ده : د بدۍ او غولونی تخم میده کوم او هغه د مِکر پر نغري او  د غیبت پر اور پخوم ، سهار او ماښام یې د غرور په کاچوغه خورم .
عابد : ستا آدرس ؟
شیطان : ابلیس منزل ، اتاق نمبر ۴۲۰ ، فتنه واټ ، فریب مېنه ، ۳۹ بلاک ، خیانت روډ ، شیطانستان !

منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ، لومړی جلد ، ۲۰۱۲ ) ؛ ۴۲ ـ ۴۴ مخونه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x