زموږ کلي او بانډې – څلورمه برخه

Laghman2لیکنه: سمیع الدین افغاني

په کلیو کې  ودونه  او دودنه :
په کلیو کې د ودونو رواجونه  ډیر جنجالي وه، د واده  مراسموته د ډیر پخوا څخه  تیاري نیول  کیده ،ځینې کورنیو به په  ځوم ډیر باج او تاوانونه را وستل ، هغه  یې مجبوروه چې دناوې لپاره ډول ډول جامې ،ګاڼې،  زیور او ډیر نورمجللو  تحایفو برسیره

دناوې نژدې  خپلوانو ته نقدي اوجنسي تحایف  برابر کړي او همدارنګه په واده کې دسیمې خلکو ته میلمستیا  جوړه او د هـغوی دخوشحالي لپاره سازیان راوبولي، چې دې او نورملا ماتونکو مصرفونوځوم دژوند تر پایه  پوروړی ساته۰

دکلي هلکان به د سازیانو په راتګ خوشحالیدل ،  یو بل  به یې د واده د ځای او د سازیانو ډلې نه خبر ول او ویل به یې چې نن شپه په بریاکوزکلي کې  واده دی او دګلکي استا دیا  ماجتي ، غلام   ،پاینده اویا کومه بله  هنري ډله ېې واده ته رابللې  ده ۰

سازیانواومیلمنوته په  کلي اویا هم  د کلي  ومخې ته  مناسب ځای جوړوه  چې  ټغرونه او کټونه به پکې پرا ته اود ګیسونــوپه ذریعه به روښانه کیده ، سندرغاړو به په وار سره ارمونیه ترغاړې کـړه او خوږې سندرې او نغمې بـه یې میلمنو ته اورولې، موظف  کسانـوبه  چای،چلــم  او اوبه   ګرځولې ، دسیل ساحه  به دچلمونو او سګرټو په  دودونو لړلې وه۰

په لغمان  کې محلي سازیان ډیر وه چې   دهغوی د جملې څخه یو هم استاد ګل محمد وه چې په ګلکي  مشهوروه ،هغه به  په سندرو کې د مستو بګتیو ،غزلو، مصرو ، اوڅلوریزو  تر څنګ ډیر په زړه پورې داستانونه   او دیني قصې  کولې،ښه کمپوز ، خوږې  نغمې  او سرودونه به  یې غږول، کله  کله  به  یې د خپل ځوی پاینده محمد سره چې  په پاینده مشهور وه په سندروکې فل بدیهه شعرونه په خوږ ونغموکې اورول اوشعري مقابله به یې کوله،همداوجه وه چې د عوامو خلکو ډیر خوښیده۰

پاینده هم خوږ اواز درلود او ښه هارمونیه یې غږوله چې ورسته بیا په یو ترافیکی پیښه کې ومړ او ګل محمد استاد تر ډیره وخته دخپل ځوی په غم کې غمجن پاته شو۰

په لغمان کې د مشهورو محــلي هنر مندانو  له جمــــلې څخه د استاد ګل محمد او پاینده ترڅنګ ډیر نورخوږ ژبي سندرغاړی لکه منګل استاد، ماجتي استاد،   غلام محمد چې په غلامي مشهور وه، ملا ، ملنګ باغبان ،عاشق ملا شاګل ، زیړګل او ډیر نور وه چې  په محفلونوکې د ملنګ جان، بهایي جان، او د لغــــمان د شــــاعرانو لکه علینګاري استا د ، محمد  نور، د  ګلکاریو   بسملا ، اشکار ،حنـان  ، شهید ارمان، عمرزی وال ، ګوجوال ، فقیر سید بها الدین  جان او نورو شاعرانو شعرونه په خوږونغموکې کمپوزاوپه خـــپلوخوږواوازونو کې  خلکو  ته  اورول۰

په همدې  ډول  ساز به تر سبا مازیګر دوام درلود،مازیګر به ډولۍ جوړه شوه او څلوروتکړه ځوانانو به په اوږه کړه ،ځوم یا شاه  به د ډولۍ ومخې ته او  نورمیلمانه او دکلي خلک به د سازیانو دساز په بدرګه  د ډولۍ تر شا ه د ناوې د راوستلو په مقصد روان شول۰

کله چې  به د ناوې کلي یا کورته ورسیدل هلته به د نکاح لپاره د کلو مشران ، سپین ګیري ، ملکانو  ، دینی علما ، دجومات  امام او نور با نفوذه اشخاص په یوه خاص اومناسب ځا ی  یا حجره کې سره راټول اوشرعي نکاح به دجومات  دملاصاحب  له  خوا وتړله  شوه چـې پس له حجاب اوقبول  څخه ځوم اودځوم خپلوانو ته د نکاح مبارکي  ویل کیده او د نکاح خواږه  به په خلکو تقسیم  کړل شول۰
ورو سته تر نکاح به سازیانو بیا یوه  پنـجه  مست ساز وکړ او ځوم به د خسر په کور کې   د نور بوج او  رواجونو  سره پنجه نرموله، هغه داسې چې دکلي   نایي ،  نجار ،   زرګر ، اهنګر ، ګلکار ،اشپز او نورو به په وار سره    دځوم  ومخې ته کیناستل اوخپله حقداري به یې ځینې غوښتله او ځوم  مجبوره  وه چې  داسیالۍ ترسره کړي او د هر یو سره  حقداري  او څه نقدې پیسې ورته ورکړي۰
ورو سته له هغه به ځوم    د ناوې   خونې ته   بیول کیده ، دناوې خونه چې  دناوې دخورلڼو ،ښځو او ماشومانو څخه  ډکه وه مخکې لدې څخه چې ځوم دناوې خونې ته ننوځي د نجونو لــخوا به  د ناوې د خونې دروازه قفله شوه چې ورسته دڅوشیبوڅخه ځوم نجنوته دشیرني یا نقدوپیسوپه ورکولو سره د ناوې دخونې دروازه  خلاصوله   او ځوم ته به د راتګ  اجازه  ورکړل شوه ، د ځوم   په  راتګ 
سره به   په هغه باندې چاکلیټ ، نقل ،پتاسې او میده پیسې شیندل  کیدې چې په خونه کې به سمدم غوغاجوړه شوه اوهرچا کوشش کوه چې ځانله په دې چور کې څه تر لاسه کړي او ځوم  ته  به  پس له  ډیرې ګډوډۍ  دا موقعه  پیدا شوه چې دناوې تر څنګ ځان   ورسوي او دهغې سره یوځای ودریږي۰

بیا به دکلي نجونواوښځوله دداریا سره اوازونه پورته کړل او په مستو سندرو او نڅا ګانو  به یې محفل ته خوشحاله بڼه ورکوله  په همدې ترتیب پس له ډیرو ټوټکو او رواجونو په خوشحالي سره  ناوې  ډولۍ  ته   بدرګه  کیده  او  د  ټوپکو او  تفنګچو  په ډزو سره په ډیرخوشحالي دځوم کورته راوستله ۰

دځوم په کور کې مخکې له دې  چې  ناوې د ډولۍ څخه کوزه کړی د ډولۍ و مخې ته به یې پسه اویا چرګ حلالوه  او دناوې  پښه  به یې په وینو سره کوله چې وروسته   له هغې  به  ناوې د ډولۍ څخه د کوزیداجازه ترلاسه کړ ه۰

د ناوې په کوزیدلو سره به د واده لمړۍ اواساسي مراسم ختم او ځوم کولی شول چې  وروسته له ډیرو جنجالونو او کړاونویو څه ارام  وکړي، خو سره لدې هم دناوې  دریمه ، تخت جمعي او په  اومه  کې دپلار کورته  تګ  بیا  دومره  دجنجال او تشویش خبره  نه  و ه۰

———————

نور بیا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.