نظــر

رواني جګړې – Psychological Warfare

په نننۍ نړۍ کې یوه مهمه موضوع چې د غرب د استکباري هېوادونو د سیاستوالي د پام وړ ده، هغه خپلو استعماري موخو ته د رسېدلو لپاره ، د رواني او تبلیغاتي مسایلو څخه ګټه اخېستل دي، چې په اصطلاح کې ورته رواني جګړې وايي. له هغه مهمو وسایلو څخه چې په رواني جګړو کې ترېنه ګټه اخیستل کیږي، تبلیغات او نور داسې  اسباب لکه نشریات، کتابونه ، بیانیې او داخلي او بهرنۍ ډله ييزې رسنۍ دي . نو له همدې کبله ، د استعماري قدرتونو یو اصل چې د نورو هېوادونو پر وړاندې ورته ډېر د پام وړ دی، او ډېره ګټه ترې اخلي هغه تبلیغات دي.

په نننۍ نړۍ کې تبلیغات یعني « هغه سیستماتیک کوښښونه چې موخه یې د وګړيو عقایدو، لیدلوري او کړو وړو  ته یو ځانګړی جهت ورکول دی». په رواني جګړو کې موخه دا ده چې د خلکو په عقایدو ، احساساتو ، تمایلاتو او افکارو کې تغییر را منځ ته شي چې دا به په خپله د خلکو د شخصیت او کړو وړو جوړولو کې بدلون راولي. البته دا چارې په تبلغاتو ولاړ دی.

تبلیغاتي چارې نه یوازې اوس بلکې په پخوانيو زمانو کې هم کارول شوي دي.

د تاریخ په اوږدو کې، کله چې ملتونه له یوه بل سره ټکر شوي، پرته له مادي او نظامي فعاليتونو ، رواني مسايل هم کارولي. تر څو مقابل لورې تر فشار لاندې راولي. د اسلام د ظهور پر مهال هم چې د ډېرو ظالمانو ګټې له خطر سره مخ وې، نو د اسلام دښمنانو، په ځانګړي توګه منافقینو له تبليغاتو ګټه اخیستله.

په لومړۍ نړېواله جګړه کې تبلیغات د یوې جنګي وسیلې په توګه د استعمارګرانو له خوا وکارول شول. د دې ډول تبلیغاتو اصلي موخه، د نړۍ د ځورېدليو ملتونو فکري استعمار وو چې باید د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړخه یې  پيل کړي. هغوی د خپلو ناسموکړنو د توجیه لپاره ، د خلکو عمومي افکارو بې لاره کول او هغوی به يې غلطول.  دې کار په دوېمه نړېواله جګړه کې دومره ارزښت پېدا کړ چې په جګړه کې ښکېلو خواوو له یوه بل سره په سیالي شول. په دې توګه ، رواني جګړې په ډېر مواردو کې د نظامي جګړو څخه ډېر ارزښت پېدا کړ او د ډېرو هېوادونو د سیاسي، نظامي ، اقتصادي او ټولنیزو کړنو برخه وګرځېدې.

د تبلیغاتو ارواپوهنه ، د خلکو په باورنو او لید لوري کې د تغییر په لټه کې ده او غواړي چې د خلکو باور او لېد لوری خپل کړي.د دې کار د تحقق لپاره، یعني د وګړيو د باورنو، لېدلوري او بالاخره  د شخصیت او رفتار څخه باید هر اړخیز معلومات ولرو چې ځینو مهمو ته  یې په لاندې ډول اشاره کیږي.

د انسان ماهیت پېژندنه ، د شناختي او عاطفي ځانګړنې ، انګیزې ، هيلې او داسې نور مسایل کولی شي چې انسان د نورو وګړيو په نسبت پوه کړي، د تبلیغاتي لارو چارو د موندلو او د ټولنې د اغیزمنولو لپاره دا تر ټولو مهمې تګلارې دي.

تبلیغاتي تکتیکونه

1.      د مخاطب لوری په پام کې نېول:  په تبلیغاتو کې باید طبقه یا یوه ځانګړي ډله مشخصه شي او مناسب عبارتونود هغوی د پوهې په کچې وکارول شي. نو له همدې امله ، باید په هغو مسایلو باندې بحث وشي چې د دوي پر وړاندې د ځانګړي اعتبار څخه برخمنې دي.
2.      ظاهري بڼه: یوه مهمه مسله چې په تبلیغاتو کې ترېنه ګټه اخیستل کیږي هغه دا چې ځوانونه داسې ښيي چې مخاطب لوري د پام وړ و ګرځي.
3.      شایعه جوړول:د تبلیغاتو یوه بله مهمه وسیله ، شایعه جوړول او په ټولنه کې خپرول دي؛ چې د یوې لنډې مودې وروسته د خلکو په منځ کې د یوه حقیقت په څېر را څرګندیږي ، پرته له دې چې په دا پوه شي چې دا یوه پروپاګنده یا شایعه ده.
په ضعیفو نقاطو حمله: په تبلیغاتو کې یو بله کار چې د رواني جګړو لپاره استعمالیږي هغه دادی چې د ټولو وګړو پام هغو کمبودیو، ستونزو او مشکلاتو ته  را اړوي چې د دوي په منځ کې شتون لري او دا کار د وګړو په منځ کې د ناسازګاری او نارضایتی باعث ګرځي.
4.      د فرصتونو پېدا کول: دښمن کوښښ کوي چې د هر فرصت څخه په استفادې سره د خلکو په افکارو کې تغییر را منځ ته کړي او خپل مطلب ورته ورسوي. د دې کار لپاره د وړو، بې مفهومه  او د زړه راښکوونکېو جملاتوڅخه کار اخلي ترڅو د دې په منځ کې تشویشونه را منځ ته کړي.

د رواني جګړو طریقې

استعماري هېوادونه بېلابېل روشونه په رواني جګړو کې کاروي چې مهم یې عبارت دي له :

1.      شایعه: هغه ځانګړي ادعا ده چې د مقابل لوري د باور د راپرولو په موخو کارول کیږي او خوله په خوله د خلکو په منځ کې د یوه بل په واسطه انتقالیږي او هیڅ سند نه لري:د شایعې دې خپرولو موخې په لاندې ډول دي:
الف) د نظام و مسوولینو پر وړاندې بدبیني جوړول چې کولی شي نا مطلوب اغیزې ولري.
ب) د خلکو په منځ کې د تشویشنو او اضطراب ډېرول.
ج) د شخصیتونو ترور او د مقدسو ارزښتنو، مسوولینو او نظام داغ داره کول.
د) د ناسالمه ټولنیز فضاء را منځ ته کول.
و) د خلکو په منځ کې تفرقه اچوول، یواځنې لار ده چې یو ملت د بدبختیو سره مخ کوي. په شایعاتو کې تر ډېره دښمن په دې لټه کې دی چې د خلکو افکار غیرو ضروري مسایلو ته سوق کړي.
2.      د واقعیتونو تحریفول:د واقعیتونو تحریفول هم یو ډول روش دی چې دښمن په کې کوښښ کوي چې د خلکو ذهنیتونو د حق نه باطل لوري ته  منحرف کړي، تر څو مسایل په بل ډول څرګند شي. په بل عبارت دوي د دې باعث کیږي چې خلک د  ورځنېو پیامونو او جریاناتو څخه داسې برداشت وکړي لکه ځنګه چې دوي غواړي.
3.      اغراق او مبالغه:دغه طریقه  سربېره پر دې  چې ډېر ساده ده، خو په رواني جګړو کې ډېر ډېر اغېز لري. دښمن کوښښ کوي چې د مقابل لوري شته کوچنۍ ستونزې او نيمګړتياوې  لويې وښيي. تر څو په دې اړه د خلکو اندېښتنې ور زياتې کړي، بل دا چې خپل مثبت ټکي او موارد ټولنې ته وړاندې او خلکو ته یې ستر او لوي معرفي کوي تر څو له دې لاره خلک ځانته را جذب کړي. دا دوه حرکتونه په دښمن باندې  اغیزمنې پایلې درلودلی شي.
4.      تفرقه:  دا چې د یوه دولتي نظام او د یوه ملت بریالیتوب په یووالي کې نغښتی دی، تفرقه هم همداسې د یوه ملت د بدبختی لامل ګرځي. دغه طریقه کابو د ټولو هغو طریقو پايله ګڼل کېږي چې دښمن یې په رواني جګړو کې کاروي او تل هڅه کوي   چې د خلکو او چارواکيو تر منځ تفرقه واچوي او له دې لارې خپلو شخصي ګټو ته ورسیږي.
5.      چل ول: په دې طریقه کې دښمن کوښښ کوي چې خپل مخاطب لوری د یوه بلې ذهني لارې واقعیت ته سوق کړي او دغه هنر په داسې بڼه وکاروي چې وګړي پرته له کوم مقاومته هغه ومني. نو له همدې امله دښمن کوښښ کوي چې مخاطب لوري ذهن ځان ته راواړوي.

جمع بندي

په رواني جګړو کې اصلي موخه ، پر نورو تسلط دي، خو دا تسلط باید په پټ او غیرملموسه توګه وي،دې موخې ته د رسيدو  لپاره په دریېو ټکو تاکید شوی چې عبارت دي له :
الف) د غم القاء کول: غم هغه رواني حالت دی چې د وګړيو د انتظار خلاف پر ټولنو او شرایطو باندې راځي. نو دښمن له دې لارې کوښښ کوي چې د چاپېریال او یا هم د موقعیت څخه نامطلوب او نا متوازن انځور وړاندې شي او  د وګړيو او ټولنې هيلې له تصور څخه لېرې  وګڼل شي.

ب) د نا هيلي توب القاء کول:کله چې یو سړی کوښښ کوي خپلې ټاکل شوي موخې ته ورسیږي او وروسته له ډېرو هڅوپه دې بریالی نه شي چې خپل ټاکل شوي پایلو ته لاس ومومي، په دې حالت کې هغه د یوه رواني او روحي بحران څخه وروسته له ناهيلۍ سره مخ کیږي.
په دې وضعیت کې ډېره هڅه کیږي چې پام وړ کس ته د نامطلوبو شرایطو په وړاندې کولو سره د هغو د موخو مخنيوی وکړي، په نفس باندې يې باور راکم او نا هيلی يې کړي.

ج) د وېرې او وحشت رامنځ ته کول: د وګړيو د روحي او رواني شکست لپاره تر ټولو مهمه او اغېزمنه لار وېره اچول دي. په دې عمل کې هم د ټولیزو وسایلو څخه په استفادې سره جګړې، اقتصادي محاصرې او سیاسي تحریمونه ترسره کیږي. په هر حال، په رواني جګړو کې تر ډېره هڅه کیږي چې خلک او فعال ځواکونه له رواني او فکري اړخه تخریب کړي او په هغوی کې د کار او مقاومت انګیزه له منځه یوسي، د دې کار له پاره په بېلابیلو شرایطو کې ځانګړې طریقې کارول کېږي او کوښښ کېږي چې خپلو موخو ته ورسیږي.

لیکوال: عارف تلاش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x