دفاع وزارت: په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د ملي اردو ۱۵ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د دفاع وزارت له لوري نن ټکی اسیا ته په راسیدلي خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د ملي اردو ۱۵ تنه منسوبین وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاته وي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې ملي اردو د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې پوځي عملیات تر سره کړه چې په ترڅ کې په لسګونو وسلوال مخالفین هم ووژل شول ، ۵۰ تنه یې ټپيان شول او ۱۴ تنه یې نور ژوندي ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو ځواکونو په ننګرهار، غزني، پکتیا، پکتیکا، کندهار، زابل، فراه، هرات، جوزجان، کندز، بدخشان او هلمند کې عملیات وکړه، چې یوازي د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالي کې ۴۸ تنه طالبان ووژل شول او ۲۲ تنه یې نور ټپيان شول.
او زیاته کړې چې د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې ۲۶ تنه طالبان وژلي دي.

بل خوا طالبانو هم په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په لسګونو عسکرو او پولیسو ته د مرګ ژوبلي اړولو ادعاوي کړي او په خپل اړخ کې د مرګ ژوبلي ادعاوي بې بنسټه بللي دي.

د شنوونکو په نظر د افغانستان حکومتي چارواکي او حکومت پلوه رسنۍ تل هڅه کوي چې د خپل اړخ بریاوي زیاتي وښيي او په مقابل کې یې خپل تلفات کم وښيي، چې همدا کار بیا طالبان هم په خپله توګه کوي.

د افغانستان په اکثرو سیمو کې خپلواک خبریالان نسته او یا هم د ښکېلو اړخونو له خوا کار ته نه پرېښودل کیږي چې له امله یې ددغه شمېرو تدقیق او د جګړې له حاله په سمه توګه خبرېدل ستونزمن شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د