سرچینه: د دهمزنګ پيښي تر شا د حکومت لاس وو

نن ټکی اسیا (چارشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): نن ټکي اسیا ته باوري سرچینو ویلي چې د تېرې جولای میاشت په ۲۳مه نیټه د پلازمینې کابل د دهمزنګ پر څلور لاري د چاودنو په اړه د حکومت یو شمېر جګپوړو چارواکو ته مخکې له مخکې معلومات وه، خو بیا یې هم د جنبش روشنايي حرکت ته د سزا ورکولو په خاطر ددې پيښې مخنیوی ونه کړ.

حکومتي چارواکو ته ډیري نیژدې یو بلي سرچیني نن ټکی اسیا ته وویل چې د حکومت برحاله ډګروال ورته د لاریون په شپه وویل چې سبا دې بهر نه اوزي، ځکه چې په خبره یې، حکومت غواړي جنبش روشنايي حرکت ته درس ورکړي.

د جنبش روشنايي د لاریون په منځ کې سربیره پر دې چې ټینګ امنیت یې نیول شوی وو، لاریون ته دننه د داسې کسانو ننوتلو اجازه ورکړل شوې وه چې د لاریون ګډونوال نه وه، چې د همدې امنیتي نقطې څخه په استفادې د داعش دوه تنه سرتیري بریدګر لاریون ته په ننوتلو وتوانېدل.

تر اوسه لا روښانه نه ده چې د لاریون تر ځایه په دومره لویو امنیتي تدابیرو کې سرتیري بریدګر څرنګه ورسیده.

که څه هم د دهمزنګ د پيښي لپاره حکومت یو پلاوی ټاکلی وو، خو د دغه تحریک مشران اوس دې یقین ته رسیدلي دي چې چاودني د حکومت سره په همغږي رامینځته شوي دي او زیاتوي چې دوی د نړیوال څیړنیز ټیم له لوري د دغې پيښې تحقیقات غواړي.

باید وویل شي چې د چاودني په شپه د ارګ څخه باخبرو سرچینو او ارګ ته نږدې «سرخط» ورځپاڼي خبر ورکړی وو چې ولسمشر اشرف غني د جنبش روشنايي د هزاره مشرانو د نیولو امر کړی، خو وروسته معلومه نه شوه چې ولې د ولسمشر دغه پریکړه عملي نه شوه.

د دهمزنګ په پيښه کې تر اتیا زیات ګډونوال ووژل شول او تر ۲۶۰ زیات نور ټپیان شول، خو حکومت بیا هم تیار نه دی چې په دې اړه بې پرې او د نړیوالو څیړونکو ټیم ته اجازه ورکړي چې په دغه خونړۍ پيښي کې د ښکیلو اړخونو څېره رسوا کړي.

ځیني شنونکي او د اهل تشیع مشران وایي چې دا سرتیری برید نه بلکي منظمي چاودني وې. د کابل عام اوسیدونکي هم په پېښه کې د حکومت لاس ښیي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.